اندونيزيا

اندونېزیا (په انګلیسي: indonesia) په رسمي ډول د اندونېزیا جمهوریت [a] په سویل ختیځ آسیا او اوقیانوسیه کې د هند او ارام سمندرونو ترمنځ پروت هیواد دی. نوموړی هېواد د سوماترا، جاوا، سولاویسی، او د بورنیو او نوې ګینې د ځینو برخو په شمول له 17,000 نه زیاتو ټاپوګانو څخه جوړ شوی دی. اندونېزیا د نړۍ ترټولو لوی ټاپوییز هیواد دی او د پراخوالي له پلوه د 1,904,569 کیلومتره مربع (735,358 میل مربع) مساحت په درلودلو سره 14م لوی هیواد دی. له شاوخوا 270 ملیونه نفوس سره، اندونېزیا د نړۍ څلورم ډیر نفوس لرونکی هیواد او ترټولو ډیر نفوس لرونکی مسلمان هیواد دی. جاوا، د نړۍ ترټولو نفوس لرونکی ټاپو، د دې هیواد د نیمایي څخه د ډیر نفوس کور دی.

اندونېزیا یو ولسمشریز جمهوریت دی چې ټاکل کېدونکې مقننه قوه لري. دا هېواد ۳۴ ولایتونه لري چې پنځه یې ځانګړی حیثیت لري. د هیواد پلازمینه جاکارتا د نړۍ دوهمه ډېر نفوس لرونکې ښاري سیمه ده. اندونېزیا د پاپوا نیو ګیني، ختیځ تیمور، او د مالیزیا ختیځې برخې سره ځمکنۍ پولې شریکوي، په داسې حال کې چې له سنګاپور، ویتنام، تایلینډ، فیلیپین، آسټرالیا، پالاو او هند (انډامان او نیکوبار ټاپوګانو) سره سمندري پولې لري. اندونېزیا د خپل زیات نفوس او ګڼ نفوسه سیمو سره سره، نامېشتې پراخې سیمې لري چې په نړۍ کې د ژوو د تنوع د ترټولوړو کچو ملاتړ کوي.

د اندونېزیا ټاپوګان لږترلږه د اوومې پیړۍ راهیسې د سوداګرۍ لپاره ارزښتناکه سیمه وه کله چې سریویجایا او وروسته ماجاپاهیت د چین او د هند د نیمې قارې له شرکتونو سره تجارت کاوه. محلي واکمنانو په تدریجي ډول د لومړیو پیړیو څخه بهرني نفوذ جذب کړ، او هندو او بودايي سلطنتونو وده وکړه. سني سوداګرو او صوفي عالمانو اسلام راوړ، په داسې حال کې چې عیسویت تر ډېره د اروپایانو له لارې راوړل شو. که څه هم کله ناکله د پرتګالیانو او فرانسویانو او انګلیسانو لخوا مداخله شوې، اما هالنډ په نوموړي مجمع الجزایر کې په خپل 350 کلن شتون سره ترټولو لوی استعماري ځواک ؤ. د یو ملي دولت په توګه د "اندونېزیا" مفهوم د شلمې پیړۍ په لومړیو کې راښکاره شو، چې وروسته یې پایله په 1945 ز کې د اندونېزیا د خپلواکۍ اعلان ؤ . په هر حال، دا هېواد د هالنډ له خوا تر هغه په رسمیت ونه پېژندل شو تر څو چې د دواړو هېوادونو تر منځ  وسله والې او ډیپلوماتیکې شخړې ونښتې او وروسته په 1949 ز کال کې په رسمیت وپېژندل شو.

اندونېزیا په سلهاوو جلا نژادي او ژبني ګروپونه لري، چې جاویاني یې تر ټولو لوی دي. یو ګډ هویت یې د "بهنیکا تونګال اکا" شعار سره رامنځته شوی ("په تنوع کې یووالی" په لفظي ډول، "زیات شمېر، لاهم یو") ، د ملي ژبې ، توکمیزې تنوع ، د اکثریت مسلمان نفوس سره مذهبي کثرت او د استعمار او د هغه پر وړاندې د بغاوت/مقاومت له لارې تعریف شوی دی. د اندونېزیا اقتصاد د وګړو پر سره دناخالص تولید یا GDP له مخې د نړۍ 16م لوی او د PPP له مخې 7م لوی اقتصاد دی. دا هېواد یو سیمه ایز ځواک دی او په نړیوالو چارو کې یو منځنی ځواک ګڼل کیږي. دغه هیواد د د ملګرو ملتونو، د سوداګرۍ نړیوال سازمان، G20، د سویل ختیځې آسیا هیوادونو ټولنې، د ختیځې آسیا سرمشریزې، او د اسلامي همکاریو سازمان په ګډون د یو شمېر څو اړخیزو سازمانونو غړیتوب لري او د ناپییلي غورځنګ بنسټ ایښودونکی غړی دی.

رېښه

د اندونېزیا نوم د اندوس (Ἰνδός) او نیسوس (νῆσος) له یوناني کلمو څخه اخیستل شوی چې معنی یې د "هند ټاپوګان" دي. نوم یې ۱۹مې پیړۍ ته ورګرځي، چې د خپلواکې اندونېزیا له جوړیدو څخه ډېر مخکې دی. په 1850 ز کې، جورج وینډسر ارل، یو انګلیسي توکمپوه، د  "هند د مجمع الجزایر او د مالایی مجمع الجزایرو" د اوسیدونکو لپار د اندونېزیانو - او د هغه په ​​​​ترجیح سره، مالایونیسیانو اصطلاحات وړاندیز کړل. په همدې تألیف کې، د هغه یو زده کونکي، جیمز ریچارډسن لوگان، اندونېزیا د هندي مجمع الجزایرو لپاره د مترادف په توګه کارولې. په هر حال، په ختیځ انډیز کې د هالنډ اکادمیسینان په خپلو لیکنو کې د اندونېزیا کارولو ته زړه نا زړه وو. دوی مالای مجمع الجزایرو ته ترجیح ورکوله. (هالنډي: Maleische Archipel); د هالنډ ایسټ انډیز (Nederlandsch Oost Indië);  په مشهوره توګه، Indië; the East (de Oost) اوInsulinde . [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

له 1900 ز وروسته، اندونېزیا د هالنډ څخه بهر په اکادمیکو کړیو کې ډیر عام شو، او اصلي ملتپالو ډلو دا نوم د سیاسي اصطلاح او مفهوپه په توګه غوره کړ.   له برلین پوهنتون څخه اډولف باستیان دا نوم د خپل کتاب Indonesien oder die Inseln des Malayischen Archipels، 1884م-1894 م له لارې مشهور کړ. لومړی ځایي عالم کي حجر دیوانتارا(Ki Hajar Dewantara) ؤ چې په 1913 کې یې په هالنډ کې د اندونېزیا پرس-بیورو رسنیز دفتر تاسیس کړ، دغه نوم یې وکاراوه. [۷][۸]

تاریخچه

پخوانی تاریخ

د نېغ انسان فوسیل شوي پاتې شوني، چې د "جاوا سړي" په نوم مشهور دي، وړاندیز کوي چې د اندونېزیا مجمع الجزایر له دوه ملیون څخه تر 500,000 کاله وړاندې د انسانانو له خوا مېشت وو. هومو سیپینان د 43,000 ز.م په شاوخوا کې دې سیمې ته ورسیدل. استرونېزي خلک، چې د اوسني نفوس اکثریت جوړوي، سویل ختیځ آسیا ته له اوسني تایوان څخه مهاجر شوي دي. دوی د 2,000 ز.م په شاوخوا کې د ټاپو ګانو دغې مجموعې ته ورسیدل او په ختېځ کې په خپرېدو سره یې د میلانیسیا اصلي خلک په لرې ختیځو سیمو کې محدود کړل. ان په اتمه ز.م پېړۍ کې د کرنې مناسب شرایط او د لمدې ځمکې د وریجو کښت کلیو، ښارګوټو او کوچنیو سلطنتونو ته لاره هواره کړه چې په لومړۍ زیږېدیزه پیړۍ کې وده وکړي. د مجمع الجزایر ستراتېژیک سمندري لین موقعیت د څو پیړیو راهیسې د هندي سلطنتونو او چینایي واکمنیو په ګډون د ټاپوګانو-تر منځ او نړیوالو تجارتونو ته وده ورکړه. ] سوداګرۍ له هغه وخت راهیسې د اندونېزیا تاریخ ته بنسټیز شکل ورکړی دی. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د استعمار دوره

لومړني اروپایان په ۱۵۱۲ ز کال کې نوموړي مجمع الجزایر ته ورسیدل، کله چې پرتګالي سوداګر چې مشري یې فرانسېسکو سیرو کوله، د مالوکو په ټاپوګانو کې د غوزانو(چهارمغزو)، لونګو او کیوب مرچکیو پر سرچینو د انحصار په هڅه کې وو. هالنډي او برتانوي سوداګرو د هغوی په پلونو پل کېښود. په 1602 ز کال کې، هالنډیانو د هالنډ ختیځ-هند شرکت (VOC) تاسیس کړ او د پوره 200 کلونو لپاره د اروپا غالب ځواک شو. په 1800 ز کې VOC  له افلاس سره له مخکېدو وروسته منحل شو، او هالنډ د هالنډ ختیځ-انډیز د ملي کالونۍ په توګه تاسیس کړه. [۱۸][۱۹]

د استعمار په زیاتره دوره کې، په مجمع الجزایر باندې د هالنډ کنټرول کمزوری ؤ. هالنډي ځواکونه په پرله پسې توګه په جاوا کې د ننه او بهر د بغاوتونو په مخنیوي بوخت وو. د محلي مشرانو نفوذ لکه په مرکزي جاوا کې د شهزاده ډیپونګورو، په مرکزي سوماترا کې امام بونجول، په مالوکو کې پتیمورا، او په آچ کې د 30 کلنې خونړۍ جګړې هالنډ کمزوری کړ او استعماري پوځي ځواکونه یې وځپل.  یوازې د شلمې پیړۍ په لومړیو کې د هالنډ واکمني د اندونېزیا اوسنيو پولو ته وغځېده. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۰]

د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د جاپان یرغل او ورپسې نیواک د هالنډ واکمني پای ته ورسوله او د خپلواکۍ مخکینی ځپل شوی غورځنګ یې وهڅاوه. د ۱۹۴۵ ز کال د اګست په میاشت کې د جاپان له تسلیمیدو دوه ورځې وروسته، سوکارنو او محمد هتا، نفوذ لرونکو ملتپالو مشرانو، د اندونېزیا خپلواکي اعلان کړه او دواړه په ترتیب سره د ولسمشر او مرستیال په توګه وټاکل شول. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۰][۳۳]

هالنډ د خپلې واکمنۍ د بیا جوړولو هڅه وکړه او یوه سخته وسله واله او ډیپلوماتیکه مبارزه د دسمبر په 1949 ز کې هغه وخت پای ته ورسیده، کله چې هالنډ د نړیوالو فشارونو سره سم په رسمي توګه د اندونېزیا خپلواکي په رسمیت وپیژندله او واک یې د اندونېزیا متحده ایالاتو ته انتقال کړ. غیر معمولي سیاسي، ټولنیزو او فرقه ییزو ویشونو سره سره، اندونېزیایانو، په ټوله کې د خپلواکۍ لپاره په خپله مبارزه کې یووالی درلود. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينه