د اوسپنې زمانه

د اوسپنې زمانه د بشر له تاریخ څخه وړاندې او د تاریخ د پیل د دورې د درې ګونو زمانو د وېش وروستی زمانه ده. له دې زمانې وړاندې د د ډبرې زمانه (د ډبرې لومړۍ دوره یا Paleolithic، د ډبرې منځنۍ دوره یا Mesolithic، د ډبرې نوې دوره یا Neolithic او د مسو دروره یا Chalcolithic) او د برونزو زمانه مخکې وې. دا مفهوم زیاتره د اروپا او لرغوني نږدې ختیځ برخو ته او همدارنګه د ورته والي له مخې، د لرغونې نړۍ نورو برخو ته هم کارول کېږي.

د اوسپنې د زمانې موده نظر سیمې ته توپیر لري او د لرغون پېژندنې د دود له لوري ټاکل کېږي. د "اوسپنې زمانه" په سیمه ییزه بڼه هغه وخت پیل شوه چې د اوسپنې یا د پولادو تولید هغه کچې ته وده وکړه چې د اوسپنې وسایلو او وسلو کارولو د برونزو د معمولي وسایلو او وسلو ځای ونیو. دا لېږد په لرغوني نږدې ختیځ کې په ۱۲ پېړۍ کې د برونزو د زمانې د پای په پایله کې ترسره شو. نوموړې تکنالوري په چټکۍ سره د مدیترانې حوزې په سیمه او سویلي آسیا کې خپره شوه. منځنۍ اسيا، ختيځې اروپا او مرکزي اروپا ته يې خپرېدو يو څه ځنډ و نیو او شمالي اروپا تر ۵۰۰ کال مخکې له میلان نه خپره نه شوه.[۱]

همدارنګه د دود له مخې، د تاریخ لیکنې د اسنادو په پیل سره د اوسپنې زمانه پای ته رسېږي. دا معمولاً د لرغون پېژندنې په ریکارد کې روښانه بدلون نه وړاندې کوي؛ د لرغوني نږدې ختیځ په اړه، په ۵۵۰ کال مخکې له میلاد نه د هخامنشي د سترواکۍ بنسټ په دودیز ډول او اوس هم په معمول ډول د پای د نېټې په توګه ګڼل کېږي، وروسته نېټې د هېروډوت د ریکاردونو له امله تاریخي ګڼل کېږي، که څه هم له ډېر پخوا څخه د پام وړ لیکل شوي ریکارډونه (په کره توګه د برونزو له زمانې) اوس پېژندل شوي. له میلاد څخه مخکې په لومړۍ پېړۍ کې د روم فتحه په مرکزي او لوېدیځه اروپا کې د اوسپنې د زمانې پای ګڼل کېږي. د سکندنویا د اوسپنې جرمني زمانه په ۸۰۰ ز کال کې د وېکنګ جنګیالیو د واک په پیل سره پای ته رسېږي.  

داسې انګېرل  کېږي چې د هند په نیمه وچه کې، د اوسپنې زمانه د خړو رنګ شوو کلالیو د دود له خوا د اوسپنې له کارلو سره پیل شوه. وروستي اټکلونه ښیي چې دا زمانه له میلاد نه مخکې د ۱۵ پېړۍ څخه پیل او تر درېیمې پېړۍ د اشوکا تر واکمنۍ پورې یې دوام وکړ. د "اوسپنې د زمانې" د اصطلاح کارونه د سویلي، ختیځې او سویل ختیځې آسیا په لرغونپوهنه کې د لویدیځې یوریشیا په پرتله خورا وروستۍ او لږ معمول ده. په چین کې، لیکل شوی تاریخ د اوسپنې د کارولو له رسېدو څخه وړاندې پیل شوی، نو دا اصطلاح ډېره لږ کارول کېږي. د ساحل (د سوډان سیمه) او د افریقا د سویلي صحرا له دریګوني سیسټم څخه بهر ده، چې په دې ځای کې د برونزو زمانه شتون نه لري، خو د "اوسپنې زمانې" اصطلاح کله ناکله د د پخوانیو دودونو، لکه: د نایجیریا د نوک دود، له خوا د اوسپنې د کار کولو لپاره کارول کېږي.

د فکر تاریخچه

د زمانې دریګونی سیسټم د ۱۹ پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې په ځانګړې توګه د اروپا د لرغونپوهنې لپاره وړاندې شو او د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې د لرغوني نږدې ختیځ لرغونپوهنې ته خپور شو. د دې سیستم نوم د هیسیوډ "د انسان د عمر" د افسانوي اثر سره سمون خوري. دا د لرغون پېژندنې د زمانې په توګه د لومړي ځل لپاره په ۱۸۳۰ ز کلونو کې د کریسټین جورجسین ټامسن له لوري د سکندنویا کې خپور شو. تر ۱۸۶۰ ز کلونو پورې، دا په ټوله کې "د بشر د لومړني تاریخ" په اړه د غوره وېش په توګه ومنل شو او په آشور پېژندنه کې و کارل شو. د لرغوني نږدې ختیځ په لرغونپوهنه کې د نوې دودیزې زمانې بندۍ پراختیا له ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ ز کلونو تر منځ رامنځته شوه. لکه څنګه چې له نامه یې څرګندېږي، د اوسپنې د زمانې تکنالوژي د فلزاتو د کارولو (د اوسپنې د کارولو) د پوهې پر بنسټ، په ځانګړې توګه د کاربن پولادو څخه، د وسایلو او وسلو د تولید له خوا ځانکړې کېږي.  [۲][۳]

د پېښو ترتیب

زیاتره په اروپا کې د اوسپنې زمانې ته په لرغوني نږدې ختیځ کې، په لرغوني هند کې (د ریګویدیک ویدیک له تمدن وروسته)، لرغونی ایران او لرغونی یونان (د یونان په تیاره زمانې کې) د برونزو د زمانې د پای د یوې برخې په توګه لیدل کېږي. د اروپا په نورو سیمو کې د اوسپنې زمانه په مرکزي اروپا کې له میلاد نه مخکې په ۸ پېړۍ او په شمالي اروپا کې له میلاد نه مخکې په ۶ پېړۍ کې پیل شوه. د نږدی ختیځ د اوسپنې زمانه په نورو فرعي برخو، د اوسپنې لومړی دوره او د اوسپنې دویمه دوره وېشل شوې ده. د اوسپنې لومړۍ دوره (له میلاد نه مخکې له ۱۲۰۰ کال څخه تر ۱۰۰۰ کال پورې) د برونزو له وروستي زمانې سره هم دوام او هم نه دوام څرګندوي. له میلاد نه مخکې د ۱۳ او ۱۲ پېړیو تر منځ په ټوله سیمه کې هېڅ ډول دودیز ځنډ نه لیدل کېږي، که څه هم په غرني هېواد، ختیځ اردن او ساحلي سیمو کې  ځینې نوي مشخصات د آرامیانو او سمندري وګړو د ډلو د ظهور وړاندیز کوي، خو په دې ځای کې د برونز د زمانې له دود سره د دوام لوی شواهد شته، خو کله چې وروسته د اوسپنې زمانې ته ځو، دود د دویمې زریزې د وروستیو له دود سره سم د پام وړ توپیر مومي.

د لرغون پېژندنې زمانې په توګه د اوسپنې زمانه د تاریخ څخه مخکې د دود د هغې برخې په توګه تعریف کېږي، چې په کې د فلزاتو د کارولو پوهه برلاسې تکنالوژي ګڼل کېږي.

د اوسپنې د زمانې د دود ځانګړتیا له پولادو څخه د وسایلو او وسلو لوی تولید دی، په ځانګړې توګه هغه الیاژونه چې د وزن له مخې نږدې د ۰.۳۰ سلنه او ۱.۲ سلنه ترمنځ د کاربن ترکیب لري. یوازې د کاربن پولادو د تولید وړتیا چې د اوسپنې لرونکو فلزاتو پوهه یې را منځ ته کوي، د داسې وسایلو یا وسلو لامل کېږي چې د برونزو سره برابر یا تر هغه غوره وي. د پولادو کارول هر څومره چې په اقتصاد پورې تړاولري، همدومره د فلزاتو د پوهې په پرمختګونو پورې اړه لري. په لومړیو کې پولاد، د اوسپنې په وېلې کېدو سره ترلاسه کېدل.  

په دوذیز ډول، په لرغوني نږدې ختیځ کې د اوسپنې زمانه له میلاد څخه مخکې له ۱۲۰۰ کال (د برونزو د زمانې پای) څخه پیل کېږې او له میلاد څخه مخکې تر ۵۵۰ کال (یا ۵۳۹ کال) پورې، چې نږدې د هیروډوت د تاریخ لیکنې له پیل سره سمون لري او د تاریخ د پیل زمانې پای دی، دوام کوي. د اوسپنې زمانې په مرکزي او لوېدیځه اروپا کې له ۸۰۰ کال مخکې له میلاد نه تر ۱ کال پورې مخکې له میلاد نه او په شمالي اروپا کې له ۵۰۰ کال نه میلاد څخه تر ۸۰۰ میلادي کال پورې دوام وکړ.  

په چین کې، د اوسپنې د کارولو له ځانګړتیاو سره له تاریخ څخه مخکې زمانه شتون نه لري، ځکه چې د چین برونزو زمانه تقریباً په مستقیم ډول د چین سترواک د قین سلطنت ته بدلون کوي. ځینې وختونه د چین اړوند د اوسپنې زمانه د لېږد زمانې لپاره کارول کېږي چې ۹۰۰ کال مخکې له میلاد نه تر ۱۰۰ کال مخکې له میلاد نه یې دوام وکړ، چې په کې د فلزاتو د کارولو پوهې شتون درلود، که څه هم پراخ نه و.

د اوسپنې د کارولو لومړۍ پوهه

د اوسپنې تر ټولو لرغوني آثار ۹ کوچنۍ مرۍ دي، له ۳۲۰۰ کال مخکې له میلاد سره سمون لري  او د کوز مصر په جېرزه کې په قبرونو کې موندل شوې. دا مرۍ د آسماني ډبرو د اوسپنې په توګه پېژندل شوې، چې په کره بڼه په څټک سره جوړې شوې دي. د آسماني ډبرو اوسپنه، چې د اوسپنې – نکل د الیاژ بڼه ده، د اوسپنې له زمانې څخه زرګونه کاله وړاندې د بېلابېلو لرغونو وګړو له لوري کارول کېده. دا ډول اوسپنه، چې خپل اصلي فلزي حالت لري، د معدني ډبرو ذوب ته یې اړتیا نه درلوده.  [۴][۵][۶]

له ذوب څخه لاس ته راغلې اوسپنه د برونزو له منځنۍ دورې څخه د لرغون پېژندنې په ریکارډ کې په ناڅاپي ډول را څرګندېږي. په داسې حال کې چې ځمکنۍ اوسپنه په طبیعي توګه پرېمانه ده، خو د ذوب د لوړې نقطه له امله چې ۱،۵۳۸ سانتي ګراد (۲۸۰۰ فارانهایت) ده، د دویمې زریزې تر پایه پورې له عامه کارونې څخه لرې وه. د قلعي د ذوب د ټیټې نقطې، چې ۲۳۱.۹ سانتي ګراد (۴۴۹.۴ فارانهایت) او د مسو د ذوب د یو څه متوسطې نقطې، چې ۱۰۸۵ سانتي ګراد (۱۹۸۵ فارانهایت) ده، دا فلز د ډبرې د نوې دورې د لوښو په وړتیاوو کې راوست چې لرغونتیا یې ۶۰۰۰ کال مخکې له میلاد نه ده او له ۹۰۰ سانتي ګراد (۱،۶۵۰ فارانهایت) څخه پورته د تودوخې د تولید وړتیا شتون درلود. د ذوب په ځانګړو ډیزاین شوو کرو سربېره، د اوسپنې پخوانی تولید د اضافي توکو د لرې کولو، د کاربن د مخلوط تنظیم کولو او په پولاد کې د سختۍ او ځواک د غوره انډول راوستلو له امله پېچلو تګلاروته اړتیا وه.[۷]

د اوسپنې جوړولو تر ټولو لومړني شواهد د اوسپنې هغه لږ شمېر ټوټې دي چې د کاربن مناسب ترکیب لري او د کامان - کالیویک په پروټو-هیټیټ طبقو کې موندل شوې او له ۲۲۰۰ تر ۲۲۰۰ کلونه مخکې له میلاد نه لرغونتیا لري. اکانوما (۲۰۰۸ز) دې پایلې ته ورسېد چې "د لرغون پېژندنې په برخه کې د کاربن ترکیب او د لرغون پېژندنې ازموینې دا په ګوته کوي چې ښایي له پولادو د جوړ شوو اوسپنیز وسایلو کارول له وړاندې په مرکزي اناتولیا کې په دریمه زریزه مخکې له میلاد نه پیل شوي وي". سکوا-سیګلوا (۲۰۰۱ز) څرګندوي چې په مرکزي اناتولیا کې د ۱۸۰۰ زکلونو مخکې له میلاد نه په شاوخوا کې اوسپنیز وسایل په خورا محدوده کچه جوړېدل او د نوي هیتی سترواکۍ (تقریباً ۱۴۰۰ – ۱۲۰۰ مخکې له میلا نه) په اوږدو کې په عمومي توګه، که څه هم د عامو خلکو له لوري نه کارېدل، خو د اشرافو له لوري کارېدل. [۸][۹]

په ورته ډول، په هند کې د ګنګا په دره کې د اوسپنې د کارولو وروستي لرغوني آثار په اوسط بڼه تر ۱۸۰۰ کال مخکې له میلاد نه لرغونتیا لري. تیواري (۲۰۰۳) دې پایلې ته ورسېد چې "د اوسپنې د ذوب او د اوسپنې د آثارو د تولید پوهه په ختیځه وینډیا کې موجوده وه او اوسپنه لږ تر لږه د دویمې زریزې مخکې له میلاد نه له لومړیو راهیسې د مرکزي ګنگا په هوارو کې کارول کېده". د برونزو د منځني دورې په پیل سره، په منځني ختیځ، سویل ختیځه آسیا او سویلي آسیا کې د ذوب شوې اوسپنې ډېر وسایل (چې په وسایلو کې د نکل د نشتوالي له امله د آسماني ډبرو د اوسپنې څخه توپیر لري) راڅرګند شول. په افریقایي سیمو کې له ۲۰۰۰ – ۱۲۰۰ کلونو مخکې له میلاد نه لرغونتیا لیدل کېږي.  [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د لرغون پېژندنې معاصر شواهد څرګندوي چې د ۱۲۰۰ کال مخکې له میلاد نه په شاوخوا کې په لویه کچه د اوسپنیزو وسایلو تولید پیل شو، چې د برونزو زمانې ته یې د پای ټکې کېښود. د ۱۲۰۰ او ۱۰۰۰ کلونو تر منځ مخکې له میلاد نه د فلزاتو پوهه او د اوسپنیزو وسایلو کارول ګړندي او پراخ وو. انتوني سنودګراس وایي چې: د برونزو د زمانې د پای د یوې برخې په توګه د قلعي کمښت او د ‍۱۳۰۰ کلونو مخکې له میلاد نه په شاوخوا کې په مدیترانې کې د سوداګرۍ خنډونو، د اوسپنې کارګران دې ته اړ کړل چې د برونزو بدیل ومومي. د شواهدو په توګه، په دې وخت کې د برونزو ډېری وسایل د وسلو په توګه بېرته تولید شول. د اوسپنې پراخ کارول د دې لامل شول چې په ټیټ لګښت  سره د پولادو د تولید ټکنالوژي وده وکړي،نو ان کله چې قلعي بېرته پرېمانه شوه،  اوسپنه ارزانه، پیاوړې او سپکه وه او د اوسپنې آهنګریز وسایل په تلپاتې توګه د برونزو د وسایلو ځایناستي شول.  [۱۵][۱۶][۱۷]

سرچینې