نا خالص داخلي تولید

داخلي ناخالص تولید(GDP) په یوه ټاکلي مهال کې په بازار کې د ټولو تولید شوو توکو او خدماتو پولي ارزښت دی. سړي سر داخلي ناخالص تولید (اسمي) په یوه هېواد کې د ژوند کولو د لګښت او انفلاسیون یا پړسوب د کچې توپیر نه منعکس کوي، له همدې امله د پېرلو د توان په برخه کې د داخلي ناخالصو ملي تولیداتو له اساساتو نه ګټنه د هېوادونو ترمنځ د ژوندانه د معیارونو په ارزولو کې ډېر کارېدونکی دی، په داسې حال کې چې اسمي داخلي ناخالص تولید بیا په نړیوال بازار کې د هېوادونو د اقتصاد د پرتله کولو په برخه کې ډېر کارول کېږي. د داخلي ناخالصو تولیداتو ټولیزه کچه کولای شو د هرصنعت او یا هم اقتصادي سکتور له مخې ووېشو. د یوې سیمې د ټولو وګړو له شمېر سره د داخلي ناخالصو تولیداتو نسبت سړي سر ناخالص تولیدات دي چې ورته د ژوندانه د معیارونو اوسط هم ویل کېږي.[۱][۲][۳][۴]

د داخلي ناخالصو تولیداتو تعریفونه د ګڼ شمېر ملي او نړیوالو اقتصادي بنسټونو له خوا شوي. د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان (OECD) داخلي ناخالص تولیدات داسې تعریفوي: «د تولید ټولیزه کچه په تولید کې د ټولو مېشتو ښکېلو وګړو او بنسټونو له خوا د ناخالص اضافه شوي ارزښت له ټولګې سره برابره ده (چې ټول مالیات او سبسایډي په کې شاملېږي چې د توکو په ارزښت کې نه شاملېږي)». د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) په یوه نشریه کې راغلي دي: «داخلي ناخالص تولیدات د توکو او خدمتونو وروستی پولي ارزښت اندازه کوي- کوم چې د هغه د وروستي کاروونکي له خوا اخیستل کېږي – هغه تولیدات چې په یوه هېواد کې په یو ځانګړي مهال (یوه ربع او یا هم یو کال) کې تولیدېږي».[۵][۶]

له داخلي ناخالصو تولیداتو نه تر ډېره د نړیوالې پرتلنې او د اقتصادي ودې د لوی معیار په توګه کار اخیستل کېږي. «د ملي ودې او پراختیا د نړیوال پیاوړي احصایوي شاخص» په توګه پېژندل کېږي. په ورته مهال، د الزامي ودې منتقدین استدلال کوي چې د داخلي ناخالصو تولیداتو معیارونه هېڅکله د ودې د اندازه کولو لپاره نه دي او نور کلیدي عوامل، لکه: د سرچینو استخراج، چاپېریالي اغېزې او له مزد پرته داخلي چارو ته پام نه لري. منتقدین تر ډېره د هغو پر ځای نور ورته اقتصادي ماډلونه لکه: د دونات اقتصاد (doughnut economics) وړاندیز کوي چې د بریا له ټولو معیارونو یا د OECD د غوره ژوند د معیارونو په څېر له ځای ناستو شاخصونو نه چې د انساني ودې او هوسا ژوند په برخه کې اقتصادي اغېزې اندازه کوي، کار اخلي.[۷][۸]

تاریخچه

د ۱۶۵۴ زاو ۱۶۷۶ ز کلونو ترمنځ د المان او انګلیس د جګړې پر مهال ویلیام پتي د داخلي ناخالصو تولیداتو بنسټیز مفهموم د ځمکو په مالکانو د برید په موخه چې ناعادلانه مالیات یې لګولي و وکاراوه. چارلز دیوننت دغه میتود ته په ۱۶۹۵ ز کال کې وده ورکړه. د داخلي ناخالصو تولیداتو معاصر مفهوم د لومړي ځل لپاره په ۱۹۳۴ ز کال کې د متحده ایالاتو کانګرس ته په راپور کې د سیمون کوزنتس له خوا پراختیا ومونده، چېرې چې هغه د هوساینې د معیار په توګه د هغو له کار اخیستو خبرداری ورکړ. په ۱۹۴۴ ز کال کې د برېټون ووډز له کنفرانس وروسته داخلي ناخالص تولید د یوه هېواد د اقتصاد د اندازې کولو په موخه په اصلي وسیله واوښت. دغه مهال ملي ناخالص تولید (GNP) غوره اټکل و چې له داخلي ناخالص تولید(GDP) سره یې توپیر درلود او تولید یې له هېواده بهر او د ننه د وګړو له خوا اندازه کاوه، نه «په هېواد کې د ننه بسټونو» له لوري. (د OECD پورته تعریف ته مراجعه وکړئ). په متحده ایالاتو کې له ملي ناخالصو تولیداتو نه داخلي ناخالصو تولیداتو ته بدلون په ۱۹۹۱ ز کال کې و، چې له ډېرو هېوادونو نه شا ته و. هغه رول چې داخلي ناخالصو تولیداتو په دویمه نړیواله جګړه کې ولوباوه، په سیاسي ډګر کې د ملي ودې او پراختیا د شاخص په توګه د داخلي ناخالصو تولیداتو د منلو سبب وګرځېد. په دې برخه کې مهم رول د امریکا د متحده ایالاتو د سوداګرۍ وزارت د میلټون ګلبرټ تر مشرۍ لاندې درلود چې د کوزنتس نظریات یې بنسټیز کړل.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د داخلي ناخالصو تولیداتو مفهوم باید د هغو د برآورد د مختلفو اړخونو په تاریخچه کې د بدلونونو له مخې اټکل شي. د شرکتونو له خوا د زیات شوي ارزښت محاسبه د هغوی د حسابونو له مخې ډېره اسانه ده، خو د عامه سکتور، مالي صنعتونو او نامعلومو پانګو له مخې د اضافه شوي ارزښت اندازه کول ډېره پېچلې چاره ده. دغه چارې په پرمختللو اقتصادونو کې مخ پر زیاتوالي اهمیت لري، چې د داخلي ناخالصو تولیداتو په برخه کې په زیاتولو او یا کمولو حاکم نړیوال کنوانسیونونه په منظم ډول له صنعتي پرمختګونو سره په همغږي ډول ځان برابروي. د یوه اقتصادي کارپوه په خبره: «د داخلي ناخالصو تولیداتو لپاره رښتینې شمېره، د شمېرو پراخه ټولګه او په اومو موادو باندې د ترسره شوو چارو پېچلې ټولګه ده، څو هغه د خپل مفهمومي چوکاټ سره یوشان کړي».[۱۴]

داخلي ناخالص تولیدات، په ۱۹۹۳ ز کال کې هغه مهال چې چین هغه د اقتصادي چارو د شاخص په توګه په رسمي ډول ومانه، نړیوال شو. له دې وړاندې، چین له مارکسیستي نظریې نه په الهام اخیستو سره په یوه ملي محاسبوي سیستم تکیه لرله.[۱۵]

د داخلي ناخالص تولید ټاکل

داخلي ناخالص تولیدات له درېو لارو نه په کار اخیستلو ټاکل کېږي، چې له تیوریکي پلوه، ټول باید یوه پایله وړاندې کړي. دا د تولید طریقه (تولید او یا هم اضافه شوی ارزښت)، د عاید طریقه او د اټکل شوي لګښت طریقه ده، چې په یوه اقتصاد کې د ټول تولید استازیتوب کوي.

د دغو لارو چارو تر ټولو مستقیمه لار د تولید لار ده، هغه چې په هره برخه کې تولیدات جمع کوي، څو ټولیزه مجموعه پیدا کړي. د لګښت لار بیا په دې اصل کار کوي، چې ټول محصولات باید د یو چا له خوا وپېرل شي، له دې امله باید د ټولو تولیداتو ارزښت باید د وګړو له خوا د هغو د پېرلو له ارزښت سره برابر وي. د عاید لار بیا په دې اصل ولاړه ده چې، د تولیدي فکتورونو عاید («تولید کوونکو»، په شفاهي ډول) باید د تولید له ارزښت سره برابر وي، چې ناخالص داخلي تولیدات د تولید کوونکو د عاید له ټولګې نه معلوموي.[۱۶]

نړیوال معیارونه

د داخلي ناخالصه تولیداتو د اندازه کولو نړیوال معیارونه د ملي حسابونو د سیستم (System of National Accounts) په کتاب کې (۲۰۰۸ ز کال) راغلي دي چې: د پیسو نړیوال صندوق، اروپایي اتحادیې، د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان، ملګرو ملتونو او نړیوال بانک معیارونه د استازو له خوا برابر شوي دي. دغه نشریه معمولاً د SNA2008 په نوم یادېږي، څو په ۱۹۹۳ ز کال (SNA93) او ۱۹۶۸ ز کال (SNA68) کې د هغو له پخوانیو چاپ شوو نسخو یې توپیر وشي.[۱۷]

SNA2008 د یو شمېر اصولو او قوانینو ټولګه، د ملي حسابونو د اندازه کولو په موخه وړاندې کوي. دغه معیارونه داسې طراحي شوي دي چې باید انعطاف منونکي وي، څو په سیمه ییزو احصایوي شرایطو او اړتیاوو کې توپیرونو ته اجازه ورکړي.

په ملي کچه اندازه کول

داخلي ناخالص تولیدات په عمومي توګه د یوې ملي احصایوي ادارې له خوا اندازه کېږي، ځکه چې د خصوصي سکتور بنسټونه په ټولیزه توګه د اړتیا وړ معلوماتو ته لاسرسی نه لري (په ځانګړې توګه د دولتونو له خوا د لګښتونو او تولید معلوماتو ته).

سرچینې