ګرېګور منډېل

ګرېګور یوهان منډېل (۲۰ جولای ۱۸۲۲- ۶ جنوري ۱۸۸۴) هوا پېژندونکي (مېټرولوژېسټ)، ریاضي پوه، بیالوژي پوه، اګسوستنین کلیسا غړی (Augustinian friar) او د موراویا مارګراتیو (Margraviate of Moravia) په برنو سیمه کې د سنت توماس کلیسا کشیش و. منډېل د اتریش د سترواکۍ (اوسنی چک جمهوریت) په سیلیسین (Silesian) برخه کې په یوه آلمانۍ کورنۍ کې وزېږېد او له مړینې وروسته د ژنتیک د علم د بنسټګر په توګه وپېژندل شو. له دې سره چې بزرګر له زریزو راهیسې پوهېدل چې د بوټو او حیواناتو ترمنځ دوه رګه پیوند شتون لري او کېدلای شي د مطلوبو صفاتو په ګته وي، د نخود په بوټي د منډېل څېړنه چې د ۱۸۶۵ او ۱۸۶۳ کلونو پر مهال یې ترسره کړه، ګڼ شمېر د وراثت قوانین یې رامنځته کړل چې اوس مهال د منډېل د وراثت د قوانینو په توګه یادېږي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

ګرېګور منډېل
(الماني: Gregor Mendel)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګرېګور منډېل
ګرېګور منډېل

د شخص معلومات
زیږون نوم(الماني: Gregor Johann Mendel)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت۲۰ جولای ۱۸۲۲[۲][۳][۴]
مړینه6 جنوري 1884 (62 کاله)[۵][۶][۷][۸][۱][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
برنو [۱][۱۰][۱۴]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهبکاتولیکه کلیسا [۱]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلکبيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان) [۱][۱۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)آلماني ژبه [۱۶][۱][۱۷]
لاتين ژبه
چيکی ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهجنتیک [۱]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼهد تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

منډېل د نخود د بوټي په اوو ځانګړنو څېړنه وکړه: د بوټي لوړوالی، د نخود د پوښ ډول او رنګ، د تخم ډول او رنګ او د هغو د ګل رنګ او موقعیت. د بېلګې په توګه د تخم رنګ، مانډېل څرګنده کړه کله چې د نسل اصلي تولیدونکی زېړ نخود له بل تولیدونکي شنه نخود سره پیوند شي د دوی ګډ ډول د زېړو نخودو دانې تولیدوي. په داسې حال کې چې د هغو په راتلونکي نسل نخودو کې یو په درې برخه شین او زېړ رنګه نخود تولیدوي. هغه د دغې پدېدي یا ښکارندې د تشریح کولو په موخه د غالب "recessive" او مغلوب "dominant" اصطلاحات د هغو ځانګړو خواصو ته اړوند وکارول. په مخکني مثال کې د شین صفت چې ښکاري په خپل لومړي نسل کې له منځه تللی مغلوب بللی او زېړ رنګ غالب. هغه خپل دغه کار په ۱۸۶۶ ز کال کې خپور کړ، چې د پټو عواملو اغیز یې – چې اوس ورته ژن ویل کېږي-  د یو ژوندي موجود د پخلي وړ صفاتو په ټاکلو کې ښکاره کړ.

د مونډېل د چارو بنسټیز اهمیت تر هغه مهاله ( له څه باندې دریو لسیزو څخه وروسته) چې په شلمه پېړۍ کې د ده قوانین بیاځلي کشف شول درک نشو. ایریخ ون تشېرمک(Erich von Tschermak)، هوګو دي وریس (Hugo de Vries) او کارل کورینس (Carl Correns) په ۱۹۰۰ ز کال کې د مانډېل د تجربو یو شمېر موندنې په خپلواک ډول تائید کړې، او د ژنتیک نوې دوره پیله شوه.[۲۳][۲۴]

ژوند او مسلک

منډېل په آلماني ژبه ویونکې چکي کورنۍ کې، د اتریش د سترواکۍ  د ماراوین – سیلیسن (Moravian-Silesian) پولې (چې اوس د چک جمهوریت برخه ده) په هاینسیس (Hynčice) (په جرمني کې هایزندورف بی اودراو Heinzendorf bei Odrau ) سیمه کې وزېږېد. هغه د آنتون او روسین (سوېرتلیچ) ماندېل زوی و چې د ویرونیکا په نوم یوه مشره او تریسیا په نوم یې کشره خور لرله. هغوی په یوه کرونده کې ژوند او کار وکړ کوم چې له ۱۳۰ کلونو څخه د مانډېل کورنۍ ته اړونده وه (هغه کور چې مانډېل په کې زېږېدلی اوس مهال د مانډېل په نوم موزیم په کې جوړ شوی). د ماشومتوب پر مهال هغه باغواني وکړه او د شاتو د مچیو د ساتنې په برخه کې یې زده کړه وکړه. په ځوانۍ کې هغه د اوپاوا (Opava )(چې په جرمني کې ورته ټرافو Troppau ویل کېدل) په نوم جمنازیوم ته لاړ. هغه د مریضۍ له امله اړ شو چې په دغه جمنازیوم کې د زده کړو پر مهال څلور میاشتنۍ رخصتي واخلي. له ۱۸۴۰ تر ۱۸۴۳ ز کال پورې هغه د الوموک پوهنتون (University of Olomouc) د فلسفې په پوهنځي کې فلسفه او فزیک په عملي او نظري بڼه ولوستل، خو د ناروغۍ له امله یې بل کال رخصتي واخیسته. هغه د زده کړو د دوام په موخه له مالي ستونزو سره مخ شو، خور یې تریسیا هغه ته خپله مهریه ورکړه. چې بیا وروسته هغه د هغې له دریو زامنو سره مرسته وکړه چې دوه یې ډاکټران شول.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

هغه تر یوه حده راهب شو ځکه له دې لارې ده وکولای شول له لګښت پرته لوړې زده کړې وکړي. د یوه زحمت کش بزګر د زوی په توګه د راهب په توګه ژوند د هغه په خپله وینا، هغه یې " د ژوندانه د لګښتونو پوره کولو د دوامداره تشویش" څخه خلاص کړ. هغه چې یوهان منډېل نومېده وروسته له هغه وروسته چې له اګوستینین راهبانو (Augustinian monks) سره یوځای شو د ګرېګور نوم ورته ورکړل شو.[۲۹][۳۰][۳۱]

هغه مهال چې منډېل د فلسفې پوهنځۍ ته شامل شو، د طبیعي تاریخ او کرنې د پوهنځۍ مشري یوهان کارن نیستلر (Johann Karl Nestler) کوله چې د بوټو او حیواناتو په ځانګړې توګه د پسونو د ارثي ځانګړنو په برخه کې یې ګڼ شمېر څېړنې کړې وې. هغه د فزیک د ښوونکي فریدریش فرانس (Friedrich Franz) په لارښوونه په برنو کې (چې په جرمني ورته Brünn ویل کېږي) د اګوستنین ډلې سنت توماس صومعې ته لاړ او د کشیش په توګه یې په زده کړو پیل وکړ. مانډېل په عالي لیسه کې د ځای ناستي ښوونکي په توګه کار وکړ. په ۱۸۵۰ ز کال کې هغه د خپلو دریو ازموینو څخه په تقریري ازموینه کې پاتې راغی او وه یې نشو کړای د ښوونځي رسمي ښوونکی شي. په ۱۸۵۱ ز کال کې هغه د ویانا (University of Vienna) پوهنتون ته ولېږل شو څو وکولای د کشیش کیرل فرانتشیک ناپ (Abbot Cyril František Napp) په مالي ملاتړ نورې رسمې زده کړې ترلاسه کړي. په ویانا کې د فزیک په برخه کې د هغه ښوونکی کریسټین دوفلر (Christian Doppler) و. منډېل خپلې صومعې ته په ۱۸۵۳ ز کال کې د ښوونکي، په ځانګړې توګه د فزیک د ښوونکي په توګه بېرته راوګرځېد. په ۱۸۵۶ ز کال کې هغه په رسمي توګه د ښوونکي کېدو په موخه بیاځلي امتحان ورکړ خو بیا په تقریري امتحان کې پاتې راغی. په ۱۸۶۷ ز کال کې هغه د ناپ (Napp) پر ځای د صومعې کشیش وټاکل شو.[۳۲][۳۳][۳۱][۳۴]

وروسته له هغې چې په ۱۸۶۸ ز کال کې یې د کشیش په توګه وده وکړه، د هغه علمي چارې تر ډېره پای ته ورسېدي، ځکه د ملکي دولت له خوا په مذهبي بنسټونو باندې د ځانګړو مالیاتو د لګولو له امله د هغه اداري مسئولیتونه زیات شول. منډېل د ۱۸۸۴ ز کال د جنوري په ۶ مه د ۶۱ کلونو په عمر د اطریش – هنګري (اوسني چک جمهوریت) د مارویا په برنو سیمه کې د ګردو له ناروغۍ ومړ. چکي کمپوز جوړونکي لیوش یانچک (Leoš Janáček) د هغه د جنازې په مراسمو کې ارګون () وغږوه. د هغه له مړینې وروسته د هغه ځای ناستي کشیش د منډل ټول اسناد وسوزول څو د مالیاتو پر سر د هغه ټول جنجالونه له منځه یوسي.[۳۵]

د مانډېل علمي لاسته راوړنې

د بوټو د پیوند کولو تجربه

منډېل چې د "معاصر ژنتیک پلار" ګڼل کېږي، د صومعې په ۲ هکتاره (۴.۹ اکر) ازمایښتي باغ کې یې د بوټو د تنوع په هکله مطالعات پیل کړل.[۳۶]

د نخودو په بوټي له لومړنیو تجربو وروسته، منډېل د بوټو د اوو ځانګړونو په اړه چې له نورو ارثي صفاتو څخه په جلا ډول رامنځته شوې وې پر څېړنو پیل وکړ: د تخم ډول، د ګل رنګ، د دانې د پوښ رنګ، د پوښ ډول، د نارسېدلي پوښ رنګ، د ګل موقعیت او د بوټي لوړوالی. په پیل کې هغه د تخم ډول ته پام وکړ، چې زاویه وي یا ګرد دی. د ۱۸۵۶ او ۱۸۶۳ ز کلونو ترمنځ منډېل نږدې ۲۸ زره بوټي وکرل او ورباندې یې ازمیښتونه وکړل، چې ډېری یې د نخودو بوټي و. (Pisum sativum). دغو څېړنو څرګنده کړه هغه مهال چې د نسل د اصلاح په موخه بېلابېل ډولونه له یو بل سره پیوند شي (د بېلګې په توګه لوړ بوټي د کوچنیو بوټو په واسطه القاح شي)، په دویم نسل کې د نخودو له څلور بوټو څخه یو یې د اصیلو مغلوبو صفاتو لرونکی وي، له هرو څلورو یې دوه بشپړ دوه رګه شوي او یو بل یې خپل اصلي غالب صفات ساتلي. د هغه تجربو دوه کلیات، د توپیر قانون (Law of Segregation) او د خپلواکې طبقه بندۍ قانون (Law of Independent Assortment) رامنځته کړ، چې وروسته د منډېل د وراثت د قوانینو په توګه وپېژندل شول.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

د منډېل د چارو په اړه لومړني غبرګونونه

منډېل خپله مقاله، "Versuche über Pflanzenhybriden" (د بوټو د پیوند کولو تجربې) تر عنوان لاندې د موراویا په برونو کې د طبیعي تاریخ ټولنې ته د ۱۸۶۵ ز کال د فبرورۍ په اتمه او د مارچ په اتمه په دوه ناستو کې وړاندې کړه. په محلي ورځپاڼو کې یې په اړه څو راپورونه خپاره شول، خو د علمي ټولنې له خوا رد شوه. کله یې چې مقاله په ۱۸۶۶ ز کال کې د برونو د ویرینس د علمي ټولنې په Verhandlungen des naturforschenden ژورنال کې خپره شوه، تر ډېره د وراثت پر ځای د پیوند کولو اړوند څرګنده شوه، اغیز یې کم و او تر راتلونکو ۳۵ کلونو پورې هغه درې ځلې یاده شوه. هغه مهال د ده مقاله تر نیوکو لاندې ونیول شوه، خو اوس د یوه اساسي اثر په توګه ورته پام کېږي.[۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

سرچینې