چکي ژبه

چېکي ژبه
Český jazyk
Čeština
ویل کېږی په چېک جمهوريت
سلواکیا
اتریش
پولنډ
رومانیا
سربیا
د امريکا متحده ايالات
ټول وییونکی۱۲ میلیونه
د ژبې کورنید هند-اروپایی ژبې
سلاوي ژبې
د لويديځ سلاوي ژبې
چېکي ژبه
د لیکلو بڼهد چيک د لاتين الفبا
د ژبې د پرمختگ ادارهÚstav pro jazyk český
رسمي ژبه په چېک جمهوريت
اروپايي اتحاديه

چېکي ژبه( په چيکی: Český jazyk ) د لوېديځی سلاوی ژبو څخه يوه ژبه ده چی د اروپا په مرکزکی ويل کېږی. دغه ژبه د چيک د جهوريت رسمی ژبه ده. چيکی ژبه هم په سلواکيا، پولنډ، اوکراين رومانيا ، کاناډا او امريکا کی ويل کېږی. چيکي ژبه ادبي او محاروي فورم ( شکلونه ) لري. ادبی ژبه په ورځپانه، تيلويزيون او راديو کی استعمالېږی.چيکی ژبه د ۲۰۰۴ کال څڅه د اروپا د مشترکو هېوادو رسمی ژبه ده.

تاريخ

د چيک په هيواد کی د ۹ پيړی څخه تر ۱۱ پېړی پورې په ادبيات کی پخوانی سلاوی ژبه کارېده. هغو ژبو د خاض ليکنی څخه کار واخيست. هغه ليک په اوس وخت کی د هلاهوليڅې ( Hlaholice) په نوم يادېږی. د کونستانتين ژوند تر ټولو پخوانی کتاب دی چی په پخوانی سلاوی ژبه کی ليکل شوی دی. د ۱۱ پېړی څخه د چيک په هېواد کی مذهبی کتابونه ليکل کېده. په ۱۳ پېړی کی لمړی چېکي کتابونه وليکل شول. د داليميل د پېښو کتاب لمړی کتاب دی چی په چيکی ژبه کی په ۱۳۱۴ کال کی وليکل شو. په ۱۵ پېړی کی د چيکی ژبی د سم ليک د يان هوس لخوا اصلاح شو. یان هوس د پوهنتون استا‌ذ او کشيش وو چې د چيکی ژبې ليکنه يې آسانه کړه . د هوس مذهبی کتابونه په چيکی او لاتيني ژبې کی وليکل شول. په ۱۶ پېړی کی د چيک ادابيات اوج ته ورسېدل. په ۱۶۲۰ کال کی د چيک اشرافو د اطريش د حکمران په خلاف قيام وکړل. د چيک اشرافیان د اطريش د پوځ لخوا ماته وخوړله او د چيک علما مجبور شول چی بهر ته ولاړ شی. په دی وخت کی د اطريش حکمرانانو د چيک پر خلکو ظلمونه کول او د چيک کتابونه يې په اور کی سوخول. مهم کتابونه يوازې په آلمانی او لاتين ليکل کېده. په ۱۹ پېړۍ کی د چېک د ژبی ترقی بیا پېل شوه. د چېک ژبه بوهانو د سلاوی ژبو د الفاظو په مرسته غنی کړه. مثلا : د چېک کلمه (vzduch ) په پښتو هوا د روسی ژبه څخه چېکي ژبه ته راغلی ده. د هغه وخت تر ټولو مشهور ژبه پوه یوسیف یونگمان ( ۱۷۷۳ـ۱۸۴۷ ) وو. یوسیف یونگمان نوی چېکي کلمې جوړې کړې او د سلاوی ژبو د کلمو په مرسته یی چېکي ژبه غنی کړه. د دی په سبب هر چېک په سلواکی، پولندی، سربی او روسی کلمو پوهېدلای سی. چېکي- آلمانی قاموس او د چېک د ادبیات تاریخ د یوسیف یونگمان تر ټولو مشهور کتابونه دی. په ۱۹۱۸ کال کی د چکوسلواکیا تر تاسیسولو وروسته چېکي ژبه د عمومی ژوند ټول سیمو ته وغزېده.په اوس وخت کی چېکي ژبه د گلوبالیساتیون (Globalization ) په سبب د انگلیسی کلمو څخه غنی کېږی.

چېکي ژبه

چېک ژبه تل په لمړنی څپه (هجا ) کی اکڅنت لری.د دغه ژبه پنځه د علت توری او ۲۴ بی رغه توری لری. د گرامر په مطابق چېکي ژبه د حال زمانه، راتلونکی زمانه ، تیره زمانه، دری گرامری نسلونه ( مذکر، مونث او منځنی جنس )، ۷ گرامری حالتونه، مفرد او جمع لری. د چېکي ژبه د کلمو ردیف ( مبتدا - فعل ـ خبر ) دی.

د گرامر نسلونه

چېکي ژبه دری گرامر نسلونه لری.

  • د مذکر نسل
  • د مونث نسل
  • منځنی جنس

د جمله جوړول

د چېکي ژبه د کلمو ردیف مبتدا - فعل - خبر دی.

  • jsem student یا Jsem student
  • زه یم شاگرد ( مبتدا - فعل - خبر ) یا یم شاگرد ( فعل - خبر ) د چېکي ژبه د کلمو ردیف
  • زه شاگرد یم ( مبتدا - خبر - فعل ) د پښتو د کلمو ردیف
  • jsem studentka یا Jsem studentka
  • زه یم شاگرده یا یم شاگرده (د چېکي ژبه د کلمو ردیف)
  • زه شاگرده یم

( زه = مبتدا، یم = فعل، شاگرد / شاگرده = خبر ) (د پښتو د کلمو ردیف)

د چېک د لاتین الفبا

د چېکي الفبا لاسى نسخې
LetterNameIPA value
A aá/a/
Á ádlouhé á/aː/
B b/b/
C c/ts/1
Č ččé/tʃ/1
D d/d/
Ď ďďé/ɟ/
E eé/ɛ/
É édlouhé é/ɛː/
* Ě ěije,
é s háčkem
/ɛ/, /jɛ/
F fef/f/
G g/ɡ/
H h/ɦ/²
Ch chchá/x/²
I ií,
měkké í
/ɪ/
Í ídlouhé í,
dlouhé měkké í
/iː/
J j/j/
K k/k/
L lel/l/
M mem/m/
N nen/n/
Ň ň/ɲ/
O oó/o/
Ó ódlouhé ó/oː/
P p/p/
Q qkvé/kv/
R rer/r/
Ř ř/r̝/³
S ses/s/
Š š/ʃ/
T t/t/
Ť ťťé/c/
U uú/u/
Ú údlouhé ú,
ú s čárkou
/uː/
* Ů ůů s kroužkem/uː/
V v/v/
W wdvojité vé/v/
X xiks/ks/
Y yypsilon,
krátké tvrdé í
/ɪ/
Ý ýdlouhé ypsilon,
dlouhé tvrdé í
/iː/
Z zzet/z/
Ž žžet/ʒ/