د حزب الله اسلامی غورځنگ

حزب الله ( په عربی کې: المقاومة الإسلامية في لبنان) یا د لبنان د اسلامی مقاوت غورځنگ یوه اسلامی سیاسي او پوځي ډوله ډله ده، چې د لبنان په هېواد کې شتون لري.داغورځنگ د ۱۹۸۰ز کلونو په لومړیو کې د روح الله خمیني د سیاسي اسلام په اېډیالوجۍ راولاړه شوه، او د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه.[۱][۲][۳][۴][۵] دا ډله د لبنان په کورنۍ جگړې کې د ایران د پاسداران انقلاب سپاهیانو لخوا وروزل شوه. او د ایران د مالی، سياسي او مذهبي تایید وړ وگرځېد.[۶] حزب الله درې بنستیزې موخې لری، چې هغه عبارت دی له:

  • لومړی: له لبنان څخه د لودیځ امپریالېستۍ د اثارو ورکونه.
  • دویم: د لبنان .... مجازات کوونه.
  • درېیم: په لبنان کې د شیعه اسلامی واکمنۍ منځته راوړنه.[۷]د حزب الله ډله د ځينو هېوادونو په لړلیکونو کې د یوه اورپکې ډلې په توگه ثبت ده.[۸]
حزب‌الله لبنان
د حزب الله رسمي نښان
لارښودسید حسن نصرالله
بنسټ اېښودنه۱۹۸۵–۱۹۸۲
(په رسمي توگه)
دیناسلام
سیاسي اېډیالوجیاسلامپاله-ملتپاله
ملتلبنانی

د حزب الله په اړه د مخالفینو نظر

د لبنانی حزب‌ الله لارښود د اسراییل او حزب الله د جگړې په لومړی تلین، کی برخه لری . دغه ډله یوه عربی مسلمان ډله ده چی اسرایلیانو ته د لمړی خل لپاره د ماتی ترخه خوند و ر په برخه کړل . د ایران د فا رس خبری اژانس د رپورت سره سم ، د اسراییلو ، لومړی وزیر اېهود اولمرت له لبنان سره جگړه کې له ماتې وروسته د حزب الله ډ لې په اړه وویل ، چې دا ډ له نه ختمېدونکې او نه ماتېدونکې بللې .

لارښودان

تړلې موضوعگانې

سرچینې

بهرنې تړن