د حماس اسلامي غورځنگ

د حماس اسلامي غورځنگ د (حرکة المقاومة الاسلامية) لنډيز دی، ددې ويي مانا ده، غښتلې او زړور. دا غورځنگ د فلسطين يو له خپلواکۍ غوښتونکيو غورځنگونو څخه دی، چې هم سياسي، ټولنيز او پوځي اړخونه لري. د حماس ډله د اسراييلو د زور زياتي په مقابل کې د فلسطينيانو د حقوقو مدافع ډله ده، چې د شېخ احمد ياسين په لاس کال ۱۹۸۷ز د غزې په تړانگه کې جوړ شو.

حماس

حرکة المقاومة الاسلامیة

د حماس غورځنگ نښان
مشرخالد مشعل
اسماعیل هانیه
بنسټ اېښودنه۱۹۸۷
بنسټ اېښودونکېشېخ احمد یاسین
دیناسلام
سیاسي اېډیالوجیاسلامپاله- ناسیونالیست عرب
اصلي څایغزه