د ناګورنو-قره باغ لومړۍ جګړه

د ناګورنو-قره باغ لومړۍ جګړه یوه توکمي او مځکنۍ جګړه وه چې د ۱۹۸۸ کال له فبروري څخه د ۱۹۹۴ کال تر مې میاشتې پورې د آذربایجان په سویل لویدیځ کې د ناګورنو-قره باغ په سیمه کې د ارمنستان په ملاتړ د ناګورنو- قره باغ د اکثریت ارمني قومي ډلې او د ترکيې په ملاتړ د آذربایجان جمهوریت تر منځ ونښته. د جګړې له پرمختګ سره ارمنستان او آذربایجان دواړو خپل پخوانۍ شوري جمهوریت چې لا اعلان شوی نه و د قره باغ په لوړو غرونو کې په غرنۍ جګړه کې ښکېل کړ تر څو په ناګورنو-قره باغ کې د جلاغوښتونکی غورځنګ مخنیوی وکړي.  

د دغې محصورې سیمې (ارستاخ) پارلمان له ارمنستان سره اتحاد ته مثبته رایه ورکړې وه او د آذربایجان ناګورنو-قره باغ خلکو یوه بایکاټ شوې ټولپوښتنه تر سره کړه چې په هغه کې له ۸۲.۲ سلنه برخه‌والو څخه ۹۹.۸۹ سلنه خلکو د خپلواکۍ په ګټه رایه ورکړه. د ارمنستان سره د اتحاد تقاضا په ۱۹۸۸ کال کې په نسبتاً سوله‌ییز ډول پیل شوه؛ په ورپسې میاشتو کې د شوروي اتحاد د له‌منځه تللو سره په ورو ورو د ارمنیانو او آذربایجانیانو تر منځ په یوه نښته بدله شوه چې له زیاتېدونکي تاوتریخوالي سره مل وه او د توکمي پاکولو لامل شوه، چې د ارمنیانو پر وړاندې د سومګایټ (۱۹۸۸) او باکو (۱۹۹۰) وژنې، د ګوګارک ټولوژنه (۱۹۸۸) او د آذربایجانیانو پر وړاندې د خواجه‌لې وژنه (۱۹۹۲) په کې شاملې وې. د دغو دواړو تر منځ توکمي نښتې لږ وروسته له هغې پیل شوې چې د ناګورنو-قره باغ خپلواکې سیمې پارلمان (NKAO) د ۱۹۹۸۸ کال د فبرورۍ په ۲۰مه په آذربایجان کې له ارمنستان سره د سیمې اتحاد ته رایه ورکړه. له آذربایجان څخه د جلاوالي اعلان د یوې مځکنۍ جګړې د نښتې اوج و. کله چې آذربایجان له شوروي اتحاد څخه خپله خپلواکي اعلان کړه او د دغې چاپېرې سیمې د دولت واک يې له‌منځه یوړ، زیاتره ارمنیانو له آذربایجان څخه جلاوالي ته رایه ورکړه او په دې بهیر کې یې د ناګورنو-قره باغ جمهوریت اعلان کړ چې په رسمیت نه و پېژندل شوی.    [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د ۱۹۹۲ کال په لومړيو کې پراخو جګړو جوش وکړ. ترکیې خپل اجیر پوځیان د جګړې لپاره آذربایجان ته ولېږل او د بشري مرستو په ګډون يې ارمنستان ته د سوداګرۍ په بندولو کې مرسته وکړه. په اروپا کې د امنیت او همکارۍ کنفرانس (CSCE) په ګډون د څو نړیوالو ډلو په‌واسطه منځکړیتوبونو ونه شوی کولی چې د دواړو لور په همکارۍ یو پرېکړه لیک ته ورسي. ارمني ځواکونو د ۱۹۹۳ کال په لومړيو کې له خپلې محصورې سیمې څخه بهر ۷ اکثریت آذربایجاني مېشتې ولسوالۍ ولکه کړې او په سیمه کې یې د نورو هېوادونو لاس وهنه تهدید کړه. په ۱۹۹۴ کال کې د جګړې په پای کې ارمنیانو د آذربایجان شاوخوا خاورو په ځانګړي ډول د کریډور لاچین د ترلاسه کولو سربېره د خپلې محصورې سیمې بشپړ کنترول ترلاسه کړ دا هغه غرنی بندر دی چې نارګورو- قره باغ د ارمنستان له اصلي خاورې سره نښلوي. اوربند د ۱۹۹۴ کال په مې میاشت کې د روسیې په منځګړیتوب لاسلیک شو. [۷]

په پایله کې ۷۲۴۰۰۰ آذربایجاني ارمنستانیان له ناګورنو-قره باغ او شاوخوا سیمې څخه اخراج شول، په داسې حال کې چې په آذربایجان یا د ارمنستان په سرحدي سیمو کې مېشت له ۳۰۰۰۰۰ تر ۵۰۰۰۰۰ ارمنیان بې‌کوره شول. د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته د ډېرو کلونو له تېرېدو سره د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ( OSCE) د مینسک ډلې په منځکړيتوب د ارمنستان او آذربایجان تر منځ د سولې منظمې خبرې ترسره شوې خو د سولې تړون د لاسلیکولو لامل نه شوې. دې چارې د ناګورنو-قره باغ سیمه په یو قانوني ځوړند حالت کې پرېښوه او د ارتساخ جمهوریت یو خپلواک دفاکتو دولت پاتې شو خو په نړیواله کچه په رسمیت ونه پېژندل شو. روان تاوتریخوالی چې له کله ناکله نښتو سره مل و په‌خپل حال پاتې شو. ارمنیايي ځواکونو په ۲۰۲۰ کال کې د ناګورنو-قره باغ د دویمې جګړې تر مهاله د خپلې ولکې له سیمې څخه بهر د آذربایجان د خاورې تقریباً ۹ سلنه برخه اشغال کړه.

مخینه/پسمنظر

اوس مهال د ناګورنو-قره باغ ځمکنۍ بشپړتیا د ارمنیانو او اذربایجانیانو تر منځ یوه سخته د اختلاف وړ سیمه ده. د اوسنیو نښتو جرړې تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته پېښو ته رسېږي. د ۱۹۱۷ کال په نوامبر کې د روسیې سترواکۍ د زوال او د بلشویکیانو لاس ته د واک لوېدلو په ترڅ کې د سویلي قفقاز درېیو اصلي ډلو ارمنیانو، آذربایجانیانو او ګرجيانو په سیمه کې د سیاسي حکومت د طبیعت په اړه د توافق هڅه وکړه. د ۱۹۱۸ کال په پسرلي کې د سویلي قفقاز د دیموکراتیک فېدرال جمهوریت په چوکاټ کې د مشترک سیاسي واک د رامنځته کولو هڅه د عثماني سترواکۍ د پوځي یرغل له امله بې‌پایلې پاتې شوه. د ۱۹۱۸ کال په مې میاشت کې د ارمنستان، آذربایجان او ګرجستان ملي جمهوریتونو په جلا جلا توګه په رسمي ډول له روسیې څخه خپله خپلواکي اعلان کړه. [۸]

د ارمنستان – آذربایجان جګړه

ډېر زر د ارمنستان د لومړي جمهوریت او د آذربایجان د دیموکراتیک جمهوریت ترمنځ په درېیو سیمو په ځانګړي ډول: نخجوان، زنګزور (اوسني ارمنستاني ولایتونه سیونیک او وایتز دزور) او په‌خپله قره باغ کې جګړه پیل شوه.

ارمنستان او آذربایجان د دغو درېیو سیمو د احتمالي پولو پر سر شخړه وکړه. د ناګورنو قره باغ ارمنستانیانو هڅه کوله چې سیمه د ارمنستان له جمهوریت سره متحده کړي. په لومړۍ نړیواله جګړه کې د عثماني سترواکۍ تر ماتې وروسته پوځیان د ارمنستاني جنرال اندرانیک اوزانیان په مشرۍ قره باغ ته داخل شول او د ۱۹۱۸ کال په ډېسمبر کې د سیمې پلازمېنې شوشا ته لاړل چې تازه داخل شویو انګلیسي پوځیانو ودرول. بریتانیوی قومندان، اندرانیک ته وړاندیز وکړ چې پر شوشا له لښکرلېږد څخه ډډه وکړي او پرېږدي چې د ارمنستان او آذربایجان مځکنۍ لانجې د پاریس د سولې په راتلونکې کنفرانس کې د ډیپلوماتانو غونډې ته وړاندې شي. په ورته وخت کې انګلیسانو پرېکړه وکړه چې اذربایجاني سیاستوال خسروف بېګ سلطانوف د لنډمهالي والي په توګه منصوب کړي، خو ټينګار یې درلود چې ټول لوري د سولې د کنفرانس پرېکړې ته په تمه شي. لږ ځنډ وروسته متناوبې جګړې پیل شوې او د بریتانيا د وتلو په دوام يې د ۱۹۱۹ کال په لومړیو کې زور واخیست. تاوتریخوالی د ۱۹۲۰ کال د اپرېل په لومړیو کې د آذربایجاني پوځیانو په واسطه د شوشا له نسبي ویجاړي سره اوج ته ورسېد. [۹][۱۰][۱۱]

د شوروي وېش

د ۱۹۲۰ کال په اپرېل کې د شوروي ۱۱م پوځ پر قفقاز برید وکړ او د دوو کلونو په موده کې یې د شوروي د سویلي قفقاز فېدارتیو سوسیالیستي جمهوریتونه جوړ کړل. بلشویک یانو د قفقاز د دفتر (چې د کاوبورو په نوم پېژندل کېږي) په نوم ۷ کسیزه کمېټه رامنځته کړه. کاوبورو چې د ملیتونو لپاره د خلکو د کمیسارۍ په نظارت تاسیس شوه په قفقاز کې یې د بې‌شمېره ملي مسائلو د حل مسولیت پر غاړه و. د ۱۹۲۱ کال د جولای په څلورمه کمېټې د ارمنستان تازه تاسیس شوي شوروي سوسیالیستي جمهوریت ته د ناګورنو قره باغ د انتساب په ګټه ۳-۴ رایې ورکړې، خو یوه ورځ وروسته یې خپله پرېکړه بدله کړه او د شوروي آذربایجان سوسیالیستي جمهوریت ته یې د سیمې د پرېښولو په ګټه رایه ورکړه.   [۱۲][۱۳]

تاریخ پوهان لا هم په وروستۍ شېبه کې د کابورو د پرېکړې د معکوس‌والي د دلیل په اړه بحث کوي. لومړنۍ څېړنې داسې استدلال کوي چې دا پرېکړه د یو شوروي تابعیته پالیسۍ په‌واسطه هدایت کېده چې د بېلابېلو توکمي او ملي ډلو تر منځ د اختلاف رامنځته کولو په لټه کې وه. شوروي د ناګورنو- قره باغ سربېره د نخجوان د ډېرو ارمني لږکیو مېشته سیمه چې د ارمنستان د سرحد په‌واسطه بېله شوې وه د آذربایجان په خاوره بدله کړه. نورو وروستیو څېړنو جغرافیې، د شوروي اقتصادي پالیسۍ او د ترکیې له ملت‌پال مشر مصطفی کمال سره د نږدې اړیکو ډاډمنتیا ته اشاره کړې چې په شدید ډول د شوروي په پرېکړه نیولو کې رول لري.  [۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې