د پولينډ - ليتوانيا د ګډو ګټو دولت


د پولينډ او ليتوانيا د ګډو ګټو دولت په رسمي ډول د پولينډ او د ليتوانيا د ستر ډچي پاچاهي “Kingdom of Poland and Grand Duchy of Lithuania” په نوم او له ۱۷۹۱ ز کال څخه وروسته د پولينډ د ګډو ګټو دولت په توګه د پولينډ او ليتوانيا يو هېواد او اتحاديه وه، چې اتحاديه کې يو ګډ يا عمومي مشر به پرې حکومت کاوه، چې د پولينډ پاچا او د ليتوانيا ستر ديوک دواړو دنده به يې درلوده. دا له ۱۶ تر ۱۷ پورې د اروپا يو له تر ټولو لويو او نامتو هېوادونو څخه و. د ګډو ګټو دولت د خپل ستر ځمکني پراخوالي له مخې د ۱۷ پېړۍ په لومړيو کې نږدې ۱۰۰۰۰۰۰ کېلو متر مربع (۴۰۰۰۰۰ ميل مربع) سيمه وپوښله او او تر ۱۶۱۸ ز کال پورې يې نږدې ۱۲ ميليون ګڼ توکميز نفوس درلود. پولينډي او لاتيني د دولت دوه ګډې رسمې ژبې وې. [۱][۲][۳][۴][۵]

د ګډو ګټ، دولت د ۱۵۶۹ز کال جولای کې د لوبلېن اتحاديې “Union of Lublin” له لورې رامنځته شوی و، مګر د پولينډ د پاچاهۍ تاج “Crown of the Kingdom of Poland” او د ليتوانيا ستر ډچي “Grand Duchy of Lithuania” د پولينډي ملکې جادويګا “Jadwiga” (هيډوېګ) او د ليتوانيا د ستر ديوک جوګايلا “Jogaila” په کوژدنې سره، چې د پولينډ د پاچا دويم ولاديسلاو جاګيلو تاج ورپر سر شوی و، له ۱۳۸۶ ز کال راهيسې په رښتيني شخصي اتحاديه کې وو. په ۱۷۷۲ زکال کې لومړي وېش او په ۱۷۹۳زکال کې دويم وېش د دولت اندازه خورا کمه کړه او د ګډو ګټو دولت په ۱۷۹۵ز کال کې په درېيم وېش سره له شتون څخه پرته وېشل شوی و (دولت له منځه ولاړ).

دې اتحاد د خپل وخت د نورو دولتونو له منځه زياتې بې جوړې بڼې درلودې. سياسي نظام يې پر شاهانه واک باندې د سختو څارنو له مخې مشخص شوی و. دا څارنې د دوه جرګه ييز پارلمان د يوې قانون ايښودونکې ډلې (سيجم) له لورې په قانوني ډول رامنځته شوې وې، چې د اشرافيت له مخې اداره کېده. د فردي ځانګړتيا دا نظام د ۱۷۹۱ز کال د اساسي قانوني له مخې تر پاچاهۍ او اتحاديې يا فدراسيون پورې د ديموکراسۍ معاصرو مفاهيمو لپاره لار ماتونکی و. که څه هم د ګډو ګټو دوه جوړونکي دولتونه په رسمي ډول برابر وو، مګر پولينډ په اتحاديه کې واکمن ملګری و. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د پولينډ او ليتوانيا د ګډو ګټو دولت د توکميز راز راز والي يا تنوع د لوړو کچو او د خپلوۍ د مذهبي زغم له مخې په نښه شوی و، چې د ۱۵۷۳ز کال د وارسا کنفدراسيون د قانون “Warsaw Confederation Act 1573” له لورې تضمين شوی و، که څه هم د مذهبي ازادۍ کچې په کې بېلابېلو وختونو کې توپير درلود. د ۱۷۹۱ز کال اساسي قانون د وارسا کنفدراسيون خلاف کاتوليک پلوي يا کاتوليسيزم د واکمن مذهب په توګه ومنه، مګر د مذهب ازادي لا هم کنفدراسيون سره ورکول کېده. [۱۲][۱۳][۱۴]

له څو لسيزو هوساينې څخه وروسته ياد دولت د سياسي، فوځي او اقتصادي شاتګ اوږدې دورې ته ننوت. مخ پر وده کمزوري يې د ۱۸ پېړۍ د وروستيو پر مهال د خپلو ګاونډيانو (اتريش، پروس او روسيې) په منځ کې د وېش لامل شوه. د ګډو ګټو دولت له پای ته رسېدنې څخه لږه موده وړاندې د خورا لوی سمون هڅه تصويب او د می د ۳ اساسي قانون يې رامنځته کړ، چې د معاصرې اروپا په تاريخ کې لومړنی او د معاصرې نړۍ په تاريخ کې د متحده ايالتونو له اساسي قانون څخه وروسته دويم تدوين شوی اساسي قانون و. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

نوم

د دولت رسمي نوم د پولينډ او د ليتوانيا د ستر ډچي پاچاهي “Kingdom of Poland and the Grand Duchy of Lithuania” (پولينډي ژبه: Królestwo Polskie i Wielkie Księstwo Litewskie؛ ليتوانيايي: Lenkijos Karalystė ir Lietuvos Didžioji Kunigaikštystė؛ لاتيني: Regnum Poloniae Magnusque Ducatus Lithuaniae) و او نړيوالو تړونونو او ديپلوماسۍ کې په عمومي ډول لاتيني اصطلاح کارول کېده. [۲۳]

په ۱۷ پېړۍ او ورڅخه وروسته موده کې ياد دولت «د پولينډ د ګډو ګټو تر ټولو سوچه يا روڼ دولت» (پولينډي: Najjaśniejsza Rzeczpospolita Polska ؛ لاتيني: Serenissima Res Publica Poloniae)، د پولينډي پاچاهۍ د ګډو ګټو دولت يا د پوليڼد د ګډو ګټو دولت په توګه هم پېژندل کېده. [۲۴][۲۵]

لويديځو اروپايانو زياتره وخت ياد نوم «پولينډ» ته ساده کړی دی او په خورا تېرو او معاصرو سرچينو کې ورته د پولينډ پاچاهي يا يوازې پوليند ويل شوی دی. د پولينډ د ګډو ګډو دولت “Commonwealth of Poland” او د دوه ملتونو د ګډو ګټو دولت “Commonwealth of Two Nations” (لاتيني: Res Publica Utriusque Nationis؛ پولينډي: Rzeczpospolita Obojga Narodów) اصطلاحګانې د دوه ملتونو دوه اړخيز تضمين ليک “Reciprocal Guarantee of Two Nations” کې کارول شوې وې. د انګليسي «د پولينډ او ليتوانيا د ګډو ګټو دولت» او الماني “Polen-Litauen” اصطلاحګانې د دوه هېوادونو د ګډو ګټو د بلې بڼې د ژباړې يا تفسير په توګه ګڼل کېږي. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

نور نارسمي نومونه «د اشرافو جمهوريت» او «د ګډو ګټو لومړنی دولت» دي، چې دويم نوم يې د پولينډ له دويم جمهوريت څخه د توپير کولو په موخه تاريخ ليکنه کې يو څه عام دی.

تاريخچه

پېژندګلوي (۱۳۷۰ – ۱۵۶۹ز)

د پولينډ پاچاهۍ او د ليتوانيا لوی ډچي د ۱۳ او ۱۴ پېړيو په اوږدو کې د جګړو او اتحاديو يوه پرله پسې يا متناوب لړۍ تېره کړه. د دواړو دولتونو تر منځ اړيکو په بېلابېلو وختونو کې ځکه توپير درلود، چې هر يو يې د سيمې د سياسي، اقتصادي او فوځي واکمنۍ لپاره هڅه او سيالي وکړه. پولينډ په خپل وار د خپل سويلي ګاونډي هنګري يو پياوړی متحد پاتې شوی و. وروستی پولينډي شاه ستر کاسيمير “Casimir the Great” چې له اصلي پياسټ “Piast” کورنۍ څخه و، د ۱۳۷۰ ز کال د نومبر په ۵ نېټه د قانوني نارينه وارث له پلارولۍ پرته مړ شو. په پايله کې تاج د نوموړي هنګريايي وراره د انجو لويس “Louis of Anjou” ته ورپر سر شو، چې له پولينډ سره په شخصي اتحاد کې يې د هنګري پاچاهۍ باندې واکمني وکړه. له ليتوانيا سره په مخ پر وده پراخه اړيکو کې يو بنسټيز ګام د ځايناستي کړکېچ و، چې په ۱۳۸۰ز لسيزه کې راپورته شو. لويس د ۱۳۸۲ز کال د سپټمبر په ۱۰ نېټه مړ شو او د خپل کاکا په څېر يې زوی ونه زېږاوه، چې د هغه ځايناستی شي. د نوموړي دوه لورګانې ماري او جادوېګا د پراخه دوه ګونې پاچاهۍ ادعاوې وکړې. پولينډي بادارانو د ماري د کشرې خور جادويګا په خوښه نوموړې رد کړه او وروسته يې د لوګزامبورک سيګيسمند “Sigismund of Luzembourg” ته په نوم کړه. راتلونکې ملکه سلطان له ځوان ويليم هابسبرګ “William Habsburg” سره واده کولو ته په پام کې نيول شوې وه، مګر د اشرافيت ځانګړو ډلو دا اندېښمن باور پرېښود، چې اتريشي ويليم به کورنۍ (د هېواد دننۍ) ګټې نه خپلوي. د نوموړي پر ځای يې د ليتوانيا لوی ديوک جوګېلا “Jogaila” ته مخه وکړه. نوموړی يو ژوندمهاله (د ټول عمر لپاره) کافر و او د ۱۳۸۵ز کال د اګسټ په ۱۴ نېټه يې د کريو اتحاديې “Union of Krewo” په لاسليک کولو د واده لپاره د کاتوليک پلوۍ د منلو سوګند وکړ. ياد قانون ليتوانيا کې عيسويت وتپه او پولينډ يې يو ديارشي “diarchy” ته واړوه، چې د دوه واکمنانو له لورې اداره کېدونکې پاچاهي وه؛ د دوی ميراثي او ځايناستو پاچاهانو په ترتيب سره د پاچا او لوی ديوک وړ نومونه درلودل. د قانون وروستۍ فقرې وکښل، چې ليتوانيا به په تل پاتې ډول د پولينډ له پاچاهۍ سره يو ځای کېږي؛ که څه هم دې فقرې تر ۱۵۶۹ز کال پورې اغېز ونه کړ. جوګېلا ته د ۱۳۸۶ز کال د مارچ په ۴ نېټه په واوېل لويه کليسا “Wawel Cathedral” کې د دويم ولادېسلاو جاګيلو ‘Wladyslaw II Jagiello” په توګه د پاچاهۍ تاج ورپه سر شو.  [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د لوبلين اتحاديه (۱۵۶۹ز کال)

له يو ځاي کېدنې څخه وړاندې بېلابېل کوچني تړونونه له منځه تللي وو، چې د کراکو او وېلنييس اتحاديه “Union of Krakow and Vilnius”، د ويلنييس او رادوم اتحاديه “Union of Vilnius and Radom” او د ګرودنو اتحاديه “Union of Grodno” يې د يادونې وړ دي. د ليتوانيا حساس دريځ او پر ختيځ اړ باندې يې راپورته کېدونکو کړکېچونو اشراف وهڅول، چې له پوليند سره د نږدې ملګرتيا غوښتونکي شي. د اتحاد يا فدراسيون نظريې غوره اقتصادي موکې وړاندې کړې، په داسې حال کې چې شمال، سويل او ختيځ کې يې له دښمن دولتونو څخه د ليتوانيا پولې هم خوندي کولې. د ليتوانيا يو څه ټيټ اشرافيت د هغو شخصي امتيازاتو او سياسي ازاديو د شريکولو لېوالتيا درلوده، چې پولينډي اشرافيت ورڅخه ګټه پورته کوله، مګر د خپلواکۍ د حس له درلودلو پرته يې پولينډ کې د يوازې ولايت په توګه د لوی ډچي د يو ځای کېدلو لپاره د پولينډ غوښتنې ونه منلې. سور [پوستی] مايکولاج رادزيويل “Mikolaj “the Red” Radziwill” (راډوېلا رډاسيس) او وراره يې تورپورستي مايکولاج رادزيويل “Mikolaj “the Red” Radziwill” چې د ليتوانيا دوه نامتو اشراف او فوځي قوماندانان وو، د غږ په پورته کولو (غږيز) ډول د اتحاديې مخالفت وکړ. [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

سرچينې