د چين اقتصاد


د چين ولسي جمهوريت د منځني عايد مخ پر وده بازار ته متمايل اقتصاد لري، چې د صنعتي تګلارو او پينځه کلن ستراتيژيک پلانونو له لارې اقتصاد پلان جوړونه ترکيبوي. د هېواد اقتصاد دولتي تشثبتات [چې د دولت په ملکيت کې دي] او د ګډ ملکيت تشبثات او همدا راز پراخه کورنۍ خصوصي برخه او د په رسمي ډول د سوسياليست بازار اقتصاد په توګه روښانه شوي نظام کې باندنيو سوداګريو ته پرانېستوالی لري. دولتي تشبثات په ۲۰۱۹ ز کال کې د چين د بازار د پانګونې له ٪۶۰ څخه زياته برخه جوړه کړه او په ۲۰۲۰ ز کال کې يې چين د ۱۵،۹۸ تريليون امريکايي ډالر (۱۰۱،۳۶ ين) ناخالص کورني توليد ٪۴۰ جوړ کړ، په داسې حال کې چې کورنۍ او باندنۍ خصوصي سوداګرۍ او پانګونې د يادې کچې د پاتې ٪۶۰ لپاره ځواب ويونکې وې. لکه د ۲۰۱۹ ز کال د پای د مودې غوندې، په ۲۰۱۵ ز کال کې په مالي برخه کې د فعاليت کوونکو په ګډون د چين د ټولو دولتي تشبثاتو ټولې پانګې ۵۸،۹۷ تريليون امريکايي ډالرو ته ورسېدې، چې د يادې کچې ۹۱ دولتي شرکتونه د ۲۰۲۰ د بخت نړيوال ۵۰۰ شرکتونو “Fortune Global 500” پورې تړاو لري. د اومه ناخالص کورني توليد د اندازه کولو له مخې چين د نړۍ دويم لوی اقتصاد او د پېرودلو د ځواک د برابرۍ (Purchasing Power Parity “PPP”) په واسطه د اندازه کولو له مخې له ۲۰۱۴ ز کال راهيسې د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد لري. د دې هېواد اقتصاد له ۲۰۱۰ ز ال راهيسې د هغو معلوماتو له مخې د اومه ناخالص کورني توليد په واسطه دويم تر ټولو لوی اقتصاد دی، چې د بدلېدونکي يا نوساني بازار د تبادلې نرخونو باندې تکيه کوي. د چين اقتصاد په وروستيو (۲۰۲۱ ز کال) کې د اروپا اتحاديې اقتصاد لاندې کړ. چين به د يو اټکل له مخې په ۲۰۲۸ ز کال کې د اومه ناخالص کورني توليد برخه کې د نړۍ په کچه تر ټولو لوی اقتصاد شي. دا هېواد په تاريخي ډول له لومړۍ څخه تر ۱۹ پېړۍ پورې د دوه زريزو د ډېری مودې لپاره د نړۍ په کچه له لومړنيو اقتصادي ځواکونو له ډلې څخه و. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د هېواد حکومت په ۱۹۷۸ ز کال کې د ډينګ اکسياپينګ “Deng Xiaoping” تر مشرۍ لاندې خپل اقتصادي سمونونه پيل کړل. د پايلې په توګه چين د ۳۰ کالونو په موده کې د ودې د ٪۱۰ منځنيو کچو په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو چټک وده وال ستر اقتصاد لري. چين د نړۍ په کچه د لس غوره او خورا سيال مالي مرکزونو له ډلې څلور مرکزونه (شانګهای، هانګ کانګ، بيجنګ او شينژين) لري، چې د بل هر هېواد په پرتله زيات دي. دا هېواد د نړۍ د ونډو د لويو تبادلو درې بازارونه (شانګهای، هانګ کانګ او شينژين) لري، چې د بازار پانګونې او سوداګريز حجم دواړو له مخې دي. د ۲۰۲۰ ز کال د اکتوبر تر ۱۲ نېټې پورې د جين د اصلي خاورې “Mainland Chinese” د ونډې بازارونه د شانګهای د ونډې تبادلې بازار “Shanghai Stock Exchange” او شينژين د ونډو تبادلې بازار “Shenzhen Stock Exchange” په ګډون له ۱۰ تريليون امريکايي ډالرو څخه پورته شول. د ونډه ياده کچه د هانګ کانګ د ونډو تبادلې څخه پرته وه او د تبادلې دې بازار هم نږدې ۵،۹ تريليون امريکايي ډالر ونډې درلودې. د ۲۰۲۰ ز کال د جون تر پايه پورې باندنيو پانګوالو په چينايي ونډو کې په ټوليز ډول ۴۴۰ بيليون امريکايي ډالر ونډې پېرلې وې، چې د ټول ارزښت د نږدې ۲،۹ سلنې استازولي کوي او په ګوته کوي، چې باندنيو پانګوالو يوازې د ۲۰۲۰ ز کال په لومړۍ نيمايي کې ټول ۱۵۶،۶ بيليون امريکايي ډالر په ونډو کې راټول کړل. د ۲۰۲۰ زکال د سپټمبر تر لومړيو پورې د چين د ونډې بازار ټوليز ارزښت له ۱۵،۴ تريليون امريکايي ډالرو څخه لوړ شو، چې له امله يې له جاپان او انګليستان څخه پورته او يوازې له متحده ايالتونو (۴۰ تريليون) څخه ښکته دويم ځای خپل کړ. د ۲۰۲۰ ز کال د سپټمبر تر پايه پورې د چينايي ونډو باندنۍ شتمنۍ ۳۸۸ بيليون امريکايي ډالر يا د ټول ارزښت ٪۲،۵ ته ورسېدې، سره له دې چې په کال کې ۴۴،۶۶ سلنه زياتوالی راغلی دی. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د چین ناخالص کورنی توليد په ۲۰۲۱ ز کال کې ۱۷،۷ تريليون امريکايي ډالر (۱۱۴،۴ تريليون ين) و، چې د ين برخه کې د تېر کال په پرتله ٪۸،۱ زيات و او له مخې يې له اروپايي اتحاديې څخه مخکې شو. د پيسو نړيوال صندوق په وينا چين د سړي سر عايد پر بنسټ له ۱۰۰ ميليون څخه د زيات نفوس لرونکو هېوادونو په منځ کې د سړي سر ناخالص کورني توليد (اومه) له مخې درېيم او د ناخالص کورني توليد (د پېرودلو د ځواک برابرۍ “PPP”) له مخې ۷۳ ځای لري. دا هېواد د اټکل له مخې د ۲۳ تريليون ډالرو په ارزښت طبيعي سرچينې لري، چې ٪۹۰ يې د ډبرو سکاره او لږ پيداکېدونکي (نادر) ځمکني فلزات جوړوي. چين د نړۍ تر ټولو لوی د نږدې ۴۵،۸۳۸ تريليون ډالرو (۳۰۹،۴۱ چينايي ين) د ټول بانکي سکتور پانګې لري، چې ۴۲،۰۶۳ تريليون يې په امانتونو او نورو مکلفيتونو کې دي. په دې هېواد کې مستقيمې باندنۍ پانګونې چې د ۲۰۱۶ ز کال د اکتوبر تر پايه پورې په ټوليز ډول نږدې ۱،۶ تريليون ډالر وې، د چين د کورني ناخالص توليد نږدې درېيمه برخه او څلورمه برخه دندو کې په مستقيم يا نامستقيم ډول مرسته وکړه. د ۲۰۲۰ ز کال د جون تر پايه پورې په هېواد کې د FDI ونډه ۲،۹۴۷ تریليون امريکايي ډالرو ته ورسېده او د چين لګښت FDI ونډه ۲.۱۲۸ تريليون امريکايي ډالر شوه. د دې هېواد ټوله باندنۍ مالي شتمني ۷،۸۶۰ تريليون امريکايي ډالرو ته او باندني مالي مکلفيتونه يې ۵،۷۱۶ تريليون امريکايي ډالر شول، چې له امله يې چين د نړۍ په کچه له جاپان څخه وروسته دويم لوی پور ورکونکی هېواد شو. چين د باندنۍ مستقيمې پانګونې برخه کې تر ۲۰۲۰ ز کال پورې د ۱۶۳ بيليون ډالر په تر لاسه کولو سره د نړۍ ستر تر لاسه کوونکی هېواد دی. دا هېواد د باندنۍ مستقيمې پانګه اچونې دويم لوی outward لري، چې د ۲۰۱۹ ز کال لپاره يې په يوازې ځان ۱۳۶،۹۱ بيليون باندنۍ پانګونه کړې وه، چې په دې ډول جاپان د همدې کال لپاره تر ۲۲۶،۶۵ بيليون امريکايي ډالر باندنۍ پانګونه کړې وه او له چين څخه مخکې و. چين د نړۍ تر ټولو بډايه هېواد دی. دا هېواد تر ۲۰۱۸ ز کال پورې د بيليونرانو هېوادونو په ټول شمېر کې لومړی او د ميليونرانو هېوادونو په ډله کې دويم هېواد و، چې د نړۍ ۶۵۸ بيليونران او ۳،۵ ميليونران چينايان وو. د “Credit Suisse Group” له لورې د ۲۰۱۹ ز کال د نړيوالې شتمنۍ د راپور “Global Wealth Report” له مخې چين د نړۍ د نفوس د غوره لس سلنې په شتمنۍ کې له متحده ايالتونو څخه مخکې شوه. چين تر ۲۰۲۱ ز کال پورې د بخت نړيوال ۵۰۰ شرکتونو “Fotune Global 500” کې د لويو شرکتونو کور و او د ۱۳۵ شرکتونو مرکزي ادارې په چين کې دي. دا هېواد تر ۲۰۲۲ ز کال پورې د هغو ۳۱۵ لويو لېست شويو کارخانو کور و، چې د نړيوال بخت ۲۰۰۰ شرکتونو “Fortune Global 2000” کې د عايد له مخې اندازه شوي وو، چې له مخې يې په نړيواله کچه دويم ځای خپل کړ. چين له دوه سوو څخه د زياتو خصوصي ټيکناژيکي شرکتونو د پيل کور هم دی، چې هر يو يې له ۱ بيليون څخه زيات ارزښت لري، چې دا د نړۍ په کچه تر ټولو لوړ شمېر دی. چين د ۳،۱ تريليون په ارزښت د نړۍ د لويې باندنۍ تبادلې زېرمې لري، مګر که چېرې ورسره د چين د دولتي سوداګريزو بانکونو شتمني يو ځای شي، نو د چينايي زېرمو ارزښت نږدې ۴ تريليون ته پورته کېږي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

چين د نړۍ تر ټولو لوی توليدي اقتصاد او د توکو لېږدونکی دی. دا هېواد د نړۍ تر ټولو چټک وده وال مصرفي بازار او د توکو دويم لوی رالېږدونکی هم دی. چين د نړۍ په کچه د ګڼو توکو ستر مصرفونکی هېواد هم دی، چې د فلزاتو نږدې نيمايي چين مصرفوي. دا هېواد د خدماتي توليداتو خالص واردونکی دی. د نړۍ تر ټولو لوی سوداګريز هېواد دی او په نړيواله سوداګرۍ کې څرګنده ونډه لوبوي. دا هېواد په ۲۰۰۱ ز کال کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان “World Trade Organization” غړی شو. چين د “ASEAN”، اسټراليا، کمبوديا، نيوزيلينډ، پاکستان، سويلي کوريا او سويس په ګډون له بېلابېلو هېوادونو سره د ازادې سوداګرۍ هوکړې هم لري. د هېواد ستر سوداګريز ملګري متحده ايالتونه، اروپايي ټولنه، جاپان، هانګ کانګ، سويلي کوريا، هند، تايوان، اسټراليا، ويتنام، ماليزيا او برازيل دي. د چين کاري ځواک د ۷۷۸ ميليون کارکونکو په درلودلو سره تر ۲۰۲۰ ز کال پورې د نړۍ په کچه لومړی ځای درلود. دا هېواد د اسانه سوداګرۍ کولو لړيال “Ease of doing business index” کې د «خورا اسانه» هېوادونو له ډلې ۳۱ او د “Global Competitiveness Report” له مخې ۲۸ ځای درلود. د ۲۰۲۱ کال لپاره د نړيوال نوښت لړيال له مخې چين د نړۍ په کچه د ۱۲، اسيا او Oceana کې د ۳ او د هغو هېوادونو په ډله کې د دويم هېواد په توګه ډلبندي شو، چې له ۱۰۰ ميليون څخه زيات نفوس لري. د چين اقتصاد د غوره ۳۰ اقتصادونو په ډله کې د منځني عايد يوازينی او نوی صنعتي شوي اقتصاد دی. چين د حقوقو، د کارونې موډلونو، سوداګريزو نښو، صنعتي ډيزاينونو او د نوښتي توکو د لېږدونو برخه کې په نړيواله کچه لومړی هېواد دی. دا هېواد د پوهې او ټيکنالوژۍ برخو کې د نړۍ له ۵ غوره ډلو ځنې دوه ډلې (“Shenzhen-Hong Kong-Guangzhou” او “Beijing”، چې په ترتيب سره دويم او درېيم ځای لري) لري، چې د بل هر هېواد په پرتله زياتې دي. د ۲۰۲۲ ز کال تر مارچ پورې چين د 5G له ۵۰۰ ميليون څخه زيات کارونکي لري او ۱،۴۵ ميليون تم ځايونه په کې درول شوي دي. [۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹]

سرچينې