نوعې (د ژویو ډولونه)

په بیولوژۍ کې نوعه د یوه ژوندي موجود د طبقه بندۍ او ټکسانومیکي رتبې اصلي واحد دی او د ژوندیو موجوداتو د بېلابېل والي واحد هم دی. ډېرځلې نوعه د ژوندیو موجوداتو د تر ټولو لوی ګروپ په توګه تعریف شوې، چې په دې کې د جنسي تکثیر له لارې دواړه جنسونه کولای شي، ښېرازه بچیان وزېږوي. نوع د کاریوټایپ، ډي ان اېDNA ، مورفولوژي او د چاپېریالي چلند له لارې هم تعریفېدای شي.

ټولو نوعو ته (پرته له ویروسونونه) دوه ډوله نومونه ورکړل شوي، لومړی دوه نومیBinomial  چې لومړۍ برخه یې جنس دی، چې نوع ورپورې اړه لري. دویمه برخه د ځانګړي نوم یا ځانګړي لقب (د بوټو پېژندنې په نوم اېښودنې کې، او کله هم د ژویو پېژندنې نوم اېښودنې کې) په نامه یادېږي.[۱][۲][۳]

نوعې د ارستو له وخت نه تر اتلسمې پېړۍ پورې د ثابتو کټګوریو په توګه لیدل کېدې. په ۱۹مې پېړۍ کې بیولوژي پوهانو دا معلومه کړه چې، نوعې کولی شي په کافي وخت کې وده وکړي. چارلس ډاروین په ۱۸۵۹ ز کال کې د نوعو د اصل په هکله کتاب تشرېح کړ، چې څنګه ډولونه د طبیعي ټاکنې له لارې رامینځته کېدای شي. دا پوهه په ۲۰ مه پېړۍ کې د جنتیک او د نفوسو ایکولوژۍ له لارې پراخه شوه.

بیولوژیستانو او ټکسونومیستانو ډېرې هڅې کړې چې، تر څو نوعه (د ژویو ډول) تعریف کړي، چې له مورفولوژي نه پیل او د جنتیک پر لور حرکت کوي. پخوانیو ټیکسونومیستانو لکه:  لینه دوی پرته له دې چې به څه لیدل، هغه به یې تشرېح کول، ځکه چې بله لار یې نه درلوده، چې دا موضوع وروسته د نوعې د ټایپلوژیکي او مورفولوژیکي مفهوم په توګه په رسمیت ومنل شوه.

په ۱۹۷۰ز لسیزې کې رابرټ ار. سوکال، تئودور جي، کرولیو او پيټر سینټ د مورفولوژیکي نوعو په مفهوم کې د بدلون وړاندیز وکړ. یوه فونوټیکي نوعه چې د ژوندیو موجوداتو د یوې ټولګې په توګه تعریف شوې ده، چې یو بل ته ورته فینوټایپ لري، خو بیا له نورو سیټونو یا مجموعو نه بېل فینوټایپ لري.

د جوړې یا جفت پېژندنې نوعه، د جنسي تولیدي ژوند د ژوندیو موجوداتو یوه ډله ده، چې یو او بل د بالقوه جفت یا جوړې په توګه پېژني. د یووالي یا انسجام نوعه، د افرادو ترټولو ټول شموله نفوس دی چې د داخلي یووالي میکانیزمونو له لارې، د فینوټایپیک یووالي احتمال لري. [۴][۵][۶][۷]

د ودې (تکامل) نوعه

د ودې یوه نوعه، چې په ۱۹۵۱ ز کال کې د جورج ګیلورد سیمپسون له خوا وړاندیز شوی، یو داسې موجود دی، چې له داسې اورګانیزمونو نه جوړ دی، چې خپل هویت د ځای او وخت په اوږدو کې له نورو موجوداتو نه ساتي او یو خپلواک د ودې سیستم لري.[۸][۹][۱۰]

چاپېریالي نوعه

ایکولوژیکي ډولونه، د ژوندیو موجوداتو ټولګه ده، چې په چاپېریال کې له یوې ځانګړې سرچینې سره چې د طاقچې په نوم یادېږي، برابر شوي اوعیار شوي دي. د دې مفهوم پر بنسټ، نفوس بېلابېل فنتیک کلسترونه جوړوي، چې موږ یې د انواعو په توګه پېژنو، ځکه چې ایکولوژیکي او د ودې پروسې کنټرولوي او دا چې سرچینې څنګه وېشل کېږي، د همدې کلسترونو تولید ته وده ورکوي.[۱۱]

جنتیکي نوعې

جنتیکي نوعه، چې د رابرټ بیکر او رابرټ براډلي له خوا تعریف شوې د جنتیک له پلوه د جلا شوي جنتیکي نژاد یوه ټولګه ده، دا د مایر د بیولوژیکي ډولونو مفکورې ته ورته دی، خو د جنسي بېلوالي پر ځای پر جنتیکي بېلوالي ټینګار کوي. په ۲۱ مه پېړۍ کې یوه جنتیکي نوعه  د DNA د ترتیبونو د پرتله کولو له لارې رامنځته کېږې، خو نورې طریقې هم پخوا موجودې وې، لکه: د کاریوټایپ (د کروموزومونو ډله) او الزایمر(انزایمونو ډولونه) پرتله کول. [۱۲][۱۳]

د نوعې یا ډولونو څرګندونې

کله چې په رسمي توګه یوه نوعه په کومه خپرونه کې نومول کېږي، نو یو ځانګړی علمي یا ساینسي نوم ورکول کېږي. دا توضېحات معمولاً د نویو انواعو د پېژندلو، د پخوانیو مربوطو توضېح شویو یا نامعلومو انواعو د بېلولو لپاره وړاندې کېږي او کله چې مقاله، د نشرولو لپاره ومنل شي، نو یو معتبر خپور شوی نوم (د بوټو علم) یا یو موجود نوم (ژوپوهنه) کې وړاندې کوي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د مایر د بیولوژیکي ډولونو مفهوم

ډېری عصري  درسي کتابونه د ارنست مایر له تعریف نه، چې په ۱۹۴۲ز کال کې یې وړاندې کړي، کار اخلي، چې دا د بیولوژیکي نوعې د مفهوم او تعریف لپاره یو بنسټ دی. دغه ته د زېږون یا جلاکولو مفهوم هم ویل کېږي.[۱۸][۱۹][۲۰]

دا استدلال شوی، چې دا تعریف د طبیعي ټاکنې په متحرکاتو باندې د جنسي تکثیر اغېزې طبیعي پایله ده. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د نوعې ستونزه

دا ستونزمنه ده چې یوه نوع داسې تعریف شي، چې هغه دې پر ټولو ژوندیو موجوداتو تطبیق شي. د نوعې د محدودولو په اړه بحث ته د نوعې ستونزه ویل کېږي. دا ستونزه ان په ۱۸۵۹ ز کال کې پېژندل شوې وه، کله چې ډاروین د نسلونو په اړه لیکلي: هېڅ یو تعریف ټول د طبیعت پوهان نه دي راضي کړي، بیا هم هر طبیعت پوه په مبهم ډول پر دې پوهېږي چې، کله د یوې نوعې په اړه خبرې کوي، د ده هدف څه وي. په عمومي توګه  دا اصطلاح د تخلیق د جلا عمل نامعلوم عنصر دی.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

بدلون

نوعې د بدلون تابع دي، که په نویو انواعو کې وده وکړي، له نورو نوعو سره د جینونو تبادله، د نورو ډولونو سره د یو ځای کېدو يا له منځه تللو سره کېدای شي. [۳۱][۳۲][۳۳]

د ارستو بیولوژي

ارستو په خپلې بیولوژۍ کې د (genos) اصطلاح، د یو ډول مرغۍ یا کب لپاره او د (eidos) اصطلاح، د یوې نوعې د ځانګړي شکل لپاره کارولې، لکه: کلنګ (یو ډول مرغه)، باښه، کوا او چڼچڼه (مرغۍ). دا اصطلاحات په لاتیني کې د (جنس) او (نوعې) په توګه ژباړل شوي، که څه هم دا اصطلاحات، د لینن له اصطلاحاتوسره چې په دې توګه نومول شوي، سمون نه لري. نن ورځ مرغان یوه طایفه ده، کلنګان یوه کورنۍ ده او کوا، یو نسل دی. ځینې نوعې د خپلو صفاتو له مخې توپیر کېږي، د بېلګې په توګه: یوه مرغۍ بڼکې، مښوکه، وزرونه، سخته هګۍ او توده وینه لري، په دې سره بېلېږي. یوه ډله بیا د خپلو اعضاوو د شریکولو له لارې بېلېږي، چې دا تغییرات له خپلې مور او پلار نه  په میراث وړي. ارستو باور درلود چې، ټولې نوعې او ډولونه جلا او نه بېلېدونکې دي. د هغه د دې نظر اغېزې،  تر رنسانس وخته پورې  پاتې وې.

په ۱۸ مې ز پېړۍ کې سویډني ساینس پوه کارل لینیوس ژوندي موجودات د ګډو فزیکي څانګړتیاوو له مخې ډلبندي کړل، نه یوازې د توپیرونو پر بنسټ. هغه دا ډلبندي د کتنې وړ ځانګړتیوو پر بنسټ وکړه، چې موخه یې ترې د طبیعي اړیکو منعکس کول و. په هر حالت کې، لا هم په هغه وخت کې په پراخه کچه باور پر دې و چې، د ډولونو تر منځ هېڅ عضوي اړیکه نشته او دا هم اړینه نه ده چې، دوی څومره سره ورته ښکاري. دا نظر د اروپايي علمي او مذهبي زده کړو نه اغېزمن شوی و، چې د دوی باور دا و، چې د ژوند ډلبندي، د خدای(ج) له خوا ترتیب شوې ده. د ارستو سلسله، د اسکالا فطرت یا د وجود لویه سلسله جوړوي، په هر حال که دا ثابته شوې وای، یا هم نه وای. سکالا (یوه زینه) په طبیعي توګه د پورته کېدو احتمال په ګوته کوي.

سرچینې