ابن الهيثم

حسن ابن الهيثم (پوره نوم: ابو علي الحسن ابن السحن ابن الهيثم ابو علي، الحسن بن الحسن بن الهيثم، شا اوخوا 965-1040)، د اوسني عراق د اسلامي زرين پړاو رياضي پوه، ستور پېژندونکی (فلکيات پوه) او فيزیک پوه و. نوموړی د جديدو بصرياتو (د رڼا او ليدو پوښتنه) د پلار په توګه پېژندل کېږي، نوموړي د بصرياتو او په ځانګړي ډول د بصري ادراک (ليد پوهنه) په برخه کې د پام وړ ونډه درلودلې ده. د نوموړي تر ټولو اغېزناک کتاب د کتاب المناظر (د ليدپوهنې کتاب) په نوم دی، چې د 1011-1021 کلونو پر مهال ليکل شوی، او په لاتيني نسخه کې خوندي دی. « Isaac Newton, Johannes Kepler, Christiaan Huygens» او « Galileo Galilei» د ساينسي انقلاب پر مهال د الهيثم د اثارو ډېرې حوالې ورکړي دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

ابن الهيثم لومړی هغه څوک و چې ليد نظريه يې سمه تشریح کړه، او دليل يې وړاندې کړ چې ليد په ماغزو کې منځ ته راځي، او دې مشاهداتو ته اشاره کوي چې ليد موضوعي دی، او له شخصي تجربې څخه اغېز اخلي. نوموړي د انکسار لپاره د لږ تر لږه وخت اصول هم بيان کړي دي، کوم چې وروسته د Fermat اصول وګرځېدل. هغه د رڼا له وړانګو څخه جوړېدونکو انځورونو د انعکاس، انکسار او او ماهيت په مطالعه کولو سره د بصري علومو د انعکاس او انکسار په څانګو کې د پام وړ ونډه درلودلې ده. ابن الهيثم د دې تصور لومړی پلوی و چې د يو اټکل (فرضيه) ملاتړ بايد د تصديق وړ کړنلارې تجربو په واسطه وشي، يا د رياضياتي استدلال پر اساس-څوک چې د رنسانس د ساينسپوهانو څخه پنځه پېړۍ مخکې د ساينسي طريقې ابتدايي مخکښ و. له همدې امله، کله کله هغه د نړۍ د لومړي رېښتيني ساينسپوه په توګه تشريح شوی دی. هغه يو ټولپوهاند و، چې په فلسفه، الاهياتو، او درملو کې يې ليکنې کړي دي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

نوموړی په بصره کې زېږېدلی و، د خپل ګټور (مثمر) ژوند ډېره موده يې د فاطمي واکمنۍ پلازمېنه قاهره کې تېره کړې وه، او د بېلا بېلو مضامينو په ليکلو او د اشرافيه طبقې غړيو په روزنې سره يې خپل ژوند تېر کړی. ابن الهيثم ته کله کله د هغه د زېږېدو ځای ته په اشارې سره د البصري نوم ورکړل شوی دی، يا المصري (يعنې د مصر اوسېدونکی). الهيثم ابو الحسن بيهقي د دويم بطليموس او « John Peckham » فزيک پوه بللی دی. ابن الهيثم د فيزيکي بصرياتو د نوي علم لپاره لاره اواره کړې ده.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

ژوند لیک

ابن الهيثم (الحازن) شا اوخوا  965ز په عربي يا فارسي الاصله کورنۍ کې د عراق په بصره کې زېږېدلی و، کومه سيمه چې هغه مهال د بويه امارت برخه وه. د نوموړي ابتدايي لېوالتيا د دين په زده کړه او ټولنې ته په خدمت کې وه. هغه مهال په ټولنه کې د دين يو لړ متضاد اندونه موجود وو، له همدې امله هغه وروسته له دين څخه څنډې ته کېدو پرېکړه وکړه. له همدې امله هغه په رياضي او ساينس کې لېوالتيا پيدا کړه. نوموړي په خپل پلرني ټاټوبي بصره کې د وزير دنده تر لاسه کړه، او د عملي رياضي په برخه کې يې خپل نوم روښانه کړ. څنګه چې هغه د نيل سيند د سيلابونو د مديريت کولو د وړتيا درلودلو ادعا وکړه،  د فاطمي خليفه الحکيم سره د لېدنې لپاره وبلل شو، تر څو په اسوان کې يوې اوبه ييزې پروژې ته عملي جامه واغوندي. په هر حال، ابن الهيثم اړ شو چې د دې پروژې د نه عملي کېدل ومني.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

قاهرې ته په رسېدو سره، هغه ته یوه اداري دنده ورکړل شوه. کله چې هغه د دې کار په تر سره کولو کې هم ناکام ثابت شو، د خليفه الحکيم له قهر سره مخ شو، او ويل کېږي تر هغه وخته پټېدو ته اړ شو، تر څو په 1021ز کال کې خليفه مړ شو، د هغه له مړينې وروسته د نوموړي مصادره شوې شتمنۍ هغه ته بېرته ورکړل شوې. د روايت تر مخې الحازن ځان په ليونتوب واچاوه او په دې موده کې په کور کې بند ساتل شوی و. په همدې وخت کې، هغه د بصرياتو (ليد پوهنې) خپل مشهور کتاب وليکه. الحازن په قاهره کې د الازهر مشهور پوهنتون سره نږدې ژوند ته دوام ورکړ، او د 1040ز کال په شااوخوا کې تر خپلې مړينې يې د خپلو ادبي محصولاتو په عاید ژوند کاوه. (د اپولونيس د مخروطاتو يوه نسخه، چې د ابن الهيثم په خپل لاس ليکل شوې ده، په ایا صوفيه کې موجوده ده: (MS Aya Sofya 2762و 307 fob.، نېټه صفر 415 هجري، [1024]).[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

د هغه د زده کونکو له جملې يو تن يې سرخاب (سهراب) و، څوک چې د سمنان اوسېدونکی فارسي و، ابو الوفا مبشر ابن فاتق يې هم د زده کونکو له جملی و، هغه يو مصري شهزاده و.[۴۳]

د بصرياتو (رڼا او ليدپوهنه) کتاب

د الحازن تر ټولو مشهور تصيف د بصرياتو (رڼا او ليدپوهنه) په اړه په اوو جلدونو کې کتاب، کتاب المناظر (د بصرياتو کتاب) دی، چې له 1011 څخه تر 1021ز کال پورې لیکل شوی دی. په دې کتاب کې، الهيثم لومړی هغه څوک و چې دا موضوع يې تشريح کړه چې ليدل هغه مهال کېږي، کله چې رڼايي له کوم شي څخه منعکسه شي او بيا د کوم چا تر سترګو پورې رسېږي، او دليل يې ورکړ چې ليدل په دماغ کې منځ ته راځي، دې مشاهداتو ته په اشارې سره چې دا موضوعي دي او شخصي تجربې څخه اغېز اخلي.[۴۴][۱۹][۴۵]

د دولسمې پېړۍ په وروستيو يا د ديارلسمې پېړۍ په لومړيو کې د يو نامعلومه عالم له خوا د بصرياتو کتاب په لاتيني ژبه کې ژباړل شوی و.[۴۶]

دا اثر د منځنيو پېړيو په اوږدو کې له زيات شهرت څخه برخمن و. د « De aspectibus» لاتيني نسخه يې د څوارلسمې پېړۍ په پای کې ايټالوي ولسي لهجې ته د « De li aspect» تر عنوان لاندې وژباړل شوه.[۴۷]

په 1572ز کال کې « Friedrich Risner» د « Opticae thesaurus» په عنوان چاپ کړی و: د بصرياتو خزانه: د عرب الحازن اوه کتابونه، لومړۍ نسخه، د همده له خوا په شفق او د وريځو په لوړوالي کې. Risner هم د يو بديل نوم ليکوال دی الحازن؛ له Risner مخکې هغه په لوېديځ کې د Alhocen په نوم شهرت درلود. د هندسې په مضامينو د الحازن اثار د « E. A. Sedillot» له خوا په 1834ز کال کې د پاريس په « Bibliothèque nationale» کې وموندل شول. په ټوليز ډول، له « A. Mark Smith» سره اتلس بشپړې يا له بشپړو سره نږدې مسودې، او پنځه برخې موجودې دي، چې په څوارلسو ځايونو کې خوندي دي، له ډلې يې يوه د اکسفورډ په بوډلین کتابتون او يوه بله یې د برګز په کتابتون کې ده.[۴۸][۴۹][۵۰]

د بصرياتو (د رڼا او ليد پوهنه) تيوري

د بصرياتو په اړوند په کلاسيکي لرغونې زمانه کې دوه سترې تيوريانې ډېرې مشهورې وې. لومړۍ نظريه يې د اخراج نظريه وه، چې « Euclid» او « Ptolemy» د دې نظريې پلويان وو، چا چې باور درلود چې ليدل له سترګو څخه د رڼا د وړانګو په وتلو سره کار کوي. دويمه نظريه یې د داخلېدو نظريه ده چې ارستو او د هغه پلويان يې ملاتړ کوي، چې دا له يو شي څخه په سترګو کې د فيزيکي ډولونه داخلېدل دي. پخوانيو اسلامي ليکوالانو (لکه الکندي) په يوکليدي، ګيلينستی او ارستويي ليکو مهم بحثونه کړي دي. د بصرياتو په کتاب تر ټولو پياوړی اثر بطليمي بصريات و، په داسې حال کې چې د سترګې اناتومي او فزيالوژي تفصيلات د «ګيلن» په روايت ولاړ وو. د الحازن لاسته راوړنه د يوې داسې نظريې وړاندې کول و، کوم چې د «يوکليډ» رياضياتي وړانګو دلايل، د ګيلن طبي روايت او د ارستو د داخلېدو نظریات په برياليتوب سره يو له بل سره يوځای کړل. د الحازن د داخلېدو تيورۍ د الکندي پيروي کړې (او له ارستو څخه جلا شوې ده) په دې ټينګار کوي چې "د هر رنګ شوي جسم له هرې نقطې څخه، چې په کومه رڼايۍ روښانه شوی وي، د هرې نېغې ليکې سره رڼا او رنګ خوشې کېږي، کومه لیکه چې له دې نقطې څخه راکش کېدای شي". په دې سره دا ستونزه تشریح کول پاتې شول چې د وړانګو له ډېرو ازادو سرچينو څخه يو اړوند انځور څه ډول جوړېږی؛ په ځانګړي ډول، د يو شي هره نقطه به د سترګې هرې نقطې ته وړانګې واستوي.[۵۱][۵۲]

سرچينې