اسلامي دولت
د عراق او شام اسلامي دولت (په عربي: الدولة الاسلامية في العراق والشام ) یا داعش (دغه توری د دوله الاسلامیه فی العراق و الشام مخفف دی) یو افراطي سني تنظيم دی. نوموړی تنظيم غواړي چې په عراق او سوریه کې د سنی مسلمانانو لخوا په آباد شويو سیمو کې سني اسلامي امارت جوړ کړي.
| |||
نخشه موقعيت عراق کې اسلامي ریاست او شام ولکه کې سیمې(جون 2014 مطابق) | |||
حکومت | |||
---|---|---|---|
- | امیرالمومنین | ابوبکر البغدادی | |
جوړښت | |||
- | اعلان | 15 اکتوبر 2006[۱] | |
د وخت سيمه | (UTC+3) |
تاریخ
تر دې وړاندې یې نوم تنظیم القاعده فی بلاد الرافدین وو. دغه مهال یې ابومصعب الزرقاوی مشر وو. په ۲۰۰۶ کې د زرقاوی تر شهادت وروسته ابوعمر البغدادی د دې ډلې مشر وټاکل شو . نوموړی په عراق کې گڼې نورې مقاومتی ډلې سره راټولې کړې او له هغوی نه یې د عراق او شام اسلامي دولت په نامه نوی تنظیم جوړ کړ. دغې ډولې منظم دولتی تشکیلات جوړ کړل او د دفاع د وزارت په گډون یې گڼ وزارتونه لرل. د دې تر څنگ د دولة الاسلامیة فی العراق په لومړنۍ غونډه کې یو ځل بیا له اُسامه بن لادن او نیابتاً له ایمن الظواهری سره بیعت وکړای شو. په ۲۰۱۰ کال د اپریل په میاشت کې ابوعمر البغدادی د امریکایی پوځیانو په یوه چاپه کې ووژل شو او پر ځای یې ابوبکر البغدادی مشر وټاکل شو.
سرچینې