ډېوېډ کامرون

ډېوېډ ویلیم ډونالد کامرون چې (د ۱۹۶۶ز کال د اکتوبر په ۹ زېږیدلی) یو بریتانوی سیاستوال، سوداګر، لابیست (په پارلمان کې تبلیغ کوونکی) او لیکوال دی چې د ۲۰۱۰ز کال نه تر ۲۰۱۶ ز کال پورې یې د انګلستان د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. هغه د ۲۰۰۱ ز کال نه تر ۲۰۱۶ ز کال پورې د ویتني په استازیتوب د پارلمان غړی او د ۲۰۰۵ ز کال نه تر ۲۰۱۶ ز کال پورې د محافظه کار ګوند مشر و. هغه د یوه ملته محافظه کار په توګه پېژندل کېږي او له دواړو اقتصادي لیبرال او هم ټولنیز لیبرال سیاستونو سره یې تړاو درلود. 

ډېوېډ کامرون
ډېوېډ کامرون
ډېوېډ کامرون

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت۹ اکتوبر ۱۹۶۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
تابعیتبرېتانيا [۱۱][۱۲]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد1.86 متر [۱۳]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د برېتانیې لومړی وزیر (75  )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۱ مې ۲۰۱۰  – ۱۳ جولای ۲۰۱۶ 
ګوردون براون  
ترزا مې  
عملي ژوند
کار/مسلکسياستوال [۱۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۱۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ډېوېډ کامرون
ډېوېډ کامرون

ويبپاڼه
ويبپاڼهد تاييدولو سرچينه
د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کامرون په لندن کې د اشرافو د منځنی طبقې په یوه کورنۍ کې زېږېدلی او په هیدرداون ښوونځۍ، ایتون کالج او د اکسفورد په برازنوس کالج کې یې زده کړې کړې دي. هغه له ۱۹۸۸ز کال نه تر ۱۹۹۳ ز کال پورې د محافظه کارو څېړنو په اداره کې کار کاوه، یعنې مخکې له دې چې د کارلټون له رسنۍ سره د کار لپاره په ۱۹۹۴ ز کال کې سیاست پرېږدي، د محافظه کار لومړي وزیر جان میجر سره یې مرسته کوله.  په ۲۰۰۱ ز کال کې ېې پارلمان ته لاره پیدا کړه او د محافظه کارانو مشر مایکل هاوارد تر مشرۍ لاندې یې د اپوزیسیون د سیوري په کابینه کې دنده ترسره کوله او په ۲۰۰۵ ز کال کې د هاوارد ځای ناستی شو. کامرون هڅه وکړه چې د محافظه کارانو نامه ته تازه بڼه ورکړي، نو له دې امله یې په ټولنیز ډول لیبرال او د منځنۍ کچې درېځ خپل کړی. د ۲۰۱۰ ز کال له عمومي ټاکنو نه وروسته بحثونه د دې لامل شول چې کامرون د لیبرال دیموکراتانو سره د ګډ حکومت د مشر په توګه لومړی وزیر شي چې د ۱۸۱۰ کال لسیزې راهیسې د دې چوکي ترټولو ځوان واکمن ګڼل کېږي. د هغه د واک دوره، د ۲۰۰۰ کال د لسیزې په وروستیو کې د مالي کړکېچ د پرله پسې اغېزو تر برېد لاندې راغله. په دې کې د حکومت په ملي بودیجه کې لوی بحران را منځ ته شو چې حکومت یې د سختو ګامونو پر مټ د کمولو هڅه کوله. د نوموړي ادارې د روغتیایي او ټولنیزې پاملرنې قانون او د هوساینې د اصلاحاتو قانون تصویب کړ، چې په روغتیایي پاملرنه او هوساینه کې يې لوی بدلونونه را منځ ته کړل. هغه د کډوالۍ سخت سیاستونه هم پلي کړل، په زده کړه کې یې اصلاحات راوستل او د ۲۰۱۲ ز کال د لندن المپیک څارنه یې په غاړه درلوده. رویال میل او ځینې نورې دولتي شتمنۍ یې خصوصي سکتور ته ورکړې او په انګلستان او ویلز کې یې د همجنسبازانو واده ته قانوني بڼه ورکړه.[۱۶][۱۷]

په نړیواله برخه کې، د لیبیا په لومړۍ کورنۍ جګړه کې د کامرون حکومت پوځي لاس وهنه وکړه او د اسلامي دولت د بمبارۍ اجازه یې ورکړه. په کورنۍ برخه کې، د نوموړي حکومت د رایې ورکوونې د اصلاحاتو په ټول پوښتنه او د سکاتلند د خپلواکۍ په ټول پوښتنه باندې څارنه وکړه، چې دواړو د کامرون د خوښې پایلې درلودې. کله چې د ۲۰۱۵ ز کال په عمومي ټاکنو کې محافظه کارانو ناڅاپه ډېری رایې ترلاسه کړې، هغه د لومړي وزیر په توګه په واک کې پاتې شو، چې دا ځل یې د یوازې محافظه کار حکومت مشري په غاړه درلوده. د دې لپاره چې نوموړی د پرېکړه لیک ژمنه پوره کړي، په اروپايي اتحادیه کې یې د انګلستان د پر له پسې غړیتوب په اړه ټول پوښتنه وړاندې کړه. کامرون تل پلوي کوله، خو وروسته له هغه چې د وتلو په اړه  یې رایې بریالي شوې، هغه استعفا ورکړه، چې د نوي لومړي وزیر لپاره لاره هواره کړي چې تیریزا مې د هغه ځای ناستې شوه. د ۲۰۱۷ ز کال راهیسې، کامرون د الزایمر د څېړنې مرکز د رئیس په توګه دنده ترسره کوي.[۱۸][۱۹][۲۰]

کامرون د محافظه کار ګوند ته د عصري بڼې ورکولو او د بریتانیې د ملي بودیجې د کسر د مدیریت په برخه کې وستایل شو، خو په نوموړي باندې د هغې پرېکړې له امله نیوکه شوې ده، چې په اروپایي اتحادیه کې یې د بریتانیې د غړیتوب په اړه ټول پوښتنه ترسره کړه چې په انګلستان کې د ۲۰۱۰ ز لسیزې په وروستیو کې د سیاسي بې ثباتۍ لامل شوه. هغه د یوې خاصې ډلې له خوا، په حکومت پالنه او سیاسي فرصتپالنه هم تورن شوی دی. وروسته له هغه چې دنده یې پرېښوده، د ګرینسل کپیټل د کمپنۍ په استازیتوب د دولت وزیرانو او دولتي کارکوونکو ته د تبلیغ او هڅونې په رسوایی کې ښکېل ګڼل شوی دی.[۲۱][۲۲][۲۳]

د ژوند لومړي کلونه اومسلک

لومړنی کورنی ژوند  

ډېوېډ ویلیم ډونالد کامرون، د ۱۹۶۶ ز کال د اکتوبر په ۹مه  د لندن په مریلبون کې وزېږېد او د برکشایر په پیسمور سیمه کې لوی شوی دی. نوموړی یو ورورلري او د هغه نوم  وکیل الکساندر کامرون دی (چې په ۱۹۶۳ کال کې زېږېدلی)، مدافع وکیل دی او دوې خویندې لري. ایان ډونالد کامرون (۱۹۳۲-۲۰۱۰) چې د سهامو کمیشن کاره ده، کوچنی زوی دی او مېرمن یې ماري فلور ده چې د سولې متقاعده قاضي او د ویلیم ماونت، دویم بارونت لورده. ژورنالیست توبي ینګ، د کامرون مخینه" د اشرافو د منځنۍ لوړې طبقې" په توګه بیان کړی دی.  [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د کامرون پلار ایان، د هانتلي ابردین شایر ته نږدې په بلیرمور په کور کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې دي او د فرانسې تولون سیمې نږدې د ۲۰۱۰ز کال د سپتمبر په ۸ مه نېټه یې له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې دي، له زېږون نه د ایان دواړه پښې معیوبه وې او د هغو د درملنې لپاره یې په پرله پسې توګه عملیات وکړل. بلیرمور د کامرون د جد د پلار، الکساندر ګیدس له خوا ودان شوی چې په ۱۸۸۰ کلونو کې  مخکې له دې چې سکاتلند ته راستون شي، د شیکاګو په ایلینوس کې د غلو په سوداګرۍ کې یې ډېره شتمني لاسته راوړې وه. بلیرمور ډېر ژر د ایان له زېږېدنې وروسته وپلورل شو.    [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

کامرون ویلي دي: "زما د مور د کورنۍ اړخ، زما د مور مور لیویلین وه، نو ولزي نسب لري. زه د سکاتلندي، ولزي او انګلیسي رښتینی ترکیب یم." هغه په خپلو نیکونو کې الماني یهودي نسب ارتور لیویتا ته هم اشاره کړې ده چې د یدیش لیکوال الیا لویتا له اولادې نه دی.[۳۴][۳۵][۳۶]

زده کړې

کامرون له اووه کلنۍ نه په دوو خپلواکو ښوونځیو کې خپلې زده کړې پر مخ بیولې دي: په برکشایر کې د ونکفیلډ (اسکات ته نږدې) په هیدرداون ښوونځي کې چې شاهزاده اندریو او شاهزاده اډوارد یې د خپلو پخوانیو زده کوونکو په ډله کې شمېرل کېږي. نوموړی د ښو نمرو د درلودلو پر مټ نږدې دوه کاله ژر خپل عالي علمي ټولګي ته ورسېد. هغه د خپل پلار او مشر ورور نه وروسته په ۱۳ کلنۍ کې د برکشایر ایتون کالج ته ولاړ. د هغه لومړنۍ لېوالتیا له هنر سره وه. نوموړی عادې کچې د آزموینو یا O-Levels له ورکولو نه شپږ اوونۍ وړاندې د چرسو په څکولو ونیول شو. هغه په خپل جرم اعتراف وکړ، خو د نشه یی توکو په خرڅلاو کې یې لاس نه درلود، له دې امله و نه شړل شو، خو پرځای یې جریمه شو، د ښوونځي له چاپېریال نه له وتلو منع شو او "جورجیک" سزا (هغه سزا وه چې د لاتیني متن د ۵۰۰ کرښو لیکل په کې شامل وو) ورکړل شوه.  [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

کامرون دولس د عادې کچې آزموینې یا O-Levels او بیا دری د عالي کچې آزموینې یا A-Levels تېرې کړې: چې د هنر تاریخ، هغه تاریخ چې د مایکل کدسن له لوري هغه ته تدریس شو او له سیاست سره اقتصاد په برخو کې وې. هغه د اقتصاد او سیاست په سکالرشپ آزموینه کې درې 'A'  نمرې او یوه "1" نمره ترلاسه کړې وه. هغه په راتلونکي مني کې د آکسفورد پوهنتون کانکورآزموینه کې بریالی شو او نوموړي ته د براسینوز په کالج کې د سکالرشیپ وړاندیز وشو. [۴۱][۴۲]

کامرون په ۱۹۸۴ ز کال کې د ایتان له پرېښودو نه وروسته نهه میاشتنۍ رخصتي پیل کړه. هغه له خپل بللي پلار، تېم راتبون او وروسته د محافظه کار استازی لیوس سره د څېړونکي په توګه د درېو میاشتو لپاره دنده ترسره کړه، چې په دې وخت کې هغه د پارلمان د غړو په بحثونو کې ګډون کاوه. نوموړي بیا د خپل پلار له لارې په هانګ کانګ کې د درېو نورو میاشتو لپاره د جاردین ماتیسون له خوا د "غوره موکې(موقع - فرصت) " په توګه په یوه اداري پست کې وګمارل شو.   [۴۳][۴۴][۴۵]

کامرون له هانګ کانګ نه له راستنیدو وروسته، له شوروي اتحاد نه لیدنه وکړه چې دوو روسي کسانو چې په انګلیسي ژبه یې خبرې کولې، هغه ته نږدې شول. نوموړي ته وروسته یوه پروفیسور وویل چې: دا د  KGB له لوري، د هغه د استخدام لپاره "یوه یقیني هڅه" وه. 

کامرون د ۱۹۸۵ ز کال په اکتوبر کې د آکسفورد په براسینوز کالج کې د فلسفې، سیاست او اقتصاد په برخه  کې د لېسانس دوره پیل کړه. د هغه ښوونکي، ورنون بوګدانور، نوموړي د خپل تدریس په ترڅ کې "له تکړه" زدکوونکو نه ګڼلی چې، "معتدل او معقول محافظه کاره" سیاسي لیدلوری یې درلود.     [۴۶]

ګای سپیر، چې له نوموړي سره یې درسي توکي شریکول، هغه یو غوره زده کونکي ګڼي: "موږ خپله ټوله هڅه کوله چې اقتصادي اساسي مفاهیم درک کړو، خو د ډیویډ په پرتله بل هېڅ څوک نه و چې ان له مفاهیمو نه نږدې درک ترلاسه کړي. هغه به دا مفاهیم له یو بل سره په داسې ډول یو ځای کول، لکه څرنګه چې بریتانوي سیاسي سیستم ترتیب دی. هغه کولای شو، چې ما ته په دې اړه لکچر راکړي او زه به ناست وی او هغه به مې یادښت کول." کله چې بوګدانور په ۲۰۰۶ ز کال کې د بشري حقونو د قانون پرځای "د حقونو د قانون" په اړه د خپل پخواني شاګرد د نظرونو په اړه تبصره وکړه، که څه هم چې بوګدانور په خپله لیبرال دیموکرات و، وویل: "زه فکر کوم چې هغه ډېر مغشوش شوی. ما د هغه وینا لوستله، چې له نیمګړتیا ډکه ده. په هغې کې یو یا دوه ښه شیان شته دي، مګر یو څوک هغه ته، د غلط فهمۍ پر بنسټ په کمه سترګه ګوری".     [۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

کله چې په آکسفورد کې و، کامرون د بلینګدن کلب غړیتوب درلود، چې د زده کوونکو د خوړو یوه ځانګړې ټولنه ده چې د عجیب او غریب څښاک د دود له امله چې بده کړنلاره او زیان رسوونکی خاصیت لري، شهرت لري. د کامرون دوره په بلینګډن کلب کې د څلورم چینل په مستنده ډرامه کې، چې د   When Boris Met Dave یا کله چې بوریس د ډیو سره ولیدل تر نامه لاندې ده. د دې سرلیک سرلیک بوریس جانسن ته چې یو بل راتلونکی محافظه کار لومړی وزیر دی، اشاره کوي چې دوی دواړه په ورته وخت کې د دې کلب غړي وو.  [۵۱]

کامرون په ۱۹۸۸ ز کال کې د لېسانس له درجې نه په لومړۍ کچه ویاړونو فارغ شو ( وروسته په لوړه درجه ماسټري ته شامل شو).   [۵۲]

سرچینې