بیټ کوین

بیټ کوین () یو غیرمتمرکز ډیجیټل پولي واحد دی چې کېدلای شي، د سیالو(peer-to-peer) بیټ کوین شبکو ترمنځ انتقال شي. د بیټ کوین راکړه ورکړه د شبکوي غوټو په مرسته په کوډ شوې توګه ترسره کېږي او سوابق یې په یوه عامه ویشل شوي لیچر کې چې بلاکي ځنځیر (بلاک چین) ورته ویل کېږي ثبت کېږي. دغه کریپټوکرنسي په ۲۰۰۸ زکال کې د ساتوشي ناکاماتو په نوم د یوه نامعلوم کس یا یوې ډلې کسانو له خوا اختراع شوه. له دغه پولي واحد څخه ګټنه په ۲۰۰۹ زکال کې د هغې د پرانیستې سرچینې لرونکي سافټوېر له خپرېدو وروسته پیل شوه. [۱][۲]

بیټ کوین د هغو د استخراج له بهیر وروسته د هغو استخراج کوونکي ته د مکافاتو په توګه ورکول کېږي چې بیا یې کولای شي، په نورو پولي واحدونو، توکو او خدمتونو بدله کړي. په غیرقانوني راکړو ورکړو کې د بیټ کوین د استفادې، د استخراج پر مهال په زیاته کچه د برېښنا د لګښت (او د هغو له امله د کاربني پښې چاپ پرېښودل)، د بیې د اهتزاز او په مبادله کې د غلا له امله بیټ کوین تر نیوکو لاندې راغلې. یو شمېر پانګوالو او اقتصاد پوهانو څو ځله هغه د اقتصادي حباب/پوقانې په توګه توصیف کړې، خو یو شمېر نورو له هغې څخه د پانګونې په توګه په داسې حال کې کار اخیستی چې ګڼ شمېر نظارتي بنسټونو د بیټ کوین اړوند خبرداري ورکړي. بیټ کوین د رابرټ شیلر، ژوزف سټیګلتز او ریچارډ ټالر په ګډون د اقتصاد د علم د نوبل جایزې د لږ تر لږه اتو ګټونکو له خوا د اقتصادي حباب په توګه توصیف شوې. د استونیا مرکزي بانک، پانګوالو، اقتصاد پوهانو او ژورنالېستانو د بیټ کوین په اړه اندېښنه ښوولې او هغه یې پانزي چلوټي بللې. [۳][۴][۵][۶][۷]

د بیټ کوین کلیمه د ۲۰۰۸ زکال د اکټوبر په ۳۱ مه نېټه په یوه خپره شوې سپینه پاڼه کې تعریف شوه. دغه کلمه د دوو کلمو بیټ او کوین څخه ترکیب شوې کلمه وه. د بیټ کوین د لیکلو په موخه هېڅ واحد معیار شتون نه لري. یو شمېر سرچینې په لوی لومړني حرف سره بیټ کوین (Bitcoin) ټکنالوژي او کمپیوټري شبکې او په کوچني حرف بیټ کوین (bitcoin) د حساب واحد ته د اشارې په موخه کاروي. وال سټریټ ژورنال، The Chronicle of Higher Education او د اکسفورډ انګلیسي ډیکشنري په ټولو مواردو کې په لومړني کوچني حرف باندې د بیټ کوین له لیکلو ملاتړ کوي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۰]کينډۍ:R/superscript

یو شمېر سیمه ئیز او ملي حکومتونه، په رسمي توګه له بیټ کوین څخه د یو شمېر ظرفیتونو په برخه کې ګټنه کوي او همدارنګه السلواډور او د مرکزي افریقا جمهوریت دواړو بیټ کوین د قانوني پولي واحد په توګه منلی دی.

ډیزاین

واحدونه او وېش منل

د بیټ کوین د محاسبوي سیسټم واحد بیټ کوین دی. د بیټ کوین د ښوولو پولي کوډ BTC او XBT دي. یوني کوډ کرکټر یې ₿ دی. یو بیټ کوین په اته خانې اعشاریې د وېش وړ دی. د بیټ کوین کوچني واحدونه، میلي بیټ کوین (mBTC) چې د بیټ کوین 11000  برخه کېږي او  ساتوشي (sat) واحد چې د بیټ کوین اختراع کوونکي ته د درناوي په توګه نومول شوی او د بیټ کوین 1100000000  (یو پر سل میلیون) برخه جوړوي. ۱۰۰،۰۰۰ ساتوشي یو ملي بیټ کوین کېږي. [۱۴][۱۵]

بلاکي زنځیر

د بیټ کوین بلاکي زنځیر هغه عامه لیچر دی چې د بیټ کوین راکړه ورکړه په کې ثبت کېږي. دا د بلاکونو د زنځیر په توګه عمل کوي چې هر بلاک د هغو له پخواني بلاک څخه د هغو تر پیدایښتي بلاک پورې کارتوګرافیک لوګاریتمونه اخلي. د ارتباطي غوټو شبکه چې د بیټ کوین سافټوېر په کې پرانستل کېږي دغه بلاکي زنځیر خوندي ساتي. د بېلګې په توګه تادیات کوونکی X په دغه شبکه کې له موجود سافټویر څخه په ګټنې Y بیټ کوینونه Z اخیستونکي ته لېږي. [۱۶]

شبکوي غوټې کولای شي، د راکړو ورکړو اعتبار وازمويي، هغه د خپل لیچر کاپي ته اضافه کړي او بیا په دغه لیچر کې اضافي راکړې ورکړې نورو غوټو ته نشر کړي. د مالکیت د زنځیر خپلواک تائید ته د لاسرسي په موخه د شبکې هره غوټه له بلاکي زنځیر څخه د ځان لپاره یوه کاپي ساتي. [۱۷]

راکړې ورکړې

راکړې ورکړې د فورث په توګه د پروګرام لیکنې له ژبې څخه په ګټنې تعریف کېږي. معاملات هم له یو یا څو ورودي او یو یا څو خروجي څخه جوړېږي. هغه مهال چې یو کاروونکی بیټ کوین لېږي، د هغو د رسېدو آدرس او د لېږل کېدنې بیټ کوین کچه په یوه خروجي کې مشخصه کوي. د بیټ کوین د دوه ځلي مصرف څخه د مخنیوي په موخه باید هره ورودي په بلاکي زنځیر کې پخوانۍ نه مصرف شوې خروجي ته اشاره وکړي. له څو ورودي ګانو څخه ګټنه په یوه نغدي ورکړه کې له څو سکو څخه استفادې ته اړوندېږي. له دې امله چې یوه ورکړه/انتقال کېدلای شي، څو خروجي ګانې ولري، نو کارکوونکي کولای شي، بیټ کوینونه د یوه انتقال پر مهال څو اخیستونکو ته ولېږي. لکه په یو نغدي انتقال کې د ورودي ټولګه (هغه سیکې چې د انتقال لپاره کارول کېږي) کېدلای شي، د پام وړ ورکړو له شمېر زیاتې شي. په دغه ډول حالت کې له یوې اضافه خروجي څخه ګټنه کېږي چې تغییر بېرته د هغو لېږدونکي ته ورکوي. په هره ورودي کې هغه ساتوشي چې د انتقال په خروجي کې ورته پام نه وي شوی د انتقال په فیس تبدیل کېږي. [۱۸]

له دې سره چې د انتقال فیس اختیاري دی، استخراج کوونکي کولای شي هغو انتقالاتو ته چې ډېر فیس ورکوي لومړیتوب ورکړي. استخراج کوونکي کېدای شي انتقالات د هغو د فیس او د خپلې زخیرې کولو د کچې پر بنسټ وټاکي، نه یوازې د هغو پیسو پر بنسټ چې د فیس په توګه ورکول کېږي. دغه فیس په معمول ډول د هربایټ پر سر د ساتوشي (sat/b) له مخې حساب کېږي. د انتقالاتو کچه د هغو د ورودي او خروجي شمېر ته اړونده ده.

په پیل کې په بلاکي زنځیر کې د شته بلاکونو اندازه ۳۲ میګابایټو ته محدوده وه. په ۲۰۱۰ زکال کې ساتوشي ناکاموتو د هر بلاک د محدودیت اندازه یو میګابایټ ټاکلې وه. په پایله کې د بلاک یو میګابایټي اندازې د انتقالاتو په برخه کې یو لړ ستونزې رامنځته کړې چې په کې د انتقالاتو د فیس زیاتوالی او د انتقالاتو په بهیر کې ځنډ شاملېدل. [۱۹]

مالکیت

په بلاکي زنځیر کې بیټ کوینونه د بیټ کوین په آدرسونو کې ثبت کېږي. د بیټ کوین د یو آدرس جوړولو په موخه د یوې معتبرې تصادفي خصوصي کلي او د بیټ کوین د آدرس له محاسبې پرته بل څه ته اړتیا شتون نه لري. دغه عمل کېدای شي په څو ثانیو کې ترسره شي، خو برعکس د یوه ټاکل شوي بیټ کوین د آدرس د خصوصي کلي محاسبه عملا ناشونې ده. کارکوونکي کولای شي له نورو وغواړي د یو بیټ کوین آدرس د هغو د خصوصي کلي له ګواښ سره مخ کولو پرته عمومي کړي. له دې سربېره معتبرې خصوصي کلیانې دومره زیاتې دي چې ناشونې ده څوک دې یوه جوړه کلي ګانې چې له وړانډې ګټنه ترې شوې او بودیجه لري؛ محاسبه کړي. یو کس د دې لپاره چې وکولای شي خپل بیټ کوینونه مصرف کړي، مالک یې باید د هغو د خصوصي کلي په اړه وپوهېږي او همدارنګه انتقال په ډیجیټل توګه لاسلیک کړي. شبکه د عمومي کیلي څخه په ګټنې لاسلیک تائید کوي او خصوصي کیلي هېڅکله نه فاش کېږي. [۲۰][۲۱][۲۲]

که چېرې خصوصي کیلي ورکه شي، د بیټ کوین شبکه بیا نه شي کولای، د مالکیت هېڅ مدرک تشخیص کړي؛ بیا نو سیکه د استفاده وړ نه ده او مؤثریت نه لري. د بېلګې په توګه: په ۲۰۱۳ زکال کې یو کاروونکي ادعا وکړه چې د ۷،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت یې ۷۵۰۰ بیټ کوینونه، هغه مهال په تصادفي ډول له لاسه ورکړي چې هغه هارډېسک چې د هغو خصوصي کیلي په کې ثبت وه، له لاسه یې ورکړ. [۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې