بهیمراو رامجي امبېدکار

بهیمراو رامجي امبېدکار (۱۴ اپریل ۱۸۹۱ ز – ۶ دسمبر ۱۹۵۶ز) یو هندی قاضي، اقتصادپوه، سیاستوال او ټولنیز سمونوال و ، چې د دالیت بودايي خوځښت يې رامنځته کړ او د نجسو وګړیو (دالیتانو) سره د ټولنیز توپیري چلند پر وړاندې یې مبارزه وکړه. هغه په بریتانوي هند کې د وایسرای په اجرائیوي شورا کې د کار وزیر، د مؤسسینو د تسوید کمېټې مشر، د خپلواک هند لومړی د قانون او عدالت وزیر او د هند د اساسي قانون اصلي معمار بلل کېږي.

ميترېيه (۱۹۵۰–)[۱]  د (P511) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بهیمراو رامجي امبېدکار
(مراٹھی: भीमराव रामजी आंबेडकर)
(انګلیسي: Bhimrao Ramji Ambedkar)
(هندي: भीमराव रामजी आंबेडकर د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بهیمراو رامجي امبېدکار
بهیمراو رامجي امبېدکار

د شخص معلومات
زیږون نوم(انګلیسي: Bhīvā Rāmjī Sakpāḷ)
(مراٹھی: भीवा रामजी सकपाळ د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت۱۴ اپرېل ۱۸۹۱[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه6 ډيسمبر 1956 (65 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نوي دهلي   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لاملناروغي   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديرهممبای   د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځایهند (۱۸۹۱–۱۹۵۶)
د امریکا متحده ایالات (۱۹۱۳–۱۹۱۶)
لندن (۱۹۱۶–۱۹۱۷)
لندن (۱۹۲۰–۱۹۲۲)  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتبرېتانوي هند (۱۸۹۱–۱۹۴۷)
هند (۱۹۴۷–۱۹۵۶)
د هند اتحاد (۱۵ اگسټ ۱۹۴۷–۲۶ جنوري ۱۹۵۰)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد178 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهببوديزم [۹][۱۰][۱۱]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د راجيه سبا غړيتوب   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۳ اپرېل ۱۹۵۲  – ۶ ډيسمبر ۱۹۵۶ 
عملي ژوند
تعلیمممبای پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استادجان ډېوي [۱۲]  د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلکسياستوال [۱۳]
ليکوال
فیلسوف
خبريال
د بشري حقوقو فعال
دينپوهنه   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبهمراټي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۱۴]
هندي
آلماني ژبه [۱۵]
سانسګریت ژبه
بنګالي ژبه
ګجراتي
کناډا ژبه
پارسي
فرانسوي [۱۲]
مراټي ژبه [۱۶]
اوردو ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهوټپوهنه
فلسفه
وګړنيز حقوق
وګړپوهنه
سياست
ټولنه
اساسي قانون
مذهب   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثرگوتاما بودا [۱۷]
جان ډېوي [۱۸]  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریکد هند د خپلواکۍ غورځنګ   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
 بهارت رتنا [۱۹]  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
بهیمراو رامجي امبېدکار
بهیمراو رامجي امبېدکار

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

امبېدکار د ډېرو آثارو لرونکی یو تکړه زده کړیال(محصل) و، چې هم يې د کلمبیا پوهنتون او هم یې د لندن د اقتصاد ښوونځي پوهنتون څخه په اقتصاد کې دوکتوراوې ترلاسه کړې دي.  هغه په حقوقو، اقتصاد او سیاسي علومو کې د خپلو څېړنو له امله یو عالم ګڼل کېږي. د کاري ژوند په لومړیو کلونو کې، هغه یو اقتصاد پوه، پروفیسور او حقوقپوه(مدافع وکیل) و. وروسته هغه سیاسي فعالیتونو ته ورننوت او د هند د خپلواکۍ لپاره په کمپاین او مذاکراتو کې ښکېل و. امبېدکار ژورنالونه خپرول، د دالیتانو لپاره يې د سیاسي حقونو او ټولنیزو آزادیو د حق غوښتنه کوله او د هند د دولت په رامنځته کولو کې یې د پام وړ منډه ترړه کړې ده. په ۱۹۵۶ز کال کې، هغه بودايي دین ته واوښت چې په پایله کې يې ډېر دالیتان هم د دې مذهب پیروان شول. [۲۰][۲۱]

په ۱۹۹۰ز کال کې، د امبېدکار له مړینې څو لسیزې وروسته، هغه ته د هند تر ټولو لوړ ملکي مډال، بهارات راتنا ورکړل شو. د امبېدکار په میراث کې ګڼ یادڅلي او په ولسي کلتور کې یادونه شامل دي.

ماشومتوب او ځواني

امبېدکار د ۱۸۹۱ز کال د اپریل میاشتې په ۱۴مه نېټه، د د منځنیو آیالتونو (اوسني مادهیا پردېش) د مهو په ښار او پوځي چوڼۍ کې (چې اوسنی رسمي نوم يې ډاکټر امبېدکار ناګار دی) نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه د پوځي افسر او صوبه دار رامجي مالوجي ساکپال او بهیمابای ساکپال، چې د لخمن موربادکار لوره وه، څوارلسم او وروستی بچی و. د هغه کورنۍ د مرهټه قبیلې څخه وه او د ننني ماهاراشترا آیالت د راتنګیري ولسوالي په امبداوي (مانداګاد تالوکا) ښارګوټي پورې تړاو لري. امبېدکار په یوه ماهار (دالیت) طبقه کې وزېږېد، چې له دوی سره د نجسو وګړو په توګه چلند کېده او له ټولنیز او اقتصادي تبعیض سره مخامخ وو. د امبېدکار پلرونو او نیکونو له پخوا راهیسې د ختیځ هند بریتانوي کمپنۍ سره کار کاوه او پلار يې د بریتانوي هند پوځ په مهو چوڼۍ کې خدمت کړی دی. که څه هم دوی به ښوونځي ته تلل، خو د امبېدکار او نورو نجسو وګړو ماشومان به جلا ساتل کېدل او ښوونکو به يې ډېره لږه پاملرنه او یا مرسته ورسره کوله. دوی ته اجازه نه وه چې د ټولګي دننه کښېني. دوی به چې کله اوبو څښلو ته اړتیا درلوده، د لوړپوړ طبقې یو چا به دوی ته له پورته ځایه اوبه راپرېښودې، ځکه دوی ته اجازه نه وه چې پر اوبو یا د اوبو پر لوښو يې لاس ولګېږي. د ځوان امبېدکار لپاره به دا کار د ښوونځي کارګر ترسره کاوه او کله به چې کارګر نه و، نو امبېدککار به همداسې تږی پاتې شو، هغه وروسته په خپلو لیکنو کې دې حالت ته "چې کارګر نه وي، اوبه هم نشته" خطاب وکړ. هغه به د ګونۍ په یوه کڅوړه کېناست او بېرته به یې کور ته ورسره وړله. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

رامجي سېکپال په ۱۸۹۴ز کال کې تقاعد شو او دوه کاله وروسته یې کورنۍ ساتارا ته کډه شوه. د هغوی له کډه کېدو لږ وروسته، د امبېدکار مور مړه شوه. ترور(عمه ) يې د ماشومانو پالنه کوله او دوی په سخت حالت کې ژوند کاوه. د امبېدکار درې زامن – بالارام، اناندراو او بهیمارو – او دوه لوڼې – مانجولا او تولاسا – ژوندۍ پاتې شوې. د وروڼو او خویندو تر منځ یواځې امبېدکار په ازموینو کې بریالی شو او لېسه یې ولوسته. د هغه اصلي تخلص سکېپال و، خو پلار يې دی د امبېداوېکار په نامه ثبت کړ، په دې معنا چې هغه د راتناګیري په ولسوالۍ کې له خپل اصلي کلي 'امبېداو' څخه راغلی دی. د هغه دیوروکهي برهمن ښوونکی، کریشناجي کېشاو امبېدکار، د ښوونځي په اسنادو کې د بهیمراو تخلص له 'امبېداوېکار' څخه خپل وروستي نوم 'امبېدکار' ته واړاوه. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

زده کړه

د لېسې دورې زده کړه

په ۱۸۹۷ز کال کې د امبېدکار کورنۍ بمبیي ته کډه شوه او امبېدکار هلته لومړی نجس وګړی و چې د الفنسټن په لېسه کې داخله ورکړل شوه. په ۱۹۰۶ز کال کې، چې کله دی یواځې د ۱۵ کلونو و، د رامابای په نامه يې له یوې نهه کلنې نجلۍ سره واده وکړ. د هغه مهال له دودونو سره سم، د واده دا جوړه د مور او پلار په وسیله تنظیم شوې وه. [۳۷]

زده کړیال(محصل) امبېدکار

د بمبيي په پوهنتون کې زده کړه

په ۱۹۰۷ ز کال کې، هغه د کانکور په ازموینه کې بریالی شو او د بمبيي پوهنتون سره نښتي الفنسټون کالج کې شامل شو. امبېدکار وايي چې:هغه د ماهار طبقې لومړنی کس و چې هلته يې زده کړه پیل کړه. کله چې هغه د انګلیسي ژبې د څلورم معیار په ازموینو کې بریالی شو، نو د سیمې خلکو يې غوښتل، جشن ورته ونیسي، ځکه د دوی په اند، هغه ډېر ستر سړی شوی و، خو امبېدکار وايي چې: دا د جشن نیولو وړ ځکه نه وه، چې د نورو ټولنو په خلکو کې دا ډول تعلیم یوه عادي خبره وه. امبېدکار ته ښه خوندور ولسي جشن ونیول شو او هلته بیا لیکوال او د کورنۍ ملګري دادا کېلوسکار هغه ته د بودا ژوندلیک کتاب ډالۍ کړ. [۳۸]

په ۱۹۱۲ز کال کې، هغه  له بمبيي پوهنتون څخه په اقتصاد او سیاسي علومو کې لېسانس ترلاسه کړ او د بارودا آیالت په حکومت کې يې د دندې ترلاسه کولو لپاره چمتو و. د هغې ښځې يې ځوانه کورنۍ له بوتلله او هغه مهال يې په کار پیل وکړ چې کله امبېدکار په چټکۍ سره په بمبيي کې د خپل ناروغ پلار لیدو ته ورستون شو، خو پلار يې د ۱۹۱۳زکال د فبرورۍ په دویمه نېټه وفات شو. [۳۹]

د کلمبیا په پوهنتون کې زده کړه

په ۱۹۱۳زکال کې، امبېدکار د ۲۲ کلونو په عمر امریکا ته لاړ. هغه ته بارودا آیالت د درېیو کلونو لپاره په میاشت کې د یوولس نیمو پونډو (£11.50) په ارزښت یو بورس ورکړ، چې د درېیم ساواجیراو ګیکواد (د بارودا ګیکواد) له خوا د نیویارک ښار د کلمبیا په پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړو موکې(فرصت) د برابرولو لپاره رامنځ ته شوی و. هغه ته په لوېنګسټون هال کې د ناوال بهاتینا په نامه له یوه زردتشي سره ګډ اطاق ورکړل شو. ناوال يې بیا تر پایه انډیوال پاتې شو. هغه د ۱۹۱۵ز کال په جون میاشت کې د ماسټرۍ درجې په ازموینه کې بریالی شو او په اقتصاد او د ټولنپوهنې، تاریخ، فلسفې او وګړپېژندنې په نورو مضمونو کې زده کړې وکړې. د هغه د ماسټرۍ د تېزس سرلیک و: (د هند لرغونې سوداګري). امبېدکار د جان ډېوي او د ډموکراسی(ولسواکي) په تړاو د هغه له آثارو اغېزمن شو. [۴۰]

په ۱۹۱۶ ز کال کې، هغه خپل دویم تېزس( د هند ملي امتیاز – یوه تاریخي او تحلیلي څېړنه)، د یوې بلې ماسټرۍ لپاره بشپړ کړ. د مۍ میاشتې په نهمه نېټه، هغه د وګړپېژندونکي الکساندر ګولډن وایزر له خوا په جوړ شوي سیمینار کې خپله علمي مقاله وړاندې کړه: (په هند کې طبقې: جوړښت، پیدایښت او پراختیا). [۴۱]

د لندن د اقتصاد ښوونځي په پوهنتون کې زده کړه

امبېدکار (په منځنۍ کرښه کې، له ښي اړخه لومړی) د لندن د اقتصاد ښوونځي په پوهنتون کې له خپلو استادانو او ملګرو سره (۱۷-۱۹۱۶ز)[۴۲]

د ۱۹۱۶ز کال په اکتوبر میاشت کې، امبېدکار په ګرې اینن کې د حقوقپوهانو انجمن کورس کې شامل شو او په ورته مهال يې ، د لندن د اقتصاد ښوونځي په پوهنتون کې داخله واخیسته او هلته يې د دوکټورا پر تیزس کار پیل کړ. [۴۳]

سرچينې او ياداښتونه