د کوويډ-۱۹ واکسين

د کوويډ-۱۹ واکسين په دې موخه جوړ شوی واکسين دی، تر څو د کرونا وايرس-۲ د سختو تنفسي نښو (SARS‑CoV‑2) په وړاندې مناسب خونديتوب ورکړي. دا هغه وايرس دی چې د ۲۰۱۹ ز(کوويډ-۱۹) کرونا وايرس لامل ګرځي. د کوويډ-۱۹ له وبا مخکې د کروناوايرس د جوړښت او فعاليت په اړه د پوهاوي ټولګه موجوده وه، کوم وايرس چې د سختو تنفسي نښو په ښودلو سره د دې ناروغۍ او دهغې ناروغۍ سبب ګرځي چې په لومړي ځل په منځني ختځ (MERS) کې راڅرګنده شوې وه. دې معلوماتو د ۲۰۲۰ز کال په لومړيو کې د دې وايرس په وړاندې د واکسين جوړولو کچې ته وده ورکړه. په لومړي سر کې د (SARS-CoV-2) د واکسينو تمرکز له وړاندې څخه د ناروغۍ د نښو او يا ډېر ځله د سختې ناروغۍ پر مخنيوي و. د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ په لسمه نېټه، د (SARS-CoV-2)  واکسين جينټيکي لړۍ معلومات د GISAID له لارې شريک شول او دمارچ په نولسمه نېټه د درمل جوړولو نړيوال صنعت له کوويډ-۱۹ سره د مبارزې ستره ژمنه وکړه. د کوويډ-۱۹ واکسين له دې امله زيات ستايل شوی، چې د کوويډ-۱۹ناروغۍ د سختوالي يا له دې کبله د مړينې کچه يې کمه کړې ده.[۱][۲][۳][۴]

ډېرو هېوادونو د دې واکسين پړاويز وېش عملي کړی دی او هغه چاته لومړيتوب ورکوي چې له لوړو پېچلو ګواښونو سره مخامخ وي، لکه زيات عمر او يا هغه څوک چې د مخامخ کېدو يا لېږد له لوړ ګواښ سره مخامخ وي، لکه روغتيايي کارکوونکي.  [۵]

د ۲۰۲۱ز کال د نومبر په اته وېشتمه نېټه، د عامې روغتيا د ملي ادارو د رسمي راپورونو پر بنسټ، په ټوله نړۍ کې د کوويډ-۱۹ ۷.۹۴ ميليارده ډوزه واکسين ورکړل شوي دي. د ۲۰۲۰ز کال د دسمبر تر مياشتې پورې هېوادونو له مخکې څخه له لس ميليارده څخه د زيات ډوزه واکسين غوښتنه کړې ده، په داسې توګه چې نږدې نيمايي واکسين يې هغو هېواودنو پيرودلي چې عايد يې زيات دي او همدا هېوادونه د نړۍ د نفوس څوارلس سلنه جوړوي.[۶][۷][۸]

مخینه(شالید)

له کوويډ-۱۹ مخکې، د ساري ناروغيو لپاره واکسين له څو کلونو څخه په کم وخت کې نه دي توليد شوي او داسې هېڅ واکسين نه و، چې په انسانانو کې د کرونا وايرس د انتقال مخنيوی وکړي. په هر حال، له کرونا وايرسونو څخه د راپيدا شوو ګڼو حيواني ناروغيو په وړاندې واکسين جوړ شوي وو، په هغې کې (په ۲۰۰۳ز کال کې) په مرغانو کې د برانشيت وايرس عفوني کېدل، د سپيو کرونا وايرس او د پېشوګانو کرونا وايرس شامل دي. د «کروناوايريډيا» د کورنۍ وايرسونو لپاره کوم چې پر انسان اغېز کوي، د واکسينونو د جوړولو د مخکېنيو پروژو موخه، د سختو تنفسي نښو ناروغۍ (SARS) او منځني ختيځ د تنفسي ناروغۍ (MERS) وې. د SARS او MERS لپاره واکسين په غیر انساني حيواناتو ازمايل شوي دي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ز کلونو کې د تر سره شوې څېړنې پر بنسټ، په دې وختونو کې په ټوله نړۍ کې د SARS د درملنې په موخه د نوو واکسينونو او درملو پېژندنه او وده د حکومتونو او عامې روغتيا ادارو لومړيتوب و. په انسانانو کې د SARS په وړاندې د خونديتابه داسې ثبت شوي واکسين نه شته چې خوندي او اغېزمن وي. د MERS په وړاندې د درملنې لپاره هم ثابت شوي واکسين نه شته. په داسې حال کې چې MERS خپور شو، باور کېده چې د SARS په اړه شته تحقيقات به د MERS-CoV په وړاندې واکسينو او درملنې ته د ودې ورکولو لپاره ګټور بنسټ و اوسي. د ۲۰۲۰ز کال د مارچ له مياشتې څخه، د (ډي.اين.ای پر بنسټ) د MERS يوازې يو واکسين موجود و، کوم چې په انسانانو کې لومړی ازمېښتي پړاو بشپړ کړی و او درې نور په دوران کې وو، دا ټول د لېږدېدو وړ وايرسونو واکسين و: دوه يې اډنوويرسي د لېږد وړ و چې (ChAdOx1-MERS, BVRS-GamVac) بلل کېږي او يو يې د MVA- لرونکی واکسين دی چې (MVA-MERS-S) بلل کېږي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

واکسينونه چې د يو غير فعال يا کمزوري وايرس څخه جوړېږي، کوم چې په هګيو کې وده کړې وي، په عمومي توګه له يوې لسيزې زيات وخت اخلي، تر څو جوړ او توليد شي. د دې په مقابل کې mRNA يو ماليکول دی، چې ژر جوړېږي، له کوويډ-۱۹ وبا لسيزې مخکې د ناروغيو په وړاندې د مبارزې په موخه، د «ډرو وايزمن» او «کاتالين کاريکو» په څېر پوهانو د mRNA په اړوند څېړنې پيل کړی وي، دوی په موږکانو ازموينې کولې. موډرينا په ۲۰۱۵ز کال کې په انسانانو د mRNA واکسينو د ازمويلو پيل وکړ. د ايبولا ناروغۍ په اړوند د دې ټيکنالوژۍ له تصفيه کېدو وروسته، د لېږد وړ وايرسي واکسين د کوويډ-۱۹ وبا لپاره هم جوړ شول.[۲۳][۲۴]

په داسې حال کې چې د کوويډ-۱۹ لپاره د ګڼو واکسينونو د کارولو واک يا اجازتنامه ورکړل شوې، د پېښو د څارنې او مشاهداتي مطالعاتو له لارې په رښتینې نړۍ کې د واکسينو د اغېزمنتيا په اړه ارزونې پيل شوې دي. يوه مطالعه د SARS-CoV-2 په وړاندې د mRNA ورکړل شوي واکسين د اوږدې مودې خونديتابه په اړوند په ارزونه بوخته ده. [۲۵][۲۶]

جوړښت

د ۲۰۲۰ز کال د سپتمبر له مياشتې، يوولس نوماندان په بستري پرمختګ کې مرستدويه درمل کاروي، تر څو دفاعي ځواک زیات کړي. د دفاعي ځواک زياتولو مرستندويه درمل هغه ماده ده، کومه چې له واکسينو سره يو ځای جوړېږي، تر څو د کوويډ-۱۹ وايرس يا انفلوينزا وايرس په څېر انټي جين په وړاندې مدافعتي غبرګون لوړ کړي. په ځانګړي ډول، مرستندويه درمل کېدای شي، د کوويډ-۱۹ واکسين د نوماند د جوړېدو لپاره وکارول شي، تر څو په واکسين شوو خلکو کې د کوويډ-۱۹ عفونيت يا مخنيوي لپاره د هغې مدافعتي وړتيا او ګټورتيا لوړه کړي. په کوويډ-۱۹ واکسينو کې کارول شوي مرستندويه درملو جوړول کېدای شي، په ځانګړي ډول د هغو ټيکنالوژيو لپاره اغېزناک وي، کوم چې د کوويډ-۱۹ غیر فعالو وايرسونو او د پروټين پر بنسټ د بيا يو ځای کولو يا د لېږد پر بنسټ ولاړ واکسين کاروي. المونيم مالګه چې د «الوم» په نوم پېژندل کيږي، لومړي مرستندويه درمل و چې د اجازه ورکړل شوو واکسينو لپاره وکارېدل او په نږدې اتيا سلنه مرستندويه واکسينو کې غوره مرستندوی بلل شوي. الوم مرستندوی مختلف ما ليکولي او حجروي ميکانيزمونه پيلوي، تر څو له التهابي کېدو څخه مخکې د «سيتوکينونو» د خوشې کېدو په ګډون مدافعتي قوه پیاوړې کړي.  [۲۷][۲۸][۲۹]

لړۍ

د ۲۰۲۱ز کال د نومبر په مياشت کې، د معلوماتو د آزادۍ د غوښتنې په ځواب کې، د انګلستان د درملو او روغتيايي توليداتو د مقرراتو د ادارې له خوا د (AstraZeneca) او (Pfizer/BioNTech) واکسينونو بشپړ نيوکلئوتيدي لړۍ خپره شوه.[۳۰][۳۱]

روغتيايي څېړنه

د کوويډ-۱۹ واکسينو طبي څېړنې د کوويډ-۱۹ د واکسينو د ځانګړتياوو د موندلو په موخه، بستري څېړنه تر سره کوي. په دې ځانګړتياوو کې اغېزناکتيا، چلند او خونديتوب شامل دي. مرکزي دولتونو ۲۶ واکسينو ته د کارېدو اجازه ورکړې، اووه يې د بېړني حالت يا بشپړ کارولو لپاره د لږ تر لږه يوې کره څارونکې ادارې له خوا جازه لري، چې د روغتيا نړيوال سازمان له خوا په رسمېت پېژندل شوې ده؛ پنځه يې په څلورم پړاو کې دي. ۲۰۴ واکسينونه تر طبي ازموينو لاندې دي، چې تر اوسه اجازه نه ده ورکړل شوې. نهه طبي ازموينې يې د هترولوګ واکسينونو د پړاوونو په اړه فکر کوي.

د لږ تر لږه يوې ملي څارنيزې ادارې له خوا شپږ وېشتو واکسينو ته اجازه ورکړل شوې چې په عام ډول وکارول شي: يو ډي اين ای واکسين (ZyCoV-D)، دوه ار اين ای واکسين (Pfizer–BioNTech and Moderna)، لس معمولي غیر فعال واکسين (د چين د روتيايي علومو اکاډمي، CoronaVac, Covaxin, CoviVac, COVIran Barekat, FAKHRAVAC, Minhai-Kangtai, QazVac, Sinopharm BIBP and WIBP)، پنځه د لېږد وړ وايرسي واکسين (Sputnik Light, Sputnik V, Oxford–AstraZeneca, Convidecia, and Janssen) او اته د نيمه واحد واکسين (Abdala, COVAX-19, EpiVacCorona, MVC-COV1901, Novavax, Razi Cov Pars, Soberana 02, and ZF2001) دي. د ۲۰۲۱ز کال د جولای تر مياشتې پورې درې سوه او درېش نوماند واکسين د ودې په بېلا بېلو پړاوونو کې وو، يو سل او دوه يې تر کلينيکي څېړنو لاندې وو،  په دوی کې دېرش يې د څېړنې په لومړي پړاو کې وو، دېرش يې د لومړي او دویم پړاو په منځ کې، پنځه وېشت يې په درېیم څېړنيز پړاو کې او اته يې د ودې په پنځم پړاو کې و.

له واکسين وروسته عوارض

له واکسين وروسته امبوليک او ترمبوليک پېښې، چې له واکسين څخه راپيدا شوي پروترومبوتيک خونديتوب او ترومبوسيتوپني (VIPIT)، له واکسين څخه راپیدا شوي د ترومبوټيک ترومبوسيتوپني (VITT) خونديتابه يا له ترومبوسيتوپني سندروم سره مل ترومبوسيز (TTS) په نوم هم پېژندل کېږي، د وينې د غوټه کېدو سينډروم دي، کوم چې په لومړيو کې په ځينو خلکو کې لېدل شوي وو، چا چې له مخکې څخه د کوويډ-۱۹ وبا په اوږدو کې د Oxford–AstraZeneca په نوم کوويډ-۱۹ واکسين (AZD1222) کړي و. همدا بيا وروسته د جانسن په کوويډ-۱۹ (جانسن او جانسن) واکسين کې ښودل شوي و او دا بيا تر هغه وخته وځنډول شول، تر څو چې د هغې خونديتوب بيا ورازول شو.

د ۲۰۲۱ز کال په اپريل مياشت کې، AstraZeneca او EMA د AZD1222 په اړه خپل معلومات د روغتيا پالونکو مسلکيانو لپاره  تازه کړل او ويې ويل:  دا «د منلو وړ» ده، چې د واکسين او ترومبوسس د شتون تر منځ ترومبوسايټوپينيا سره د اړيکې يو لامل شته او «سره له دې چې دا ډول منفي غبرګون ډېر کم وي، خو له هغه څخه دا عکس العمل زيات شو چې په عام نفوس کې يې تمه کېږي».

سرچينې