مسلمان

مصري مسلمانان د لمونځ پرمهال

مسلمان ( عربي: مسلم، مسلمة)، (انګريزي:Muslim)هغه کس ته وایي چې د اسلام په دین ایمان لري. که څه هم د مسلمانانو د عقیدې له مخې اسلام د خدای دین دی او دا دین له رسول الله صلی الله علیه وسلم مخکې هم موجود او هغه څوک چې د الله د دین پیروي کوي مسلمانان دي. د بېلګې په توګه د قرآن له مخې حضرت ابراهيم (ع ) هم مسلمان و. خو نن ورځ د مسلمان مانا هغه څوک دی چې د رسول الله صلی الله صلی اللہ علیه و آله وسلم په دین عمل کوي او ایمان لري. ځکه چې حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د دغو انبیاوو په اخیر کې راغلی او د هغه په راتګ د اسلام پخواني احکام منسوخ او نوي احکام د الله جل جلاله له لوري رانازل شوي چې تر قيامته به پرې عمل کول فرض وي.

په نړۍ کې د مسلمانانو د نفوس تناسب

د اسلامي عقيدې بنسټ

په لومړي سر کې به هغه کسان چې اسلام به يې مانه دا اعتراف کاوه چې الله یو دی او محمد د صلی اللہ علیه و آله وسلم دی. په دې طریقه هر څوک د اسلام دائرې ته داخلیږي. کله چې څوک حضرت محمد صلی اللہ علیه و آله وسلم د الله تعالی د رسول په توګه ومني نو په هغه باندې لازمه ده چې په هر هغه څه ایمان راوړي او د هغه د پیروي کولو هڅه وکړي. د بېلګې په توګه حضرت محمد صلی الله عليه واله وسلم وويل چې له ما وروسته بل نبي نشته او هغه د خداى وروستى رسول دى، نو پر دې ايمان راوړل د اسلام له دندو څخه دي. د اسلام اساسي عقیدې چې په دې اړه د مسلمانانو په هیڅ فرقه کې اختلاف نشته په لاندې ډول دي

  • الله يو دی او هیڅ شریک نه لري، له هغه پرته بل د عبادت وړ نشته.
  • حضرت محمد صلی اللہ علیه و آله وسلم د الله تعالی وروستی پیغمبر او رسول دی.
  • قرآن د الله تعالی کتاب دی او هره کلمه او حرف يې د الله تعالی له لوري دی.
  • په قیامت او حساب، تر مرګ وروسته پر ژوند باندې ایمان درلودل
  • د لمانځه، روژې، زکات، جهاد او حج په فرضيت ايمان (د هغو کسانو لپاره چې د حج توان لري)
  • په ملائکو (پرېښتو)، پخوانیو پیغمبرانو او کتابونو ایمان لرل

هغه څوک چې په پورتنیو شیانو باور لري مسلمان بلل کیږي. له دې پرته نور اختلافونه فرعي او سیاسي دي.

د مسلمانانو شمېر

د مسلمانانو شمېر
د مسلمانانو سرشمېرنه٪د مسلمانانو سلنه
شمېرههېواداسلامي سرشمېرنه٪ مسلمانهېواد٪ مسلماناسلامي سرشمېرنه
1اندونېزيزيا207,000,10588.20%سعودي عربستان100%26,417,599
2پاکستان167,430,80195%افغانستان99.7%41,571,023
3هندوستان156,254,61513.4%سوماليا100%8,591,629
4بنگله دېش132,446,36588%مالدیپ99.9%348,756
5تورکيه70,800,00097%تورکيه97%70,800,000
6مصر70,530,23790%مغربی صحارا99.8%272,461
7نایجیریا64,385,99445%ایران98%67,337,681
8ایران64,089,57198%الجیریا99%32,206,534
9الجیریا32,999,88399%ماریطانیہ99%3,083,772
10مراکش32,300,41099%یمن99%20,519,792
11افغانستان41,571,02399.7%تونس99%9,974,201
12سعودی عرب26,417,599100%عمان99%2,971,567
13سوډان26,121,86565%قمرټاپوګان99%664,534
14عراق25,292,65897%جبوتي99%471,935
15ازبکستان23,897,56389%مراکش98.7%32,300,410
16اېتوپیا22,533,50031.2%پاکستان98%162,487,489
17روسیه21,513,04615%لېبیا97%5,592,596
18یمن20,519,79299%عراق97%25,292,658
19چین19,594,7071.5%تاجکستان95%6,805,330
20سوريه16,234,90188%اردن95%5,471,745
21مالېزیا هېواد14,467,69460.4%قطر95%819,898
22تانزانیه12,868,22435%سینیگال94%10,459,222
23مالی11,062,37690%آذربائیجان93.4%7,584,311
24نایجر10,499,34390%بحرين93.1%659,682
25سینیگال10,459,22294%مصر91%70,530,237
26تونس9,974,20199%مالی90%11,062,376
27صومالیہ8,548,67099%نایجر90%10,499,343
28گنی8,047,68685%گیمبیا95%1,433,930
29آذربائیجان7,584,31193.4%ازبکستان89%23,897,563
30برکینا فاسو7,449,62652%ترکمانستان89%4,407,352
31قزاقستان7,137,34647%اندونېزيا88.2%207,000,105
32تاجکستان6,805,33095%بنگلہ دیش88%127,001,272
33عاج ساحل6,677,04338.6%سوريه88%16,234,901
34کانګو6,008,50010%ګینه85%8,047,686
35لېبیا5,592,59697%کوېټ85%1,985,300
36اردن5,471,74595%فلسطین84%3,159,999
37چاد5,306,26654%قرغزستان80%4,117,024
38ترکمنستان4,407,35289%متحده عرب امارات76%1,948,041
39فلیپین4,392,8735%البانیا70%2,508,277
40فرانسه4,214,7906.9%برونای64.5%241,602
41قرغزستان4,117,02480%سوډان65%26,121,865
42يوګاندا4,090,42215%مالیزیا هېواد60.4%14,467,694
43موزامبیق3,881,34020%سیرالیون60%3,610,585
44سیرالیون3,610,58560%لبنان55%2,142,570
45ګانا3,364,77616%برکینا فاسو52%7,449,626
46کامرون3,276,00120%چاد54%5,306,266
47تایلنډ3,272,2185%نایجریا50%64,385,994
48موریتانیا3,083,77299.9%اریتریا50%2,280,799
50جرمنی3,049,9613.7%ایتوپیا50%37,533,500
51عمان2,971,56799%بوسنیا40%1,820,879
52امریکا2,350,0000.8%عاج ساحل38.6%6,677,043
53البانیا2,004,48058%ګینه38%538,090
54مالاوي2,431,78420%تانزانیا35%12,868,224
55کینیا2,368,0717%شمالي مقدونیه33.3%685,305
56اریتریا2,280,79950%سورینام22%96,391
57کوسوو2,000,00090%سربیا3.2%256,754
58لبنان2,142,57055%موزامبیق20%3,881,340
59کوېټ1,985,30085%کیمرون20%3,276,001
60متحده عرب امارات1,948,04176%مالاوي20%2,431,784

بیرونی روابط