ملاله يوسفزۍ

ملاله یوسفزۍ (زیږون ۱۲ جولای ۱۹۹۷)(په انگرېزي: Malālah Yūsafzay) چې په عامه توګه ورته ملاله هم ورته وايي، د نجونو د زده کړو په برخه کې پاکستانۍ فعاله او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ده. همدارنګه هغې د سولې د نړیوالې جایزې تر ټولو ځوانه ګټوونکې او دویمه پاکستاني وګړې ده چې دغه جایزه ترلاسه کوي. هغې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د هغې په اصلي ځای د پاکستان شمال لوېدیځ خیبر پښتونخواه ایالت په سوات دره کې د ښځو او ماشومانو د زده کړو د حقونو په دفاع پېژندل کېږي، هغه ځای چېرې چې د پاکستاني طالبانو تحریک هغه وخت نجونې ښوونځي ته له تللو منع کړې وې. له نوموړې ملاتړ په نړیوال خوځښت بدل شو چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر شاهد خااقان عباسي (Shahid Khaqan Abbasi) په وینا هغه د هېواد "ډېره پېژندل شوې څېره" ده.[۴][۵][۶][۷]

ملاله یوسفزئی
د ملاله یوسفزئی انځور
د ملاله یوسفزئی انځور
د ملاله یوسفزئی انځور

د شخص معلومات
پيدايښت۱۲ جولای ۱۹۹۷(1997-07-12) ‏(عمر: ۲۶ کاله)
مینگورا، خیبر پختونخوا، پاکستان
هيواد غړيتوبپاکستاني
نور نومونهگل مکئی
نسلپښتون
مذهباسلام
مور او پلارضیاءالدین یوسفزئی(پلار ) او تورپیکۍ (مور)
پلارضياء الدين يوسفزی   د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلکد بشري حقوقو فعال [۱]
ليکوال [۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)انگليسي [۳]
اوردو ژبه
پښتو   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د پيژندنې لاملد ښځو مدني فعال، د انجینو زده کرو فعال
تحریکماشومانو حقونه
د ښځو حقونه   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
  • د سولي نوبل جایزه
  • د ساخارو جایزه
  • د سایمون د بیوویر جایزه
  • نریواله د سولۍ جایزه
ويبپاڼه
ويبپاڼهد تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د تعلیمي چارو فعال ضیاالدین یوسفزي لور د پاکستان د خیبر پښتونخواه په مینګوره کې په یوه پښتنه کورنۍ کې زیږېدلې ده. د۰ ۲۰۰۹ کال په لومړیو کې کله چې نوموړې ۱۱-۱۲ کلنه وه، په مستعار نوم یې بی بی سي اردو وبلاګ کې د خپل ژوندانه په اړه جزییات څرګندول په داسې حال کې چې د پاکستاني طالبانو تحریک په سوات کې واکمن ؤ. د همدې کال په دوبي کې خبریال ادم بي ایلیک (Adam B. Ellick) چې سیمې ته د پاکستاني پوځیانو په مرسته تللی ؤ د نوموړې د ژوند په اړه یې نیویارک تایمز ته مستند فلم جوړکړ. ملاله له چاپي رسنیو او تلویزیون سره له مرکو وروسته مشهوره شوه او د دیسمونډ توتو (Desmond Tutu) له خوا د ماشومانو د سولې نړیوالې جایزې لپاره نومانده شوه.[۸]

د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر په نهمه  کله چې ملاله یوسفزۍ د ازموینې له ترسره کولو وروسته  په بس کې سپره وه په سوات دره کې د پاکستاني طالبانو تحریک د یو وسله وال په برید کې چې غوښتل یې نوموړې د هغې د فعالیتونو له امله ووژني، له دوه نورو نجونو سره وویشتله. بریدګر وتښتېد، ملاله په سر لګېدلې وه او د بېهوښۍ په حالت کې د راولپنډۍ  انستیتیوت د زړه څانګې ته یووړل شوه، د هغې د حالت له لږ ښه کېدو وروسته نوموړې د بریټانیا په بېرمنګهم ښار کې د ملکې الیزابت روغتون ته یووړل شوه. پر هغې برید له نوموړې څخه د نړیوال ملاتړلامل شو. دویچه ولی د ۲۰۱۳ کال په جنوري میاشت کې په یوه راپور کې څرګنده کړه چې کېدای شي هغه "د نړۍ په تر ټولو مشهوره ځوانه څېره" بدله شي. د نوموړې د وژنې له هڅې څو اوونۍ وروسته د پاکستاني علماوو یوې ۵۰ کسیزې ډلې د هغو کسانو پر ضد فتوا ورکړه چې په نوموړې یې برید کړی ؤ. د پاکستاني طالبانو تحریک په نړیواله کچه د دولتونو، بشري حقونو د سازمانونو او فیمینېسټ ډلو له خوا په کلکه محکوم شو. د پاکستاني طالبانو تحریک چارواکو د دغه محکومیت پر ضد د یوسفزۍ په محکومولو ځواب ورکړ او څرګنده یې کړه چې هوډ لري بیا ځلي پر هغې برید وکړي، ځکه دوی احساس کاوه چې دا یې دیني وجیبه ده. د دوی دغه څرګندونې د نړیوالې ټولنې له کلک غبرګون سره مخ شوې.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

ملالې یوسفزۍ له رغېدو وروسته، د زده کړو د حق په برخه کې یوه مخکښه فعاله شوه. په برمینګهم کې د اوسېدنې پر مهال، هغې له شیزه شاهد(Shiza Shahid) سره په ګډه د ملالې صندوق په نوم غیر انتفاعي سازمان جوړ کړ. په ۲۰۱۳ کال کې یې زه یم ملاله (I Am Malala) په نوم کتاب ولیکلو چې په نړیواله کچه ډېر پېرودل شوی کتاب دی. په ۲۰۱۲ کال کې نوموړې د پاکستان د ځوانانو د سولې ملي جایزه او په ۲۰۱۳ کال کې یې د سخاروف (Sakharov) جایزه ترلاسه کړه. په ۲۰۱۴ کال هغې له هندي کالیاش ستاریتی (Kailash Satyarthi) سره په ګډه د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه. هغه مهال نوموړې ۱۷ کلنه وه، له همدې امله د نوبل د سولې د جایزې تر ټولو ځوانه ګټوونکې بلل کېږي. په ۲۰۱۵ کال کې، نوموړې د (He Named Me Malala) مستند فلم موضوع وه کوم چې د اوسکار جایزې ترلاسه کولو لپاره په نوملړ کې وو. د ټایمز مجلې د ۲۰۱۴،۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلونو په خپلو ګڼو کې هغه د نړۍ په کچه له اغیزمنو څېرو ښوولې وه. په ۲۰۱۷ کال کې هغې د کاناډا افتخاري تابعیت ترلاسه کړ او د کاناډا په پارلمان کې یې وینا وکړه.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

ملالې یوسفزۍ له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۷ پورې منځنی زده کړې د انګلستان د بېرمنګهم ښار په (Edgbaston High School) کې بشپړې کړې. له دغه ځایه یې اکسفورډ پوهنتون ته بریالۍ شوه او د فلسفې، سیاست او اقتصاد په برخه کې یې له درې کاله تحصیل وروسته د هنر لیسانس ترلاسه کړ. د همدغه پوهنتون په (Lady Margaret Hall) کالج کې یې د ماسترې په کچه زده کړې وکړې. هغه په ۲۰۲۰ کال کې فارغه شوه.[۲۱][۲۲]

ماشومتوب

ملالې یوسفزۍ د ۱۹۹۷ کال د جولای په ۱۲ مه د پاکستان د شمال لویدیځ ایالت خیبر پښتونخواه په سوات دره کې په یوه منځنۍ کچې کورنۍ کې زېږېدلې ده. هغه د ضیاالدین یوسفزي او تور پېکۍ یوسفزۍ لور ده، کورنۍ یې سنۍ مسلمانه او په خټه پښتنه ده چې یوسفزي قبیلې ته اړوندېږي. کورنۍ یې د هغې د زیږون پر مهال په روغتون کې د زیږون لپاره کافي پیسې نه لرلې. له همدې امله په خپل کور کې د ګاونډیو ښځو په مرسته زېږېدلې. هغوی پر خپلې ماشومې لومړنۍ نوم، د میوند د ملالۍ له نوم څخه په اخځ چې د افغانستان په سویل کې پښتنه شاعره او جنګیالۍ وه، ملاله کېښود ( د "غم ځپلې" په معنی). هغه په مینګوره کې په خپل کور کې، له خپلو دوه مشرانو وروڼو خوشحال او اتل، خپل مور او پلار ضیاالدین او تورپېکۍ او دوه چرګو سره اوسېده.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

ملالې یوسفزۍ چې په پښتو، اردو او انګلیسي ژبو پوهېږي، تر ډېره د خپل پلار له خوا روزل شوې. ضیا الدین یوسفزی شاعر، د ښوونځي لرونکی، د زده کړو په برخه کې فعال، چې د خوشحال خصوصي ښوونځي په نوم یې  د خصوصي ښوونځیو یوه ټولګه اداره کوله. نوموړې یو مهال د یوې مرکې په ترڅ کې ویلي وو چې غوښتل یې ډاکټره شي، خو پلار یې وهڅوله چې سیاستواله هم شي. ضیاالدین خپله لور ځانګړې بلله اجازه یې ورکوله هغه مهال چې دواړه وروڼه یې ویده شي له ده سره د شپې کیني او د سیاست په اړه خبرې وکړي. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د پاکستان د بنسټ اېښودونکي محمد علي جناح او د دوه ځلي ټاکل شوې لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو څخه اغېزمن شوې ملالې یوسفزۍ د زده کړو د حقونو په اړه  د ۲۰۰۸ کال د سپټمبر په لومړیو کې هغه مهال چې نوموړې د پلار له خوا د پېښور سیمه ییزپریس کلپ ته بېول شوې وه خبرې وکړې. “طالبان څه ډول جرائت کوي چې د زده کړو په برخه کې زما اساسي حق له ما واخلي؟“ د نوموړې دغه خبره په سیمه ییزه کچه د ورځپاڼو او ټلویزیونونو له خوا خپره شوه. په ۲۰۰۹ کال کې هغې په کار زده کړه پیل وکړ او د پاکستاني ځوانانو لپاره یې د پرانیستي فکر پروګرام (Open Minds Pakistan youth programme ) له لارې یې د سولې او جګړې انستیتیوت راپور ورکولو په برخه کې په کار پیل وکړ، هغه چې د سیمې په ښوونځیو کې یې زده کوونکو ته د ټولنیزو مسایلو په اړه د خبریالۍ، عامه بحث او دیالوګ له مخې د جوړونکو بحثونو زمینه برابروله.[۳۳][۳۴]

د نوبل د سولې جایزه

د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په ۱۰ مه، ملالې یوسفزۍ د ماشومانو او ځوانانو د ځپلو پر وړاندې د مبارزې او د ټولو ماشومانو لپاره د زده کړو د حق غوښتلو له امله  د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه. هغه په ۱۷ کلنۍ کې د دغې جایزې په ترلاسه کولو، د نوبل جایزې تر ټولو ځوانه ګټوونکې وپېژندل شوه. یوسفزۍ خپله جایزه د ماشومانو د حقونو په برخه کې له هندي فعالې کالیش ستاریتي(Kailash Satyarthi) سره شریکه کړه. په ۱۹۷۹ کال کې د عبد السلام له خوا د فزیک په برخه کې د نوبل له جایزې ګټلو وروسته دویمه پاکستانۍ وګړې ده چې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کوي.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې