ګيني بېساو

لوېديځې افريقا کې يو خپلواک دولت

د ګینه بېساو (په پرتګالي ژبه: Guiné-Bissau ، په فولاني ژبه: Gine-Bisaawo، په مندینکا ژبه: ߖߌߣߍ ߺ ߓߌߛߊߥߏ߫  ) په رسمي ډول د ګیني – بیساو جمهوریت (په پرتګالي ژبه: República da Guiné-Bissau ) په لوېديځه افريقا کې يو هېواد دی چې ۳۶،۱۲۵ کيلومتر مربع (۱۳،۹۴۸ مایل مربع) مساحت لري او اټکل شوی نفوس یې ۱،۷۲۶،۰۰۰ وګړي دي. دا هېواد له شمال لوري له سینیګال او له سویل ختیځ لوري له ګیني سره ګډه پوله لري. [۱]

ګیني بیساو یو وخت د کابو د سلطنت او همدارنګه د مالي سترواکۍ برخه وه. د دې سلطنت ځینې برخې تر ۱۸ پېړۍ پورې پاتې شوې، په داسې حال کې چې څو نورې یې له ۱۶ پېړۍ ورسته د پرتګالي سترواکۍ تر واک لاندې وې. په ۱۹ پېړۍ کې، دا هېواد د پرتګالي ګیني په توګه مستعمره شو. له خپلواکۍ سره سم چې په ۱۹۷۳ کال کې اعلان او په ۱۹۷۴ کال کې په رسمیت وپېژندل شو، د پلازمینې نوم یې، بیساو، د هېواد نوم ته اضافه شو ترڅو د ګیني (پخوانۍ فرانسوي ګیني) سره ګډ نشي. ګیني-بیساو له خپلواکۍ را په دې خوا د سیاسي بې ثباتۍ اوږد تاریخ لري او یوازې یوه ټاکل شوي ولسمشر (جوس ماریو واز) په بریالیتوب سره پوره پنځه کلنه دوره بشپړه کړې ده. اوسنی ولسمشر یې عمرو سیسوکو ایمبالو دی، چې د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۲۹ وټاکل شو. [۲][۳][۴]

یوازې تر ۲٪ نفوس په پرتګالي ژپه، د رسمي ژبې او لومړۍ ژبې په توګه خبرې کوي  او ۳۳٪ یې د دویمې ژبې په توګه خبرې کوي. خو ګیني-بیساو کریول ژبه چې اصلاً پرتګالي کریول ژبه ده، ملي ژبه او د یووالي ژبه هم ګڼل کېږي. د ۲۰۱۲ کال د یوې څیړنې پر بنسټ، ۴۵٪ نفوس کریول د لومړۍ ژبې په توګه تکلم کوي او نږدې ۴۰٪ یې د دویمې ژبې په توګه تکلم کوي. پاتې نور په بېلابېلو بومي افریقایي ژبو خبرې کوي. په ګیني بیساو کې بېلابېل ادیان شته. اسلام او عیسویت په دې هېواد کې اصلي دینونه دي. د دې هېواد د سړي پر سر ناخالص کورنی تولید په نړۍ کې ترټولو ټیټ دی. [۵][۶][۷]

ګیني-بیساو د ملګرو ملتونو، افریقایي ټولنې، د لوېدیځې افریقا هېوادونو د اقتصادي ټولنې، د اسلامي همکاریو د سازمان، د پرتګالي ژبو هېوادونو د ټولنې، د انترنیشنل دی لا فرانکوفوني د سازمان او د جنوبي اتلانتیک د سولې او همکارۍ د زون غړی دی او د لاتین ټولنې، چې اوس منحل شوې ده، غړی هم و.  

تاریخچه

لرغونپوهنې د ګیني-بیساؤ د تاریخ نه وړاندې زمانه په ناکافي توګه تشرېح کړې. په ۱۰۰۰ زېږدیز کال کې، په سیمه کې ښکاري- ژوند موجود و، چې سلګونه زره کاله پخوا د افریقا نورو برخو ته خواره شوي وو.  د لرغون پېژندنې د ریکاردونو پر بنسټ، له لنډ وخت وروسته د دې ځای د کروندګرو او د اوسپنې د وسایلو کارولو له خوا و نیول شو.  [۸]

ګیني بیساو یو وخت د کابو د سلطنت برخه وه، چې په ۱۶ پېړۍ کې د مالي سترواکۍ برخه وه.  د دې سلطنت برخې تر ۱۸ پېړۍ پورې پاتې شوې. په اوسني هېواد کې د سیمې نورې برخې د پرتګالیانو له لوري د سترواکۍ د یوې برخې په توګه ګڼل کېدې. پرتګالي ګیني د غلامانو د ساحل په نوم یادېده ځګه چې لوېدیځي نړۍ ته د اروپایانو په واسطه د افریقايي غلامانو د لېږلو لویه سیمه وه.  [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

دې سیمې ته د اروپایانو د رسېدو په لومړنیو راپورونو کې د ۱۴۵۵ کال د وینس الویز کاداموسټو سفرونه، د ۱۴۷۹ – ۱۴۸۰ کلونو په اوږدو د فلامیني- فرانسوي سوداګرو، استاشي دی لا فوسي او دیاګو کاوو سفرونه په ګوته کېدای شي. په ۱۴۸۰ کلونو کې دا پرتګالي سپړونکی د کانګو سیند او د باکونګو ځمکو ته ورسید او د اوسنۍ انګولا بنسټ یې کېښود، چې له ګیني بیساو څخه نږدې ۴۲۰۰ کیلومتره لاندې د افریقا د ساحل برخه ده. [۱۳][۱۴]

که څه هم د دې سیمې سیندونه او ساحل د پرتګالیانو له لوري په لومړي سر کې مستعمره شول، چې په ۱۶ پېړۍ کې یې سوداګریزې کارخونې او ځایونه را منځ ته کړل، دوی تر ۱۹ پېړۍ پورې د دې خاورې داخلي برخې ونه سپړلې. په ګیني کې د افریقا سیمه ایزو واکمنانو، چې ځینو یې د غلامانو له سوداګرۍ لویه ګټه ترلاسه کړه، په کورنۍ سوداګرۍ کنټرول درلود او اروپایانو ته یې په کورنۍ برخه کې اجازه نه ورکوله او دوی يې په هغو ساحلي ښارګوټو کې ښکېل ساتل چې سوداګري پکې کېده. افریقایي ټولنو چې د غلامانو سوداګرو په وړاندې یې جګړه کوله هم په اروپایی ماجراجویانو او هغه کسان چې مېشت کېدل، بې باوره شول. په ګیني کې پرتګاليان تر ډیره حده د بیساو او کاچاو په بندرونو پورې محدود وو. لږ شمېر اروپایی مېشتو د بیساو د داخلي سیندونو په اوږدو کې جلا کروندې جوړې کړې. [۱۵]

د یوې لنډې مودې لپاره په ۱۷۹۰ کلونو کې، انګلیسانو هڅه وکړه چې د بولاما په یوه ساحلي ټاپو کې د سیالۍ لپاره د پښې ځای را منځ ته کړي. خو په ۱۹ پېړۍ کې پرتګالیانو په بیساو کې په پراخه کچه خوندي و ترڅو ګاونډی ساحل، همدارنګه شمال لور ته د اوسني سویلې سینیګال برخه هم د خپلې ځانګړې سیمې په توګه تر واک لاندې کړي. [۱۶]

یو وسله وال پاڅون چې په ۱۹۵۶ کال کې د ګیني او کیپ وارډي د خپلواکۍ لپاره د افریقایي ګوند (PAIGC) له لوري د امیلکار کابرال تر مشرۍ لاندې پیل شو، په تدریجي توګه یې په پرتګالي ګیني خپل واک ټینګ کړ. په نورو پرتګالي مستعمرو کې د چریکي خوځښتونو برعکس، PAIGC په چټکۍ سره د سیمې په لویو برخو کې خپل نظامي کنټرول پراخ کړ. د ځنګل ډوله ځمکو په مرسته، او د کیوبا، چین او شوروي څخه د وسلو د لوی شمېر په مرسته او کیڼ اړخه افریقایي هېوادونه په مرسته په اسانۍ د ګاونډیو متحدینو سره پولو ته ورسېدل. کیوبا هم هوکړه وکړه چې د توپچي پوهان، ډاکټران او تخنیکران به ولېږي. PAIGC حتی د دې توان ترلاسه کړ چې د الوتکې ضد پراخه وړتیا ترلاسه کړي ترڅو د هوایی بریدونو په وړاندې د ځان دفاع وکړي. تر ۱۹۷۳ کال پورې، PAIGC د ګیني زیاتره برخې تر خپل کنټرول لاندې درلود، که څه هم د ۱۹۷۳ کال په جنوري کې د کابرال په وژل کېدو غورځنګ له شاتګ سره مخ شو. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

خپلواکي (۱۹۷۳)

د ۱۹۷۳ کال کال د سپټمبر په ۲۴ نېټه، خپلواکي په یو اړخیزه ډول اعلان شوه، چې اوس د دې هېواد د خپلواکۍ د ورځې په توګه د عمومي رخصتۍ په بڼه لمانځل کېږي. په پرتګال کې د ۱۹۷۴ کال د اپریل په ۲۵ نېټه د سوسیالیزم په هڅه له پوځي کودتا وروسته، چې د لیزبون د ایستادو نوو رژیم یې نسکور کړ، رسمیت پېژندنه نړیواله شوه. د نیکولای کاوسیسکو تر مشرۍ لاندې رومانیا لومړی هېواد و چې په رسمي ډول یې ګیني بیساو په رسمیت وپېژانده او لومړی هېواد و یې د ګیني او کیپ ورډ د خپلواکۍ لپاره یې د افریقایي ګوند سره تړونونه لاسلیک کړل. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

له خپلواکۍ سر سم، د ګیني-بیساو ملي سرود ایستا ای نوسا پیټریا بیم امادا، د کیپ وارډي سره یوځای وړاندې شو، چې وروسته یې په ۱۹۹۶ کال کې خپل رسمي ملي سرود، کانټیکو دا لیبرډاډ تصویب کړ، او جلا شو.  

د امیلکار ورور او د PAIGC همکار بنسټ ایښودونکی، لوئس کابرال، د ګیني-بیساو لومړی ولسمشر وټاکل شو. خپلواکي تر ښه ملاتړ لاندې پیل شوه. د بیساو ګیني کډوال په ډله ایزه توګه هېواد ته راستانه شول. د ټولو لپاره ښوونځي ته د لاسرسي سیسټم رامنځ ته شو. کتابونه وړیا وو او داسې بریښېدل چې ښوونځي کافي ښوونکي لري. د نجونو زده کړه، چې پخوا له پامه غورځول شوې وه، وهڅول شوه او د ښوونځیو نوې کلیزه، چې د کلیوالي نړۍ سره یې سمون درلود، تصویب شوه. په ۱۹۸۰ کال کې، اقتصادي وضعیت په پراخه کچه خراب شو، چې له واکداره حکومت د عمومي ناخوښۍ لامل شو. د ۱۹۸۰ کال د نومبر په ۱۴ نېټه، جوو برنارډو وییرا، چې د "نینو ویرا" په نوم هم شهرت لري، ولسمشر لویس کابرال له واکه لرې کړ. اساسي قانون وځنډول شو او د انقلاب یوه نهه کسیزه نظامي شورا جوړه شوه چې مشري یې وییرا کوله. له هغه وخته را په دېخوا، هېواد د لیبرال اقتصاد په لور روان دی. په بودیجه کې د ټولنیز سکتور او تعلیم په لګښت کې کموالی راغلی دی. [۲۵]

تر ۱۹۸۴ کال پورې دا هېواد د یوې انقلابي شورا له لوري اداره کېده. په ۱۹۹۴ کال کې لومړۍ څو ګوندي ټاکنې ترسره شوې. د ۱۹۹۸ کال د می په میاشت کې د پوځ پاڅون د ګیني-بیساو د کورنۍ جګړې او د ۱۹۹۹ کال د جون په میاشت کې د ولسمشر د ګوښه کېدو لامل شو. په ۲۰۰۰ کال کې بیا ټاکنې ترسره شوې او کمبا ایالا ولسمشر وټاکل شو.  [۲۶][۲۷]

د ۲۰۰۳ کال کال په سپتمبر میاشت کې پوځي کودتا په لاره واچول شوه. پوځ ایالا د "ستونزو په حل کې د پاتې راتلو" په تور ونیو. له څو ځلو ځنډولو وروسته د ۲۰۰۴ کال د مارچ په میاشت کې تقنیني انتخابات ترسره شول. د ۲۰۰۴ کال د اکتوبر په میاشت کې د پوځي ډلو بغاوت د وسله والو ځواکونو د مشر د مړینې او پراخې کړکېچ لامل شو. [۲۸]

سرچينې