عمده افسردګي

افسردګي داسي حالت دی چي د شخصیت د پیدایښت پر کیفیت باندي ژور تأثیر کوي او له خپل ځان او چاپیریال څخه يي د درک ډول بدلوي . خُلق څه شئ ده؟ د انسان د رواني صفتونو مجموعه ده چي معمولاً د هغه ( شخص) ، شیانو او اشخاصو تر منځ د اړیکي راپيدا کېدل ښکاره کوي . او یا که داسي ووایو چي افسردګي یو ناخوښه رواني حالت دی چي په زړه خوړلو ، نااومیدي او ستړتیا سره ښکاره کیدای شي او له څه نا څه اضطراب سره یو ځاي وي .

په کلي ډول افسردګي د رفتار هغه ډول ته ویل کیږي چي د هغې څیښتن ( افسرده شخص) په خپل ځان کي ډوب وي او له چاپیریال او نورو سره يي کم توجهي ښکاره کیږي .د افسردګي کلمه د خُلق یو ډول حالت ته سره لکه : بي روحيي کیدل ، بي توانه کیدل ، د فقدان احساس کول ، بیهوده کیدل چي له بدبیني او بي میلي څخه کیسې کوي ؛ یو ځاي ده .افسردګي د غم په احساس ، له فعالیتونو سره په بي علاقي کیدو او د انرژي په کمیدیو سره مشخصه کیږي . علایم له : په نفس اعتماد له لاسه ورکول ، د نامتناسبي ګناه احساس کول ، د مرګ او ځان وژني فکر کول ، د تمرکز کمښت ، د خوب او اشتیا اختلالونه ، او همدارنګه د مختلفو بدني شکایتونو ، له کولو څخه عبارت دي .پخوا داسي فکر کیده چي افسردګي یواځي او يواځي د لویوالي په دوره پوري اړه لري او ماشومان او نوي ځوانان له لویانو څخه لیږ په افسرده کیږي ، خو نن ورځ نوې څیړني دا ښکاره کوي چي افسردګي د نویو ځوانانو او ځوانانو تر منځ یوه مروجه ستونزه ده . د نوي ځواني او ځواني په دورو کي له دي وجي د افسردګي پيژندل او تشخیصول ستونزمن دي چي د افسردګي نښي ډيري لیږ د پاملرني وړ دي یاني نوي ځوانان ا و ځوانان ډیر لیږ خپل احساسات څرګندوي او ډیرو مسایلو څخه انکار کوي . په نویو ځوانانو کي افسردګي ډيره مهمه ده ځکه چي که چیرته له یوه ځانګړي وخت څخه تیره شي نو عادي علایم به يي د ناروغي په علایمو باندي بدل شي او ددې حالت دوام کولای شي د نویو ځوانانو په راتلوونکي باندي ډیري بدي اغیزي وکړي .

په نویو ځوانانو کي د افسردګي علایم

په نویو ځوانانو کي افسردګي د هیجاني ، بیقراري ، د فکر په تمرکز او پاملرنه کي دقدرت او آرامتیا نه درلودل او د ذهني فعالیتونو په کنټرول کي د ناتوانايي ، په حالت سره ښکاره کیږي . نوی ځوان د ستړتیا احساس کوي او له پرلپسي یا وار په وار دردونو څخه شکایت کوي او درسي وروسته والی ( عقب ماندګي ) لري. په کلي ډول که چیرته د لاندینیو مواردو څخه دری او یا له دې زیات په نوي ځوان کي موجود شول نو په افسردګي باندي د نوي ځوان د مبتلا کیدلو احتمال زیاتیږي .۱ – بي دلیله ژړاګاني ، غمګین او بد اخلاقه کیدل۲ – ځانته کښیناستنه « له ملګرو او ټولنیزو فعالیتونو څخه»۳ – د خوب ستونزي۴ – د خوراک یا تغذيي ستونزي۵ – د درسي یا ښوونځي د فعالیت نه تر سره کول۶ – بیخي ډیر فعالیت۷ - د ګناه یا د ځان کم لیدلو احساس۸ – دایمي ستړتیا۹ – رواني ، حرکتي او ... پریښاني یا اندیښنه۱۰ – په فکرکولو کي د توانايي کمښت او په یوه ځانګړي موضوع کي د ذهني تمرکز ضعف۱۱ – په ټولو فعالیتونو کي د پاملرني او علاقي کمښتکه چیرته د نویو ځوانانو د افسردګي ستونزو ته ونه رسیږو نو امکان لري چي نوی ځوان له داسي یوه وضعیت څخه د تیښتي لپاره ځان وژنه وکړي .همدارنګه کولای شو چي د افسردګي مشهورو نښانو او علایمو ته هم اشاره وکړو :۱ – له ټولو یا ځینو فعالیتونو سره بي علاقي کیدل: د افسردګي له کلیدي علایمو څخه دي ، خو باید پاملرنه وکړو چي پنځوس سلنه ( ٪ ۵۰) د ناروغان د افسردګي له احساس څخه انکار کوي او کورنۍ یا د هغه نور کسان د هغه د کړنو ، فعالیت او ګوښه کښیناستني په دلیل سره هغوي درمانوي او یا يي ټولني ور داخلوي .۲ – د بې خوبي یا دېر خوب په حیث اختلالات اتیا سلنه ناروغان د خوب له ستونزو څخه شکایت کوي په ځانګړي ډول دا شکایت بي خوبي او یا هم سهار وختي پاڅېدل وي .۳ – بې قراري ( Restlessness ) یا د رواني حرکت سستوالی ( Psychomotor Retardation ) .۴ – د ستړتیا یا بې انرژي کېدلو احساس چي له ډیرو مشهورو شکایتونو څخه دی .۵ – د اشتیا تغییر ؛ په بي اشتیايي یا د ډیري اشتیا په ډول سره .۶ – د بي ارزښتي احساس یا د نامتناسبي ګناه احساس ږ۷ – د فکر په تمرکز کې ستونزه .۸ – د مرګ او ځان وژني په اړه فکرونه .۹ – بي صبري .۱۰ – بدني دردونه .۱۱ – د زړه په فعالیت کې اختلال ( تفس تنګي ).۱۲ – حسي احتلال لکه : په سترګو يي تیاره کیدل ، لړزه او د بدن د غړیو سړېدل .مهم ټکی دا دی چي پورتني علایم په ناروغ کي د ښکاره رنځ لامل کیږي او یا هم په شغلي او د نورو ټولنیزو کړنو په ترسره کولو کي دا ناروغ په اختلال کي راګیریږي .د افسردګي د معلومولو یا تشخیص لپاره پورتني علایم باید لږتر لږه دوه اونۍ شتون ولري .

په ماشومانو او نویو ځوانانو کي افسردګي

په ماشومانو کي له ښوونځي څخه ویره یا ( School phobia ) او په والدینو پوري زیات تړاو د افسردګي له علایمو څخه دي ، له بلوغ څخه وړاندي دوره کي باید افسردګي د بدني شکایتونو او رواني او حرکتي بي قراریو سره په څیر ښکاره کیږي .په نویوځوانانو کي د زده کړي کړني ضعیفه ، د موادو نه مصرفول په سم ډول ، د ټولني ضد رفتارونه او له ښوونځي تیښته کولای شو د افسردګي علایم وبولو .په نویو ځوانانو کي د افسردګي د رامنځته کیدو لاملونه ( عوامل ):۱ – وراثت : افسردګي تر ډیره بریده کولای شو د وراثت په مسایلو پوري وتړو ، ځکه د یوې کورنۍ د غړو په منځ کي کیدای شي دا ناروغي خپره وي .۲ – سټرس ( فشار ) : په نویو ځوانانو او ځوانانو کي افسردګي ؛ چي د مادي او ورځنيو فشارونو له مسایلو سره مخامخ وي نسبت نورو ته ډیره تر سترګو کیږي او همدارنګه په ښوونځي کي تغییر او د زده کړي له یوې دورې څخه بلي دورې یا له یوې سطحي څخه بلي سطحي ته د هغوی داخلیدل د افسردګي له نورو لاملونو څخه دي.۳ – جنسیت : څیړني دا ښيي چي د هلکانو پروړاندي په انجونو کي د افسردګي کچه ډيره ده او د جنسیت عامل په افسردګي کي ډیر مهم رول لري . که څه هم له بلوغ څخه وړاندي په هلکانو کي د افسردګي تشخیص ډیر دی خو دا اندازه د بلوغ له سن څخه وروسته د انجونو په منځ زیاتووالی پیدا کوي او په نهايي ډول د افسرده انجونو اندازه د هلکانو پر وړاندي دوه برابره وي .۴ – د بدو پیښو سره مخامخ کیدل: د بیلګي په توګه : د کورنۍ له غړیو څخه د یوه مړینه او یا هم د والدینو طلاق.۵ – په ماشومتوب کي له جنسي ناوړه پیښو سره مخامخ کیدل .۶ – د ټولنیزو مهارتونو نه شتون .۷ – د کورنۍ له یوه داسي غړي سره ژوند کول چي له افسردګي څخه ځوریږي .۸ – د ځيني ويټامینونو کمښت لکه ( B1 , B6 ) .

درملنه

هر وخت چي افسردګي ژر تشخیص شي نو په سم ډول يي درملنه هم کیږي ، او هر وخت چي د نویو ځوانانو افسردګي د ډېر وخت لپاره بي تشخیصه پاتي شي او اوږد وخت ونیسي په هغه وخت کي یي درملنه ستونزمنه کیږي . په هر صورت افسردګي د درملني وړ ده چي له دارو درماني ، د افسردګي ضد ځانګړي درمل استعمالول او همدارنګه د روان درماني په وسیله کولای شو د هغي مخه ونیسو .

سرچينه

Https://www.facebook.com/Safi19official