هومو

هومو (لاتیني کلیمه ده چې د "انسان" په معنا ده) ، یا په (بل ډول له منځه تللي) هغه Australopithecus جنس کې راڅرګند شوی ډول دی، چې د هومو سیپي ینس (ننني ځیرک انسانان) شته ډولونه په کې شامل دي او یو شمېر ورک شوي ډولونه یې یا د دوی په اجدادو ډلبندي شوي یا له عصري انسانانو سره نږدې تړاو لري (د ډولونو پر بنسټ)، په ځانګړې توګه د هومو ایرکتوس او هومو نیندرتالینسیس ډولونه. دا جنس یوازې دوه میلیونه کلونه وړاندې، د هومو هابیلیس په بڼه راڅرګند شو. هومو، د پارانتروپوس ډول سره یوځای، ښایي د آسټرالیوپیتیکوس افریقیانوس خور وي چې په خپله د پان، چیمپینزیانو (بیزوګانو) له نسب څخه جلا شوی و.[۱][۲][۳]

هومو ایریکتوس نږدې دوه میلیونه کلونه پخوا راڅرګند شو او په څو لومړیو کډوالیو کې، په ټوله افریقا او یوریشیا کې خپور شو (چېرته چې ورته Homo ergaster ویل کېږي). دا ښایي چې لومړی انساني ډول و چې، د ښکار ټولوونکو په ټولنه کې ژوند کوي او اور کنټرولوي. یو تطابق کوونکی او بریالی ډول، هومو ایریکتوس د یو میلیون کلونو څخه ډېر دوام وکړ او په تدریجي توګه نږدې ۵۰۰،۰۰۰ کلونه پخوا، په نويو ډولونو بدل شو.[۴]

هومو ساپینز (له اناتومي پلوه عصري عاقل انسانان) نږدې له  ۳۰۰،۰۰۰ نه تر ۲۰۰،۰۰۰ کلونه پخوا، په ډېر احتمال سره په افریقا کې راڅرګند شول او Homo neanderthalensis په ورته وخت کې، په اروپا او لویدیځه آسیا کې راڅرګند شول. هومو سیي ینس ښایي ۲۵۰،۰۰۰ کلونه پخوا او په دقیق ډول ۱۳۰،۰۰۰ کلونه پخوا، له افریقا څخه په څو څپو کې خپاره شول. سویلي خپرېدل نږدې له ۷۰ نه تر ۵۰،۰۰۰ کلونه پخوا پیل شول، چې ۵۰،۰۰۰ کلونه وړاندې د یوریشیا او اوشینیا د پرله پسې ښکېلاک لامل شو. په افریقا او یوریشیا دواړو کې هومو سیپي ینس، له لرغونو انسانانو سره ولیدل او ورسره یوځای شول. داسې انګېرل کېږي چې ،د انسان جلا لرغوني (غیر سیپي ینس) ډولونه، نږدې ۴۰،۰۰۰ کلونه پخوا، (د نیندرتال له منځه تللو) پورې، ژوندي پاتې شوي دي چې د هایبرایډ(پیوندي ډولونو) احتمالي پایښت، تر ۱۲،۰۰۰ کلونو وروستیو پورې احتمال درلود.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

نومونه او ډلبندي

د لاتیني نوم هومو (مضاف الیه حالت کې هومینیس) د "انسان" یا "بشر" په عمومي معنا کې د "انسان" معنا لري. د هومو سپي ینس دوه اصطلاح درلودونکی نوم، د کارل لینیوس (۱۷۵۸ ز کال) له خوا رامنځته شوی دی. د نسل د نورو ډولونو د نومونې اېښودنه، د ۱۹ مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې پیل شول (H.neanderthalensis ، په ۱۸۶۴ ز کال کې او H.erectus په ۱۸۹۲ ز کال کي).[۱۲]

ان نن هم د هومو نسل، په سمه توګه نه دی پېژندل شوی. له هغه وخته چې د انسان د فوسیل لومړنی ریکارډ، په کراره توګه له ځمکې څخه په را څرګندېدلو پیل وکړ، د هومو نسل حدود او تعریفونه، په کمزورې توګه تعریف شول او په پرله پسې توګه بدلېدل. دا چې په دې اړه فکر کولو لپاره هېڅ دلیل موجود نه و، چې دا به اضافي غړي ولري. کارل لینیوس ان د هومو تعریفولو زحمت ونه کړ، کله چې هغه په لومړي ځل په ۱۸مه پېړۍ کې، د انسانانو لپاره جوړ کړ. د Neanderthal کشف لومړی جلد راووړ.[۱۳][۱۴][۱۵]

د هومو نسل ته په خپله د ډلبندۍ نوم ورکړل شوی، څو وړاندیز وکړي چې، د دې غړي ډولونه د انسان په توګه ډلبندي کېدلای شي. د ۲۰مې پېړۍ په لسیزو کې د مایوسین وروستیو او د پیلوسین لومړنيو وختونو څخه، له انسان وړاندې او د انسان لومړنيو ډولونو د فوسیلونو موندنو د ډلبندۍ په اړه، د  بحث کولو لپاره یوه بډای(شتمن) ترکیب تولید کړ. اسټرالیوپیتیکوس څخه د هومو د تعریف - یا په حقیقت کې له Pan څخه د هومو دپېژند په اړه پرله پسې بحث شته دی، ځکه چې یوه ډله ساینس پوهان استدلال کوي چې، د چمپینزي دوه ډولونه، باید د Pan پر ځای د هومو له نسل سره ډلبندي شي. ان داسې چې، د هومو د فوسیلونو ډلبندي، له دغو شواهدو سره سمون خوري: (۱) په هوموهابیلیس کې دوه پښې لرونکی انسان، له څلورو میلیونو څخه ډېر کلونه پخواني آسټرالیوپیتیکوس څخه په میراث اخېستل شوی دی، لکه څنګه چې د لیتولي د پښو په نښو سره ښودل شوي او (۲) د انساني سامان الاتو کلتور ، ۲.۵ میلیونه کلونه پخوا پیل شوی دی.

د ۱۹ مې پېړۍ له وروستیو څخه د ۲۰ مې پېړۍ تر نیمایي پورې، د نولسمې  له پای څخه تر ۲۰ مې پیړۍ پورې، د نويو عمومي نومونو په ګډون، د ډلبندۍ یو شمېر نوي نومونه، د انسانانو د لومړیو فوسیلونو لپاره وړاندیز شوي وو. ډېری هغه یې بیا  د دې په پېژندلو کې  له هومو سره یوځای شول چې، هومو ایریکټوس یو داسې واحد ډول و چې د کډوالی په لومړیو کې په پراخه جغرافیایي توګه خپاره شول. ډېری دا ډول نومونه، اوس د Pithecanthropus، Protanthropus، Sinanthropus، Cyphanthropus، Africanthropus، Telanthropus، Atlanthropus او Tchadanthropus په ګډون، د هومو د "مترادف" نومونو په توګه ګڼل کېږي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د هومو نسل، په ډولونو او فرعي ډولونو ډلبندي د نابشپړو معلوماتو تابع ده او په کمزورې توګه ترسره کېږي. دا ان په علمي څېړنو کې د دې لامل شول چې، عام نومونه ("نیندرتال" او "ډینیسووان") کې وکارول شي، څو د incertea sedis (نا څرګند ځای پر ځای کولو) په توګه، د درې ګونو نومونو یا د ډلبندي کېدونکو ډلو له پېچلتیا څخه مخنیوی وشي. د بېلګې په توګه: د هومو ایریکټس ګورګیوکس پروړاندې نیندرتالینسیز یا هومو ګورګیوکس. د هومو په نسل کې ځینې په نږدې وختونو کې له منځه تللي ډولونه، یوازې په دې وروستیو کې کشف شوي او تر اوسه پورې له دوه ګونو نومونو سره سمون نه خوري. (د ډینیسووا هومینین او سرې هوسۍ د غار خلکو په اړه معلومات وګورئ. د هولوسین له پیل راهیسې، د دې احتمال شته چې، هومو ساپینز (اناتومي پلوه ننني عاقل انسانان) ،د هومو یوازینی موجود ډول دی.[۲۵][۲۶]

جان اډوارډ ګری (۱۸۲۵ ز کال) د قبیلو او کورنیو په ټاکلو سره د ډلو د طبقه بندي کولو لومړنی مدافع و. ووډ او ریچمنډ په (۲۰۰۰ کال) وړاندیز وکړ، چې هومیني ("hominins") د یوې داسې قبیلې په توګه وپېژندل شي چې، د لومړنیو انسانانو او له انسان وړاندې د انسانانو اجداد تر د چمپینزي پورې– انسان تر وروستي ګډو اجدادو پورې ټول ډولونه په کې شامل وي او دا چې هومینینا، د هومیني د فرعي قبیلې په توګه وپېژندل شي، چې یوازې د هومو نسل په کې شامل شي او د آسټرالیوپیتیکوس، اورورین توګینسیس، آرډیپیتیکوس، یا سهیلانتروپس په څېر په کې د پلیوسین لومړني په دوه پښو تلونکي هومینین شامل نه شي. د هومینینا لپاره بدیل نومونه موجود وو، یا وړاندیز شوي وو: آسټرالیوپیتیسینی (ګریګوری او هیلمن ۱۹۳۹زکال) او پریانتروپینی (سیلا کونډ او التابا ۲۰۰۲ ز کال). وروسته سیلا-کونډي او ایالا (۲۰۰۳ ز کال) وړاندیز وکړ چې، څلور نسلونه Australopithecus، Ardipithecus، Praeanthropus، او Sahelanthropus ، باید له هومو سره په هومینیني (Pan وګورئ) کې ډلبندي شي.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

تکامل

آسټرالوپیتیکس او د هومو (انسان) راڅرګندېدنه

د اسټرالیوپیتیکوس ګیري، اسټرالیوپیتیکوس سیډیبا، اسټرالیوپیتیکوس افریقینس، او آسټرالیوپیتیکوس افرینسیس  په څېر ډېری ډولونه، د هومو نسب د اجداد یا خور په توګه وړاندیز شوي دي. دا ډولونه مورفولوژیکي ځانګړتیاوې لري چې دوی د هومو سره برابروي، خو په دې اړه هېڅ توافق نشته چې کوم یو هومو ته وده ورکړې ده.[۳۳][۳۴]

په ځانګړې توګه، د ۲۰۱۰ مې لسیزې راهیسې، په اسټرالیوپیتیکوس کې د هومو څرګندونې ډېرې جنجالي شوې. په دودیز ډول، د هومو را څرګندېدنه د ډبرینو وسایلو (د اولډوان صنعت) له لومړنۍ کارونې  او له همدې امله، د ټیټ پیلیولویتیک د پیل له تعریف سره سمون خوري، خو په ۲۰۱۰ ز کال کې داسې شواهد وړاندې شول چې د ډبرینو وسایلو کارول، د نږدې ۳.۳ کلونو پخواني او د هومو په لومړي ځل راڅرګندېدلو څخه نږدې یو میلیون کلونه مخکې، اسټرالیوپیتیکوس افرینسیس ته منسوبوي. LD ۳۵۰-۱، د ۲.۸ میلیونه کلونو پخوانۍ د ژامې فوسیل ټوټه چې، په ۲۰۱۳ زکال کې د ایتوپیا په افارښار کې کشف شوه، په وروستي هومو کې له لیدل شوي مشتق مورفولوژۍ درلودونکي لومړني اسټرالیوپیتیکوس کې د لیدل شويو لومړنيو ځانګړنو ترکیبي عنوان په توګه بیان شوی دی." ځینې لیکوالان د هومو پراختیا نږدې یا آن درې میلونه کلونه پخوا ګڼي. نورو په دې اړه شک څرګند کړی دی، چې ایا هومو هابیلیس، باید په هومو کې شامل شي، چې پر ځای یې نږدې ۱.۹ میلیونه کلونه پخواني هوموایریکتوس سره د هومو سرچینې اصلیت وړاندیزوي.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې او ياداښتونه