کرونا ویروس
د کرونا ویروس (نوم Coronaviruses)د ویروسونو له کورنۍ څخه یو نوی خطر ناک او وجونکی ویروس دی چې تر ننه یې په چین او نوره نړۍ کې ګڼ شمیر خلک وژلي. کرونا ویروس په لومړیو کې له (یخ وښلو) سر درد (ستونی درد) او تبی نه شروع کیږي چې وروسته د وخت په تیریدو سره انسان له منځه وړې.
د کرونا ویروس په نقشه کې د کرونا ویروس د خپریدا هیوادونه او مرکز (چین) د کرونا ویروس تایید د کرونا ویروس په اړه مشکوک رپوټونه | |
نېټه | ۱ ډسمبر ۲۰۱۹ تر اوسه[۱][۲] (کينډۍ:Age in years, months, weeks and days) |
---|---|
ځای | د لومړی ځل لپاره د چین، هیواد ووهان، ولایت په هوبني کې وپیژندل شو. |
ځاني زيان | |
درمل شوي:۱,۱۰۸,۸۸۶ نفره[۵] |
[۱]له پورتنی لینک څخه د کرونا ویروس ورځنی شمیر وګورۍ.
کشف
اټکل کیږي چې د کرونا ویروس (کورنۍ) یاهم سلسله د میلاد نه ۸۰۰۰ کاله مخکی وجود لره. که څه هم د یاد ویروس یوشمیر ډولونه تر ۵۵ میلیونه کالو وړاندی رسی.
د کرونا ویروس لومړنې ثبت شوې پیښې (د چرګانو برونشیت ویروس د بدن خرابیدل/ او وپونت کول) وو. له هغې وروسته انساني ۲۲۹ یی کرونا ویروس او اوو سی ۴۳ انساني کرونا ویروس د انسان د یخ وښلو سبب ګرزید کشف شوي وو.
علامې
د کرونا ویروس د خپریدو نقشه. کرونا
د کرونا ویروس لویې او مهمې نښنانې د سر درد ، تبه، د غاړی درد او یخ وښل دي.
منځته راتګ
که څخه هم لا تر اوسه د قیقه معلومه نده چې کرونا ویروس له څه نه منځته راعلی اما ډیره ډاکټران پدی باور دي چې یاد ویروس له حیواناتو پیدا شوی، ځکه چې د چین په ووهان ولایت کې د سمندري او نورو حیواناتو لوی بازارونه شتون لري ویل کیږي چې ددی ویروس راتګ هم د حیواناتو سره د انسانان زیات نږدی والی او د یادو حیواناتو څخه د خوراکي توکو پر اساس منځ ته راعلی.
درملنه
د یادې ناروغې لپاره لا تر اوسه خاصه درملنه (واکسین) ندی پیداشوی اما په نوموړی ویروس د اخته کسانو سره تاماس نه لرل ، خله او لاسونه په دوامداره توګه وینځل یې په مخنوی کې مرسته کولی شي.
جوړښت
انتقال او مخنيوئ :
د يادونې وړ ده چي د کورونا وايروس يو بل ته د لاس په ورکولو ، د تنفسی اړيکو ترمنځ نږديوالی ، او په مخ باندې د لاس وهلو په وسيله انتقاليږي ، بهتره ده د ځان ساتنې او د نور افرادو د ساتنې لپاره پوره احتياطي تدابير ونيول شې ، ماسک استعمال شې ، لاسونه بايد له هرو لسو دقيقو ورورسته ووينځل شې او سنی ټايزر بايد استعمال شې . همدارنګه بايد په يو ځي کي له غونډيدا او مجلسونو څخه په کلکه ډډه وشی ، تر څو له دغه وژونکي ويروس څه په کلکه مخنيوي وشې .په کور کې پاتې شئ تر څو خوندې واوسئ .